د پکتيکا ولايت مقام د رسنيو دفتر

خبرپاڼه

پکتيکا والي په غزني ولايت کې هغه ماين اېښودنه په کلکه وغندله چې له امله يې اتلس تنه ملکي وګړي شهيدان شول

۱۳۹۲کال د لړم ۵ مه نېټه

     په ډيرې ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې نن مازديګر ناوخته د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د صاحب خان په کلي کې د ملکي وګړو يو فلاينکوچ ډوله موټر په لويه لار کې د سولې او ثبات دښمنانو لخوا په خښ شوي ماين وخوت، چې د چاودنې له امله زمونږ اتلس تنه بې ګناه او معصوم هېواد وال شهيدان او پنځه تنه نور ټپيان شول.

انالله  و انا اليه راجعون.

د مالوماتو له مخې د ياد فلاينکوچ موټر سپرلۍ په سيمه کې د يوه واده د مراسمو هغه ګډونوال ول، چې د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ د ګوډلو له کلي څخه د صاحب خان د کلي په لور روان وو، په ياده پېښه کې يوولس مېرمنې، څلور ماشومان او درې تنه نارينه شهيدان شوي

د پکتيکا والي محب الله صميم ددې خبر په اورېدو سخت خواشينی شو او ويې ويل: هر څوک چې بې ګناه ملګي وګړي په ځانګړي ډول ښځې او او ماشومان  په شهادت رسوي او يا هم ورته هر ډول جسمي او يا روحي زيان اړوي، د دوی دا ګړنې د اسلام او افغانيت سره ښکاره دښمني ده نوموړي زياته کړه : د هېواد او خاورې دښمنان اوس زمونږ ملکي بې ګناه هېوادوال په نښه کوي، او نه پرېږدي چې هېوادوال مو دا ډول د ودونو، اخترونو او نور مراسم په خوشالۍ سره ولمانځي.

پکتيکا والي محب الله صميم د دغې تروريستي پېښې د شهيدانو کورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او ټبيانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتيا هيله کوي

محب الله صميم

د پکتيکا والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *