تاند- د غزني ولایتي چارواکي د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په اړه ضد وهنقیض څرګندونې کوي. په داسي حال کې چې والي په ناوې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له تحرکاتو بې خبري ښکاروي، مرستیال یې وايي چې افغان امنیتي ځواکونو له ډېرو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ناوې ولسوالي له وسله والو طالبانو پاکه کړې ده.
د والي د مرستیال محمد علي احمدي په وینا دا ولسوالي په افغانستان کې د یو نیم لک بهرنیو پوځیانو د حضور په مهال هم د طالبانو په کنټرول کې وه خو اوس افغان امنیتي ځواکونه توانېدلي چې ناوه ونیسي.
د راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې افغان امنیتي ځواکونو د غزني له مقر او ګیلان او د زابل له خاک افغان، شاه جوۍ او نوبهار ولسوالیو څخه پر ناوې ولسوالۍ عملیات پیل کړي ول.
د غزني د مرستیال والي په وینا په دې عملیاتو کې ۳۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د افغان امنیتي چارواکو په وینا له دې ولسوالیو څخه طالبانو د غزني نورو ولسوالیو او دغه راز میدان وردک، دایکنډي، زابل او اروزګان ولایتونو ته د اکمالاتو لپاره کار اخیست.
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي چې د ناوې په څو کلیو کې طالبانو د ماین جوړولو ورکشاپونه او د خپلو ټپیانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي ول.
احمدي ادعا کوي چې په وژل شویو طالبانو کې بهرنیان هم شامل دي.
طالبانو تراوسه پوري د ناوې د جګړې او له لاسه ورکولو په اړه څه نه دي ویلي. خو د غزني والي د ناوې په وضعیت کې د بدلون یا له دې ولسوالۍ څخه د طالبانو د ایستلو په باب بې خبري ښيي.
:پوه نه سوم چې دا ناوه ولسوالي ده او که کوم ولایت، لاندي دپورته خبر یوه برخه د بیا کتني وړ دی
د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي وايي چې د ناوې په څو ولسوالیو کې طالبانو د ماین جوړولو))
((ورکشاپونه او د خپلو ټپیانو د درملنې مرکزونه جوړ کړي ول.
د غزني والي ملا موسی خان اخوند د داسې خبرونو اوریدلو توان نه لري
ځکه د غزني والي له ای ایس آې سره بشپړې اړیکې لري او د طالبانو په پوره ډول ملاتړ دی، د دې خبرو شواهد او اسناد هم د غزني خلک په لاس کې لري، خو څوک یې غږ نه اوري
په درنښت.