د غزني د مقر ولسوالي په ښار کې د مقر، ګيلان، خوشامند، ناوې او اببند خلکو لاريون کړی.
د دغو سيمو اوسېدونکيو په ګډه نن پنجشنبه سهار د ولسمشر د هغې احتمالي پرېکړې خلاف په يوه سولهيز لاريون، د کابل ـ کندهاره لاره تړلې چې ګواکې د مقر ولسوالي پر ځای به هزارهمېشتې جاغوري ولسوالي ولايت کېږي.
دوی وايي، مقر ولسوالي پر هغو معيارونو برابره ده چې ولايت ته ارتقاء ورکړل شي او په وينا يې، د غزني د لرې پرتو سيمو د امنيت لپاره يوازېنۍ همدا لاره ده.
تر دې وړاندې د سيمهيزو ارګانونو ادارې ويلي وو چې تر اوسه پر دې هکله کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
خو د مقر ولسوالي يو شمېر اوسېدونکي ادعاء کوي چې د مقر ولسوالي د ولايت کېدو نقشه مخکې لا په محلي ارګانونو کې تر کار لاندې وه، خو په خبره يې، اوس د دوی حق نورو ته ورکول کېږي.
د دغو ځوانانو له ډلې انجنير شهزاده عاصم وايي چې دوی د متوازن انکشاف له مخې د هغو معيارونو په اساس د خپلې ولسوالي د حقوقو د دفاع غږ جګ کړی چې په وينا یې، نور يې د غصب اراده لري.
دی زياتوي، نه پرېږدي چې څوک يې حق بل ته ورکړي او چې څو يې په دې هکله ډاډ نه وي تر لاسه کړی، دغه لاره به تړلې وي.
نن پنجشنبه د کابل ـ کندهار لاره د ټرافيکو پر مخ تړلې چې هيڅ موټر تګ راتګ نهشي کولای.
ولایتونه باید د جغرافیایی موقعیت او د نفوسو د تجمع پراساس جوړ شي ، نه د قومونو او سیاسي خواهشاتو پراساس.
زما په نظر د ولایت د جوړولو لپاره باید د ولسونو د ستونزو حل ، مرکز او ولسوالیو ته د تګ راتګ آسانتیا، تجارتي مالونو د راکړې ورکړې د سهولتونوبرابرول ، د انتخاباتو د پر خپل وخت د نارینه او ښځینه وګړو د رسېدلو او آسانتیا برابرولو او همدارنګه د دولتي ارګانو د حاکمیت د ټینګولو او امنیت لپاره شرایط په نظر کې ونیول شي. د مثال په توګه د هلمند ولایت چې له ډېرو اروپایی هېوادونو یې مساحت لوی دی ، د شینډند لویه ولسوالۍ او همداشان د غزني د اوسېدونکو پورته یاده شوې ستونزه.