تاند- سلګونو وسله والو طالبانو د غزني ولایت پر اجرستان ولسوالۍ یرغل وروړی، په لسګونو کسان یې وژلي او ګڼ نور ټپیان کړي دي.

د خبري رسنیو د راپور له مخې د غزني ولایتي چارواکو نن /جمعه/ وویل چې له اجرستان سره د ولایت د مرکز تماس پرې شوی او وېره ده چې ولسوالي د سخت دریځو لاس ته ورشي.

د غزني د امنیه قومندان مرستیال اسدالله صافي وویل، په اجرستان کې له پولیسو سره ارتباط پرې شوی دی.

د ده په وینا سلګونو کورنیو او بهرنیو وسله والو طالبانو پنځه ورځې مخکې پر اجرستان بریدونه پیل کړل چې د لومړنیو راپورونو له مخې په دې جګړو کې تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د غزني د والي مرستیال احمد الله احمدي وویل چې وسله والو سخت دریځو د ۱۵ تنو سرونه پرې کړي دي.

ویل کېږي چې له سیمه ییزو پولیسو سرونه غوڅ کړای شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې ل دغو کمسانو سرونه د طالبانو له لوري پرې شوي نه دي.

د غزني چارواکو له مرکزي حکومته د فوري مرستې غوښتنه وکړه، ویې ویل چې که ژر مرسته ونه رسېږي ولسوالۍ به له لاسه ووځي.

چارواکي وايي چې یوازې هوايي مرسته دا ولسوالۍ له سقوطه ژغورلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *