تاند- د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې کلیوالو څلور طالبان، چې په جګړه کې یې نیولي ول، غرغره کړي او په ونې پوري راځړولي دي.

دا پېښه په داسي وخت کې وشوه چې د اجرستان ولسوالۍ د نیولو لپاره د دولتي ځواکونو او سلګونو وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شپږمې ورځې ته ورسېده.

د غزني د والي مرستیال محمد علي احمدي نن وویل چې دا څلور طالبان وروسته له دې په ونه پوري راوځړول شول چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا سل تنه ووژل.

د محمد علي احمدي په وینا د طالبانو له لوري په وژل شویو کسانو کې هغه دوولس تنه هم شامل دي چې سرونه یې غوڅ کړای شوي دي.

راپورونه وايي چې په سلګونو طالبان د غزني ولایت له مختلفو ولسوالیو څخه اجرستان ته تللي چې دا ولسوالۍ ونیسي.

د غزني د والي مرستیال وايي چې شاوخوا اووه سوه طالبان په جګړه کې برخه لري خو سیمې ته د افغانستان د کومانډو ځواک رسېدو د طالبانو لاس ته د ولسوالۍ د لوېدو مخه نیولې ده.

احمدي وايي چې نن هم په اجرستان کې، چې د ولایت د مرکز په لوېدیځ کې موقعیت لري، سخته جګړه روانه ده.

د افغانستان حکومت اجرستان ته د جمعې په ورځ، په داسي حال کې چې نژدې و دا ولسوالۍ سقوط وکړي، کومکي ځواکونه ولېږل. په عین حال کې ویل شوي چې د ناټو هوايي ځواک د طالبانو مورچې بمباري کړي دي.

خو احمدي وايي چې د نړیوالو ځواکونو الوتکې په اسمان کې لیدل شوي مګر بمباري یې نه ده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *