تاند- په غزني کې پر یوه ښوونځي د هاوان د ګولیو د لګېدو به نتیجه کې د څو تنو زده کوونکو له شهادته وروسته د دې ولایت والي له ښوونځیو څخه د امنیتي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

پرون /شنبه/ د غزني د اندړ ولسوالي لسګونه اوسېدونکو د هغو ماشومانو جنازې د ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست ته یووړې چې د دوی په وینا د جګړې د ښکېلو خواوو د هاوان په ګولیو په ټولګیو کې شهیدان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د هاوان په ګولۍ ۴ زده کوونکي شهیدان او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

ځینې کسان وايي چې د ملا نوح بابا پر لېسې هاوان د امنیتي ځواکونو له لوري ویشتل شوی خو د غزني د والي ویندوی وايي چې له تحقیقاتو وروسته به څرګنده شي چې چا ویشتی و.

په غزني، زابل او میدان وردک کې تر دې پخوا هم په ځلونو خلکو شکایت کړی چې کله طالبان پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي، دولتي ځواکونه د خلکو پر کورونو د درنو وسلو ګولۍ ولي.

د دې ترڅنګ ډېر خلک شکایت لري چې دولتي ځواکونو د ښوونځیو په ودانیو کې اړولي چې په نتیجه کې یې ماشومان له زده کړو پاتې شوي دي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزی وايي، تېر کال امنیتي ځواکونه د ځانګړې اړتیا له مخې په ښوونځیو کې مېشت شول خو نور باید دا ځواکونه له ښوونځیو ووځي او اجازه ورکړي چې زده کوونکي ټولګیو ته لاړ شي.

د غزني اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په ټولو سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شوی خو تراوسه پورې امنیتي ځواکونه له ښوونځیو وتلي نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *