تاند- په غزني کې د طالبانو پرضد د ولسي پاڅون یو مخکښ (عباس) د دوشنبې په ورځ له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.

د غزني چارواکو وویل چې پېښه پرون /دوشنبه/ سهار په اندړ ولسوالي کې وشوه. اندړ د طالبانو پرضد د ولسي پاڅون د پیل مرکز و چې وروسته د افغانستان یو شمېر نورو سیمو ته هم وغځېد خو د افغانستان په دولت کې له ولسي پاحونونو سره د مخالفو عناصرو د ورانکاریو له کبله د پاڅونونو بهیر ورو شو او ډېر پاڅونوال مایوسه شول.

له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د قومندان عباس د وژل کېدو ترڅنګ د ده درې ملګري ژوبل شول.

د غزني ولایت پښتانه د طالبانو د زورزیاتیو له کبله هم په ولسي جرګه کې له استازیتوبه بې برخې شوي او هم له نړیوالو مرستو محروم شوي دي.

وسله وال طالبانو په غزني کې پر پښتنو د نړیوالو موسسو مرستې، د بیارغونې چارې او پرمختیايي پروژې بندې کړي خو د غیر پښتنو لاس یې خلاص پرې ابښی دی.

2 thoughts on “د غزني د پاڅونوالو یو مخکښ قومندان ووژل شو”
  1. بعضې بی غیرته او بې ضمیره پښتانه اوس هم د همدي پاکستانې غلامانو ملا تړ کوې…………

  2. پښتانه بی غیرته نه دی خو ناپوه او له علم او تحصیل نه لری ساتل شویدی. زمونږ اصلی مشکل همدا ناپوهی ده. په پښتنو کی ډیر ښه استعدادونه شته اما له هغوی نه مثبته ګټه نه اخیستل کیږی.
    کله چی د پنجشیری عبدالله او محمد محقق واکمنی پری حاکمه شی او یوڅو زره اته انچه میخونه زمونږ په سرو کی را وټومبی ، او قمبر لنګ، طاهر توفان، حکیم شجاعی او شیخ آصف محسنی بیا ورته را مست کړی، بیابه لږ عقل سرته راشی. زمونږ ځوانان په جګړو کی شهیدان شول. یوڅه نوریی په مهاجرت کی ژوند کوی او کوم یو چی د هیواد په داخل کی پاته وی په یوه او بل نوم زندانونو ته اچول کیږی او هلته بی سرنوشته پراته وی تر څو بیا د ظالم او خونخوارو تالیبانو لاسته ورشی او بیا لکه بیرلی بم له باروتو یی ډک کړی او خپلی عقدی بیرته له خپلو افغانانو واخلی. په انتخاباتو کی نه ګډون او یا زلمی رسول او ډاکتر عبدالله ته رایی اچول نه تنها د پښتنو بلکی د ټول افغانستان په ضرردی. لږ را ویښ شی او له تعقل نه کار واخلی.
    د حل لار زما په نظر د ځوانانو پوهول دی. دوی باید له سیاست او حکومت داری سره علاقه ولری . تحصیل وکړی او د الله ج له هغو نعمتونو نه چی زمونږ په اختیار کی راکړی دی ، مثبته استفاده وکړی. د ایران یا پاکستان منافعو ته کار ونه کړی. په یوه آواز سره راټول او د ښاغلی اشرف غنی احمدزی تر قیادت لاندی یو باثباته ، قوی ، منظم او اسلامی افغانستان چی د ټولو قومونو ګډ کور دی ، جوړ کړی.
    طالبانو ته هم پکار ده چی له سرتمبګی او لجاجت نه لاس واخلی لږ د خپل ملت او هیواد ګټی په نظر کی ونیسی. د خپل ځوانانو وژل د دښمن تقویه کول دی. پریږدی چی داځل هغه څوک قدرت ته ورسیږی چی له اسلام او افغانستان سره دښمنی ونه لری. له طالبانو سره مخامخ خبری وکړی او هغوی قانع کړی چی ستاسو لار د هیواد په ګټه نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *