چهارشنبه ۱۱/۲/۱۳۹۸
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني ولایت د ګیرو، آب بند، اندړ او ده یک ولسوالیو په اړوندو کې د افغان او ائتلاف هوایې ځواکونو لخوا ۷ مورده هوایې بریدونه او بو لړ کومانډویې عملیات ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د دریو سرګروپانو په ګډون ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه یې ټپیان شوي دي.

په لومړنیو اقداماتو کې تیره ورځ له غرمي وروسته د ګیرو ولسوالۍ د شال او پارچه سیمو ترمنځ د وسله والو پر دوو ډاټسن ډوله موټرو د هوایې ځواکونو په دوو بریدونو کې نولس(۱۹) وسله وال وژل شوي، دوه عرادي ډاټسن موټر او
نولس میله بیلابیل ډوله وسلي یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز تیره ورځ مازدیګر شاوخوا(۵:۰۰) بجي د اندړو ولسوالۍ په سلطان باغ سیمه کې د غزني ـ پکتیکا لین له موټرو څخه د طالبانو د باج اخیستلو پر یو پاټک هوایې برید وشو چې پکي پنځه(۵) وسله وال وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي
دي.

بلخوا د تیري ورځي په اوږدو کې ائتلاف هوایې ځواکونو د ده یک او آب بند ولسوالیو په اړوندو کې دوه هوایې بریدونه ترسره کړي او کومانډو ځواکونو هم د آب بند په خدوخیل کې کومانډویې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۶
تنه وسله وال د ده یک او ۱۳ تنه د آب بند په اړوندو کې وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

آب بند کې د عبیده، شعیب او عمري په نومونو د وسله والو دري سرګروپان هم د وژل شویو په ډله کې دي.

په آب بند کې دغه راز د وسله والو اړوند دوه فولډر، دوه موټرسایکلونه، دوه میله کلاشینکوفونه، ۸ بوشکه یې ماینونه او یوه اندازه مهمات له منځه وړل شوي او دوه میله کلاشینکوفونه د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د غزني د والي ویندوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *