دوشنبه ۸/۷/۱۳۹۸
د غزني والي وحیدالله« کلیمزي» نن مازدیګر د یوي خبري ناستي پر مهال ولسونو ته په دي ولایت کې د ټاکنو د شفافیت په تړاو ډاډ څرګند او ګواښ یې وکړ چې که ثابته شي کوم دولتي مسئول په مرکز یا ولسوالیو کې د ټاکنو په پروسه کې مداخله کړي نو له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.
د غزني والي یو ځل بیا په ټاکنو کې د ولسونو د ګډون، د ټاکنو بهیر د غوره او ښه پوښښ له کبله د خبریالانو له کړنو او د ټاکنو په امنیت کې د امنیتي ځواکونو له هڅو او هلو ځلو څخه مننه او ستاینه وکړه.
هغه وویل د هیواد دښمنانو قوي پلان درلود څو دي ولایت کې د ټاکنو بهیر ګډوډ کړي خو په وینایې د اتلو امنیتي سرتیرو د هڅو په پایله کې د دښمن ټول پلانونه شنډ شول.
نوموړي وویل: (( غزني کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون او شفافیت د قناعت وړ وو.))
د غزني والي وویل د دي ولایت په کچه ټول دولتي کسان د ټاکنو په برخه کې بي لوري پاتي شول او که یې د مداخلي په تړاو کوم مستند شکایت موجود وي نو جدي قانوني چلند به ورسره وشي.
خبري ناستي ته په غزني کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر مسئول وویل چې دي ولایت کې د ټاکنو په ورځ ۲۳۱ مرکزونه فعاله وو چې (۷۱۷۴۴) تنو خپله رایه کارولي.
هغه د وسله والو له ګواښ سره سره په ټاکنو کې د ولسونو له ګډون څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې له جاغوري، مالستان، مقر او آب بند څخه پرته له ټولو ولسوالیو څخه ټاکنیز مواد مرکز غزني ته را انتقال شوي دي.
په غزني کې د ټاکنیزو شکایتونو د دفتر مسئول په دغه خبري ناسته کې د (۶۷) شکایتونو له ثبتیدو خبر ورکړ چې ټول یې په لیستونو کې د رایې ورکونکو د نومونو د نشتوالي، د بایمتریک ماشینونو سره د ټاکنو د کارکوونکو د نه بلدتیا او په ځینو سیمو کې له ټاکلي وخت څخه ناوخته د رایې ورکولو د مرکزونو د خلاصیدو په تړاو دي.
هغه وویل: ((ټولو ستونزو ته د ټاکنو په ورځ عاجله رسیدګي وشوه خو تر اوسه په غزني کې داسي شکایت چې د رایو په ارقامو اغیز وکړي ندی ثبت شوی.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *