تاند، شنبه، د اسد ۵ مه: د غزني په آب بند ولسوالس کې موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۴ سرتېري وژلي او له ۲۰ زیات ټپیان دي.

د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت رسنیو ته وویل، نن سهار څلور نیمې بجې یو ځانمرګي خپل موټر بم د اب بند ولسوالۍ قومندانۍ سره وهلی او لږ تر لږه ۴ سرتېري یې وژلي ۲۰ نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، پېښه کې د امنیه قومندانۍ ودانۍ هم مالي تاوان لیدلی، خو سرچینې وايي، دې برید کې لږ تر لږه ۳۰ سرتېري ټپيان شوي چې حکومت یې چاته کره شمېره نه ده ښودلې.

د غزني د آب بند ولسوال جمعه خان تره کی وايي، ټپيان ټول سرتېري دي او د ګڼو وضعیت خراب دی چې له کبله به یې د مړو شمېر هم شاید زیات شي: (( د قومندانۍ سره نږدې کورونه هم وو، خو ملکیانو ته تاوان دومره نه دی رسېدلی.))

جمعه خان تره کی وايي، چاودنه دومره درنه وه چې د امنیه قومندانۍ وداني یې نږدې ټوله راکېنولې ده او له اوسېدو یې ایستلې ده.

بلخوا طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې او د زیاتو افغان سرتېرو د وژلو ادعا یې په کې کړې ده.

آب بند ولسوالي د غزني ښار سویل ته د کابل – کندهار پر لویه لار پرته ولسوالي ده چې لاره یې هم له ننني برید وروسته څو ساعته تړلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *