د اندړو د ولسي پاڅون قوماندان عمران وایي، له څه مودې را هیسې طالبانو په اندړو کې د پاڅون او محلي پولیسو خلاف د ذهنیت خرابولو لپاره یوې نوې حربې ته لاس اچولی. د کلیو خلک را بېګار کوي، او د ښاري ملاتړو په ننګه لاریونونه پرې کوي چې پاڅون کوونکي او محلي پولیس پرې بدنام کړي.

نوموړي وویل: “طالبان ښار ته د خلکو تر را لېږلو وروسته د ولایتي شورا وکیلانو، قومي مشرانو او نورو ته اخطارونه ورکوي چې دې غونډو ته ورشي او د لاریونونو خبرې ورسره تایید کړي او قومي مشران کله ناکله د طالب د ترور له وېرې په لاریونونو کې برخه اخلي”

نوموړی وایي، اندړ پښتانه دي او په پښتنو کې هیڅ وخت څوک د چا ناموس ته د سپکاوي جرأت نشي ورکولای. نوموړی وایي، پاڅون د اندړو د ناموس ساتلو لپاره شوی و او له جرمي فردي پېښو پرته هیڅوک د پاڅون په کوم فرد د ناموس پور نشي ثبوت کولای.

بلې خوا ته، د غزني د ولایتي شورا وکیل او قومي مشر امان الله د پاڅون د قوماندان خبره تاییدوي او وایي: “تېر ځل مو د غزني امنیه قوماندانۍ ته هغه اسناد په لاس ورکړل چې د طالبانو لخوا لاریون ته د خلکو مجبورېدل او سوق کېدل یې ثابتول.

امان الله د ښځو د وروستي لاریون په اړه حیراني څرګندوي او وایي: “دا به څوک ومني چې د اندړو غریبې، نالوستې او له هرڅه ناخبره ښځې دې داسې منظمې په کتار کې ودرېږي، په لاسونو کې دې کتابونه او شعارونه ونیسي. دا ښځې تر غزني چا راوستې؟ دوی ته پروګرام چا ونیود؟ دوی ته ژورنالسټ چا را وباله؟ د اندړو عام خلک نه په دې ډول منظمو مدني حرکتونو په نمایش پوهېږي او نه دا کار کولای شي. د اندړو ښځي په ښاري چادریو کې نه ګرزي، نه په دې بڼه مخ پټوي. دا د ښار مېشتو طالب پلوو د کورونو ښځې دي چې د طالب په دستور یې را ایستلي دي”

هغه وویل: دا ډول حرکتونه د غزني په ښار کې د طالبانو پلویان تنظیموي او دې ډول لاریونونو ته د طالبانو لخوا افراد را وستل کېږي.

د اندړو د سیمې بل مخور قوماندان لطف الله کامراني وایي، تېر کال چې امنیتي ځواکونو په اندړو کې عملیات پیل کړل، طالبانو ته یې سخت زیانونه واړول. په مقابل کې طالبانو د غزني په ښار کې پر خپلو ملاتړو غږ وکړ چې د عملیاتو خلاف لاریون وکړي او له حکومت څخه د عملیاتو درولو غوښتنه کړي. هغه وایي، طالبانو د خلکو د انتقال لپاره ځایي موټر بېګار کړي و.

نوموړی وایي، په غزني کې د پنځمې ستن غړي له طالبانو سره په ترور، طالبانو ته په مالیه را ټولولو، د هغوی لپاره په تبلیغاتو او د طالبانو د بندیانو په راخلاصولو کې مرسته کوي.

نوموړي وویل، د پنځم ستن غړیو چې ځانونه د طالبانو مشران بولي تر اوسه د طالبانو څو تنه مشهور او مهم قوماندانان له زندان څخه ازاد کړي دي. نوموړی وایي، طالبانو په کراتو کراتو په لسګونو عام اندړ په ماینونو والوزول، په ودونو او وراګانو کې یې بمونه وچوول. که دا خلک د اندړو له غمه را وتلای، کله به یې د طالب د وحشتونو یادونه هم کړې وای.
نوموړی وایي، کله کله طالب پلوي په جنایي پېښو کې د وژل شویو تور په پاڅون پورې کوي، او کله بیا په مقاومتونو کې وژل شویو طالبانو ته بېګناه وایي.

By Editor2

One thought on “د غزني د پاڅون قوماندان: د اندړو په نامه لاریونونه جعلي او دستوري دي”
  1. زه خپله شاهد یم. یو ځل طالبانو له اندړو څخه دومره لویه مظاهره را روانه کړي وه چې که هغه وخت زړور زاهد نه وای ښایي چي غزني ته یې سقوط پري ورکړی وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *