تاند- افغان امنیتي ځواکونو په غزني ولایت کې د یوې لویې لارې د کنټرول پر سر په جګړه کې لږترلږه ۳۱ یاغیان وژلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د غزني ولایت چارواکو وویل چې وسله والو یاغیانو غوښتل د غزني- پکتیکا لویه لار ونیسي او د دې هدف لپاره یې پر ګڼو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د غزني د والي ویندوی محمد عارف نوري وویل«افغان امنیتي ځواکونو د امریکا د هوايي ځواک په مرسته طالب یاغیان د غزني، پکتیکا له لویې لارې په شا وتمبول، خو لاره لا هم بنده ده ځکه چې د طالبانو له لوري سړک سخت زیانمن شوی دی.»

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بیا ویلي چې طالبانو ۹ افغان سرتېري وژلي دي.

د ده په وینا په دې جګړه کې یوازې یو طالب وژل شوی دی.

د مجاهد په وینا ۱۰ سرتېري او ۳ طالبان ژوبل شوي دي.

په یوه جلا پېښه کې دوه یاغیان د غزني پر لویه لار په چاودنه کې ووژل شول.

له بلې خوا د جمعې د ورځې په نښتو کې، دوه ملکیان هغه مهال په اندړ ولسوالي کې ووژل شول او ۴ نور ژوبل شول چې پر یوه کور د هاوان ګولۍ ولګېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *