تاند- د غزني ولایتي چارواکي وايي چې د ايتلافي ځواکونو له لوري پرون مازدیګر په قره باغ ولسوالي کې د یوه مشهور قوماندان په ګډون ۶ طالبان ووژل شول.
خو طالبان وايي چې په قره باغ ولسوالي کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني د والي ویندوی عارف نوري رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د ايتلافي ځواکونو په عملیاتو کې، چې په (جمال خېل) کلي کې وشول، د طالبانو د قره باغ ولسوالۍ پوځي مسوول قوماندان رفیع الله له ۵ نورو سختدریځو سر ه وژل شوی دی.
ښاغلي نوري ویلي چې د قوماندان رفیع الله وژل کېدا به په سیمه کې د امنیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
له بلې خوا د طالبانو ویندوی ذبیح ��لله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې امریکايي ځواکونو بې پېلوټه الوتکې په غزني کې پر یوه کورولا موټر، چې ملکي وګړي پکې سپاره ول، حمله وکړه او پکې ناست کسان یې ووژل.
طالبان وايي چې په دې برید کې، چې په نیازو کلي کې وشو، ۷ ملکیان شهیدان شوي دي.
د غزني د والي ویندوی، جمال خېل کلی ښودلی خو طالبان د نیازو کلي نوم یاد کړی دی له ځکه څرګنده نه ده چې د دواړو اشاره یوې پېښې ته ده او که دا دوې بېلې پېښې دي.
له بلې خوا طالبانو ادعا کړې چې د میدان وردک د خاصې قطعې قوماندان یې ترور کړی دی.
طالبانو ویلي چې د خاصې قطعې قوماندان فیروز خان یې په یوه تاکتیکي برید کې وژلی دی.
د افغانستان امنیتي چارواکو د طالبانو د دې ادعا په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.