د لوی خدای ج په سپڅلي نامه
غزني امنيه قوماندان امين الله امرخېل د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې د کليوال ملګري ټولنې مطبوعاتي اعلاميه!
نېټه : ۱۳۹۵ـ۹ـ۷
نېټه : ۱۳۹۵ـ۹ـ۷
نن ورځ د غزني امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخېل د رسنيو پر وړاندې په کليوال ملګري ټولنې غير مسوولانه تورونه لګولي دي، نوموړي رسنيو ته ويلي دي، چې د کليوال ملګري ټولنې غړي له مخالفينو سره اړيکې لري او هغوی يې د ای، ايس، ای جاسوسان بللي دي.
کليوال ملګري ټولنه چې يوه ازاده، خپلواکه، بې پرې، ناپېيلې، علمي او کلتوري ټولنه ده او له څو کلونو راهيسې د هيواد له نافذه قوانينو او ملي منافعو سره سم په غزني کې علمي، فرهنګي او مدني فعاليتونه کوي، تل يې د ولس ستونزو او ننګونو ته انعکاس ورکړی دی، د حقه حقوقو د مبارزې لپاره يې تل دولس شا نيولې ده.
کليوال ملګري ټولنه د امرخېل د غير مسوولانه څرګندونې په کلکه ردوي او پدې اړه به د امنيت شورا ته د غزني نازکو حالاتو او د نوموړي د بار، بار غير مسوولانه خبرو په اړه شکايت وکړي او د جدي څېړلو غوښتنه به وکړي.
امرخېل د دندې له پيله بیا تر اوسه يو ځل د اندړو ولسوالۍ ته لنډ سفر کړی او د غزني ولايت په اتلسو ولسواليو کې يې له يوې ولسوالۍ څخه هم ليدنه کړې نه ده.
د نوموړي د قوماندانۍ پرمهال د اندړو او قره باغ په ګډون په يو شمېر نورو ولسواليو کې ګڼو امنيتي پوستو سقوط کړی او ځينې نورې يې د سقوط پر کرښه ولاړې دي.
د يادولو وړ ده، چې نوموړي بار، بار پر امنيت شورا، ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت غير مسوولانه تورونه پوري کړي او له بده مرغه نظام له نوموړي څخه د يو افسر په توګه د يادو څرګندونو په اړه پوښتنه کړې نه ده
امرخېل ددې پر ځای چې د غزني ولايت د جنګ ځپلو او لو ړ تهديد لرونکو ولسواليو څخه ليدنه وکړي، د سرتېروله ستونزو او مشکلاتو نه خبرشي، د سختو جګړو پر مهال د هغوی ملاتړ ته ورودانګي، د خپل ځان د شهرت په موخه غزني ښارکې د ځينو نمایشي کارونو د تر سره کولو پر مټ د رسنيو سترګې ور اړوي.
کليوال ملګري ټولنه
د غزني امنیه قومندان نه پوهیږم ولې له خپل مسیر نه وتلی ، په غزني کې ددولت وسلوال مخالفین د ښار په څو ،سوه متري کې د پوهنې ریاست له کارکوونکو سره جلسې کوي ، له ډاکترانو د مالیې په نوم باج اخلي . د ولسوالیو امنیتي ستونزي خو تر سر پورته دي ، دی په څو تنو فرهنګ پالو او قلموالو پسې لګېدلی ، د کلیوال ملګري ټولني فعالیتونه خو د لمر په شان روښانه دي ، ټوله فعالبتونه یې د هېواد ، خلکو او او ټولنې په ګټه دي ، غزني کې فرهنکي ، ادبي ، او مدني خلک همدا د کلیوال ملګري ټولني کسان دی ، که دی د هغوی فعالیتونه نشي زغملای له دندي نه دي استعغا وکړي ، په هغه چا دي مغرزانه او بې بنسټه تورونه نه لګوي څوک چې شپه او ورځ د هیواد ، فرهنګ ، ، د خلکو ذهني ویښتیا …ته کار کوي .