تاند- د غزني د استیناف محکمې رييس وايي، د دغه ولایت د ۱۴ ولسوالیو محکمې د ناامنۍ له کبله بندې دي.

خواجه میر صمد حقداد نن /سې شنبه/ وویل، سږ کال د غزني یوازې څلور محکمې فعالې دي او د ۱۳ نورو ولسوالیو محکمې غیرفعالې شوي دي.

حقداد وویل چې په دغو ۱۴ ولسوالیو کې قاضیان او د محکمو کارکوونکي د ناامنۍ له امله د کار ځایونو ته نه شي تللی.

ده د دغو ۱۴ ولسوالیو نومونه یاد نه کړل خو ویې ویل:«د څوارلس ولسوالیو د محکمو بندېدا خلکو ته زیاتې ستونزې جوړې کړي دي.»

د غزني ولایت د استیناف محکمې ريیس وویل، تر څو چې افغان امنیتي ځواکونه په دغو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې لېري کړي نه وي، د قضايي چارو کارکوونکي به په دې ۱۴ولسوالیو کې بېرته فعالیت پیل نه کړای شي.

د محکمو د بندېدا او یا په هغو کې د پرېمانه فساد له کبله د افغانستان په یو شمېر سمیو کې خلک مجبورېږي چې یا د جرګو او مرکو له لارې خپلې ربړې حل کړي او یا طالبانو ته مراجعه وکړي.

د غزني، زابل، هلمند او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي د لویو مسلو د حل لپاره حتي کوټې ته ځي او د طالبانو په وسیله خپلې ربړې هواروي.

One thought on “د غزني د ۱۴ ولسوالیو محکمې بندې دي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *