د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون (۱۱) طالبان ووژل شول
شنبه ۱۵/۴/۱۳۹۸
تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت جغتو او خواجه عمري ولسوالیو ته د
طالبانو د تش په نامه ولسوالانو په ګډون (۱۱) تنه وسله وال طالبان وژل
شوي دي.
تیره ورځ د مرکز غزني اړوندو کې د هوایې ځواکونو په یوه برید کې د غزني
ولایت جغتو ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال عبدالخالق مشهور په
ابو محمد او خواجه عمري ولسوالۍ ته د طالبانو تش په نامه ولسوال ملا منیر
ووژل شول.
دغه راز تیره ورځ د غزني ولایت د اندړو او قره باغ ولسوایو اړوندو کې د
هوایې بریدونو او د مقر ولسوالۍ په میرزاخیل کلي کې د وسله والي نښتي په
ترڅ کې نهه (۹) تنه طالبان وژل شوي دي.

عارف نوری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *