تاند- د غزني د اندړ ولسوال او د ولایت چارواکي وايي چې د اندړ ولسوالۍ د نیولو لپاره یط د طالبانو حملې له ماتې سره مخامخ کړي دي.
طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره درې ورځې پراخې او سختې حملې وکړې.
د غزني ولايت چارواکي وايي چې په دې جګړه کې ٦٩ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دوی دغه راز مني چې په لسګونو پولیس هم شهیدان شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن /جمعه/ رسنیو ته وويل، د تېرې شپې په عملیاتو کې نژدې ۷۰ وسله وال یاغیان ووژل شول او د ولسوالۍ د ودانۍ له شاوخوا څخه تصفیه شول.
په اندړ کې د جګړې انډول وروسته له دې بدل شو چې دې ولسوالۍ ته له درې ورځې محاصرې وروسته کومکي ځواک ورسېد.
ده وويل په وژل شويو کې د وسلوالو ٤ مهم قوماندان هم شامل دي.
د والي وياند وايي په دغو عملياتو کې ٢ افغان سرتېري هم وژل شوي او ١ ټپي دى.
د اندړ ولسوالۍ د تېرو ۳ ورځو په جګړو کې ټولټال شاوخوا ۳۰ امنیتي ځواکونه او ملکیان وژل شوي دي.
په دې جګړو کې ۱۱ نور امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.
د غزني ولايت چارواکي وايي په اندړو ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات لا هم ادامه لري.
وسلوالو طالبانو بيا وايي چې په اندړو ولسوالي کې یې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او ولسوالي لا هم د دوی له لوري محاصره ده.