د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۳/سنبله۱۳
د غزني ولایت مقام د معلوماتو له مخې د پنج شنبې ورځې د سهار پر شپږ نیمو بجو ګڼ شمېر ترهګرو له چاودیدوونکو توکو د ډکو موټر سره د غزني ولایت پر امنیتي او ملکي بنسټونو برید وکړ. برید له چاودنو او مخامخ نښتو سره ملګری و. په برید کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه امنیتي سرتېري شهید او ۷تنه نور ټپیان شوي دي. په برید کې همدا راز ۱ تن ملکي کس شهید شوی او تر ۶۰ شپېتو تنو ډېر ټپیان شوي دي. په برید کې د اطلاعو او کلتور، ولایت مقام او امنیتي ادارو یو شمېر ودانۍ او شاوخوا کورونه زیانمن شوي دي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، دا برید د افغانستان د ملي ټیکاو د ګواښلو لپاره، د سیمې د مغرضو کړیو د ژورې اجنډا برخه بولي او په تر ټولو سختو ټکو یې غندي. دا اداره باور لري، چې د افغانستان امنیتي- دفاعي ځواکونه، د حکومتولۍ فعال بنسټونه او ژوندی ولس به د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ثبات د ګواښلو هر ډول تلاشونه شنډ کړي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره، د شهیدانو له کورنیو سره په دې غم کې ځان شریک بولي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي. دې ادارې د غزني سیمه ییزو چارواکو ته هدایت کړی، چې د ټپیانو د روغتیا لپاره له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې، د یادې پېښې د زیانونو د څېړنې په هدف یوه لوړ پوړي پلاوي ته دنده سپارلې، چې ډېر ژر غزني ته سفر وکړي او د پېښې د زیانونو دقیقه ارزونه وکړي. د سیمه ییزو اورګانونو اداره به د لازمو مرستو او همکاریو د جلب لپاره، په پېښه کې د اوښتو زیانونو راپور د جمهوري ریاست له عالي مقام او نورو اړوندو ادارو سره شریک کړي.