تاند- د غزني ولایت چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو له لوري نومول شوی والي له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی دی. له بلې خوا په پکتیکا کې ۳ پولیسو په جومات کې د چاودنې په نتیجه کې وژل شوي دي.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي نن /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل:«د افغانستان لپاره د طالبانو ځانبولی والي ملا رحمت الله مبارز له خپلو دوو ساتونکو سره نن سهار په ده یک ولسوالۍ کې د ملي اردو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.»

افغان چارواکو پرون د غزني د ګیرو ولسوالۍ په (شېلې) سیمه کې د اندړو لپاره د طالبانو د ولسوال ملا در محمد د وژل کېدو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې له در محمد سره لس تنه نور وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

له دې جلا نن په یوه بل خبر کې ویل شوي چې په غزني ولایت کې یو امریکايي پوځي ووژل شوی او لس پولنډي سرتېري ژوبل شوي دي.

له بلې خوا په کندهار کې په یوه بمي حمله کې درې امریکايي پوځیان ټپیان شول.

افغان چارواکو نن وویل چې چاودنه د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو د ټانک په لاره کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۳ امریکايي عسکر ژوبل شول.

سږ کال (۲۰۱۳) تراوسه پوري په افغانستان کې ۱۲۰ بهرني پوځیان وژل شوي دي.

د آی کژولټي ویبپاڼې د راپور له مخې د افغانستان په دوولس کلنه جګړه کې تراوسه پوري ټولټال ۳۳۶۹ بهرني پوځیان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت چارواکو نن وویل چې په یوه جومات کې د وسله والو مخالفانو له لوري د چاودنې په اثر درې پولیس ووژل شول او یو ژوبل شو.

د پکتیکا پولیسو وویل چې د چاودنې له کبله د جومات ودانۍ هم سخته زیانمن شوې ده.

تر دې مخکې د لوګر والي هم په جومات کې د بمي حمله په نتیجه کې وژل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *