د مرکز غزني په توحيد آباد کې 9 طالبان ووژل شول
دوشنبه 26/1/1398
د غزني مرکز ته څيرمه په توحيد آباد سيمه کې تيره شپه د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې نهه (9) تنه وسله وال طالبان وژل شوي چې د شپږو مړي يې د جګړي په ډګر کې پاتي شوي دي.
په ياده نښته کې امنيتي سرتيرو ته ﺯيان ندى اوښتى.
دغه راﺯ بيګا شپه د قلعه نو کلي ته څيرمه بيګاه شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لنډه نښته شوي چې له لنډي نښتي وروسته وسله وال له سيمي په تيښته بريالي شوي دي.


په غزني کې پر ۱۵۰۰ جریبه ځمکه باغونه ایجاد شوي
دوشنبه ۲۶/۱/۱۳۹۸
په غزني ولایت کې د کرني ریاست لخوا د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام (NHLP) په مرسته لسګونه بزګرانو ته اصلاح شوي میوه لرونکي نیالګي توزیع او په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه کې یې پر مټ باغونه ایجاد شوي دي.
یاد نیالګي د کرني د مسلکي انجنیرانو په مشوره کینول شوي چې موخه یې د عصري کرني ترویج او له کمي ځمکي څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کول دي.
یاد باغونه به په دوهم کال حاصلات ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *