حبیب الرحمن تاثیر –
په غزني ولایت کې ځینې ولسي خلګ شکایت لري چې ماشومان یې له زدکړو څخه ځکه محروم دي چې د سیمو په مکتبونو او لیسو کې یې له کلونو کلونو څخه افغان امیني ځواکونو نظامي پوستې جوړې کړي او یا هم وسله وال جنګیالي ورڅخه د سنګر کار اخلي.
دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې دغه نظامیان له دغه لیسو او ښوونځیو څخه خارج او په خپلو نظامي ځایونه کې ځای پر ځای کړي، ترڅو د دوی ماشومان په ډاډه زړه په مکتبونو کې زدکړې پیل او ورڅخه برخمن سي، که نه نو ژوند به یې تیاره او راتلونکی به یې ستونځمن وي.
د غزني ولایت مرکز ته په څو کیلومیترۍ کې د پرتې (واغظ) ولسوالۍ یو تن چې د خپل بنیادي حق د ترلاسه کولو په لاره کې د ویرې له امله د نوم له اخیستول ډډه کوي وايي په میلیونو افغانیو د ولسوالۍ د تعمیر له جوړیدو پرته هم دغه ولسوالي د کلا محمدخان په عالي لیسه کې دولتي چاري پرمخ وړي، دی وايي باید چې دغه ولسوالۍ په نوي جوړ شوي تعمیر کې پر کار پیل وکړي.
د واغظ ولسوالۍ ولسي خلګو چې د خپلو اولادونو د بنیادي حق او ښه راتلونکي په موخه یې څو ورځې وړاندې د غزني ولایت مخې ته په مظاهره لاس پورې کړی وو او د خبرو پر مهال یې یو بل ته وار نه ورکاوو وويل: ولي دولت په قصدي توګه خلګ د تیارو لور ته بیا یې؟ ماشومان یې په کنډالو او یا هم تر شنه اسمان لاندې زدکړې کوي، دولت دي لیسې د زدکړو له پاره پریږدي.
دغه نظامي سرتیرې چې د کلیو ترڅنګ د غزني په مرکز کې هم په مکتونو او لیسو کې ځای پر ځای دي، نو د میرویس په نوم یو ځوان وايي په داسې لیسه کې یې زدکړې کولې چې نظامیانو په کې وطاق جوړ کړی او طالبانو به ورباندې بریدونه کول، دا لیسه اوس هم په همدغه حال مخ ته وړل کیږيم، هغه زیاته کړه: د نجونو برخه یې ځکه فلج شوه چې د وسله والو طالبانو له لورې ورباندې د بریدونو له ویرې او ناخونديتوب له امله هغوی په کې درسونو ویلو ته زړه نه ښه کوي.
د افغان ملي اردو، ملي پولیسو او نورو ځواکونو سرتیري چې له شاوخوا څلور پنځو حتی له تیرو اتو،کلونو څخه له دغه لیسو څخه پوځي کار اخلي نو په غزني کې د ښوونې او روزنې ریس محمدعابد عابد وايي: له نظامي افسرانو سره یې خبرې کړې دي چې دغه لیسې خالي کړي، ترڅو ماشومان ورڅخه د زدکړې په برخه کې کار واخلي.
د واغظ ولسوالۍ د قلعه (محمدخان) په عالي لیسه کې له ۱۳۸۱یم کال، د ګیرو ولسوالۍ په (اسدالله خادم)، د اب بند ولسوالۍ د (لنډه خیل)، د غزني ښار په حیدراباد کې د (لیسه نسوان) حیدراباد، د غزني ښار په مرکز کې د (لیسه نسوان خاک غریبا) په ګډون د اندړو په کوټه سنګي خانې بابا کلي کې متوسطه انصاري له ۱۳۸۶یم کال څخه امنیتي سرتیرو لاندې کړې دي چې تراوسه پورې په کې د زدکړو پر ځای د امنیتي سرتیرو او وسله والو طالبانو جګړې کیږي.
په لیسو او مکتونو کې د نظامي کسانو اوسیدل نه یواځې چې په غزني، بلکې په څنګلوریو ولایتو او د ټول هیواد په هغه سیمو کې ترسترګو کیږي چې وسله وال په کې په جګړو او فعالیتونو بوخت دي، چې دا د هیواد د ماشومانو پر حقوقو او راتلوونکي باندې تیری بلل کيږي.