تاند- په غزني کې د ملي امنیت پر ادارې د وسله والو طالبانو په ډله ییز برید کې دیارلس بریدکوونکي له منځه وړل شوي خو په لسګونو ملکیان او امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده وویل، ۱۳ وسله والو سخت دریځو نن سهار وختي د ښار په مرکزي برخه کې د ملي امنیت پر ادارې ډله ییز برید پیل کړ چې دوه ساعته یې دوام وکړ.
د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو لومړی دوه موټرونه، چې چاودېدونکي مواد یې پکې ایښي ول، والوزول، وروسته نور د ملي امنیت ریاست ته نژدې یوه هوټل ته ننوتل او له هغه ځایه يې د ملي امنیت پر ادارې، ولایتي شورا او جنايي مدیریت د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل کړې.
د غزني د روغتون سرطبیب تاج محمد وردک وویل چې روغتون ته ۶۰ ټپیان وروړل شوي چې د هغو په منځ کې ۲۲ پوځیان دي.
ډاکتر وردک همداراز وویل چې روغتون ته دوه مړي هم وروړل شوي دي. ده ته معلومه نه وه چې مړي د چا دي.
خو امنیتي چارواکي وايي چې یوازې سخت دریځي وژل شوي دي.
په اکثرو ډله ییزو حملو کې امنیتي ځواکونو ته یا هیڅ تلفات نه اوړي او یا د حمله کوونکو په پرتله لږ اوړي.
په لومړیو کلونو کې د طالبانو د حملو دا تاکتیک په نسبي ډول بریالی و خو اوس افغان امنیتي ځواکونه په ښه تاکتیک د خپلو دښمنانو دا ډول بریدونه شنډوي.