تاند- په غزني کې چارواکي ادعا کوي چې افغان امنیتي ځواکونو په هغه جګړه کې، چې تېره شپه د دغه ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې پای ته ورسېده، شاوخوا ۴۰ وسله وال طالبان وژلي دي.

د چارواکو په وینا جګړه وروسته له دې ونښته چې طالبانو د دې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو حملې پیل کړې او دوې شپې او یوه ورځ یې دوام وکړ.

طالب وسله والو له وړمې شپې راهيسې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخ جبهه يي بريدونه پيل کړي وو.

د چارواکو په وینا طالبانو غوښتل چې د قره باغ ولسوالي مرکز ونیسي او د دې هدف لپاره یې له نورو ولسوالیو هم جنګي کسان راوستي ول.

په قره باغ کې د سيمه‌ ييزو پوليسو قومندان محمد اعظم خان وايي چې طالبانو ته ځکه زیاته مرګ ژوبله واوښته چې دوی د طالبانو د برید له پلانه مخکې تر مخکې خبر شوي ول.

چارواکي همداراز ادعا کوي چې په وژل شويو طالبانو کې د ملا محب په نامه د دوی يو قومندان هم شامل دی. دوی وايي چې اکثره وژل شوي طالبان وزیر او پنجابيان شامل دي.

امنیتي ځواکونه په دې جګړه کې د درو سیمه ییزو پولیسو وژل کېدا هم تاییدوي.

سیمه ییزو پولیسو په غزني په تېره بیا قره باغ کې تر ډېره امنیتي وضعیت ښه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *