دوشنبه ۱۳/۱۲/۱۳۹۷
د غزني ولایت له ۱۸ ولسوالیو څخه د ۸ ولسوالیو مواصلاتي لاري له واورو څخه پاکي او د دي ولایت له مرکز سره وصل شوي دي.
اړوند قرار دادي شرکتونه او د غزني ولایت د ټولګټو چارو ریاست پرسونل د تیري ورځي تر پای پوري وتوانیدل چې له واوري څخه د کابل ـ کندهار د لویې لاري په پاکولو سره آب بند، مقر او ګیلان ولسوالۍ له مرکز سره وصل کړي.
دغه راز د قره باغ، واغظ، رشیدان، خواجه عمري او ده یک ولسوالۍ لاري هم د تیري ورځي تر ماښام پوري له واورو څخه پاکي او د ترافیکو پر مخ پرانستل شوي.
له واورو څخه د غزني ولایت د نورو ولسواليو د مواصلاتي لارو دپاکولو لړۍ دوام لري.