خبریاله: زلفانه – غزني ولايت اړوند د ګېرو ولسوالي د ديسي کلي ته څېرمه د غره په ډډه د مرڅلې چينه کې د قېمتي ډبرو کان موندل شوی چې دا مهال د طالبانو له لوري په پيره ساتل کېږي.

که څه هم په دې وروستیو کې د واغظ ولسوالي اړوند د رڼاخېلود سیمې په تور کلي کې هم د يوه کان د موندنې او کيندنې خبر تر رسنيو رسېدلی و، خو تر اوسه هم د دولت له لوري کوم په دغه کان کې د ځپلسرو کیندونو د مخنیوي لپاره کوم اقدام نه دی شوی. د سیمې د خلکو په وينا تر دا مهاله په ياد کان کار روان دی.

په ګېرو ولسوالي کې هم د دغه کان د موندنې خبر په داسې وخت کې تر لاسه کېږي چې د شاهدانو په خبره د دیسي د سیمې خلکو يو تن، چې د کندهار ولايت اوسېدونکی و او په ياده سیمه کې یې کيندنې کولې، له کیندنو راګرځولی دی.

کله چې خبره تر طالبانو ورسېدله، نو طالبان لاس په کار شول او د مرڅلې چينې ته يې د خلکو په تلو بنديز ولګاوه.

د ديسي د ځينو اوسېدونکو په وینا له تېرو شلو ورځو راهيسې په ياده سیمه کې د طالبانو منظمې پېرې لیدل کېږي او هيڅوک نه شي کولی چې د کان ساحه له نژدې وويني.

د خلکو په خبره که چېرته په دې سيمه کې دولت خپل حضور پياوړی کړي او د خپلسرو کيندنو مخه ونيسي، يو به د دغه کان قېمتې ډبرې په غير قانوني توګه په ارزانه قېمت د پاکستانيو سوداګرو لاس ته نه ورځي، بل به د سيمې زیات شمېر ځوانان په دغه کان کې د وزګار څښتنان شي.

خو دا هغه مهال شوني ده چې په ياده سيمه کې دولت خپل واک وغځوي او هلته خپل دايمې حضور ثابت کړي.

ګېرو د غزني له ولايت څخه سويل ختيځ ته په پنځه شپېته کيلومترۍ کۍ پرته ولسوالي ده چې له پکتيکا ولايت سره ګډه پوله لري. دیسی د يادې ولسوالي سرحدي کلی دی چې د پکتيکا له یوسف خېلو ولسوالي سره ګډه پوله لري.

په وروستیو کې د افغانستان په ګڼو سیمو کې خلکو شکایت کړی چې پاکستاني اتباع د دولت له وسله والو مخالفانو سره یوځای د کانونو پر کیندونو بوخت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *