ده یک ولسوالۍ کې ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
شنبه ۱۳/۷/۱۳۹۸
د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړوند د تاسنګ سیمي په باغونو کې نن سهار وختي ځانګړو افغان ځواکونو د وسله والو د ځپلو په موخه چاڼیز عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې تر اوسه نهه(۹) وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه (۵)
تنه ټپیان شوي دي.
په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان ندی اوښتی او عملیات اوس هم روان دي.

په مقر کې د ولسي پاڅون پر پوستي موټر بمب چاودنه 
شنبه ۱۳/۷/۱۳۹۸
د مقر ولسوالۍ اړوند د چهارده په سیمه کې بیګاه شپه وسله والو پلان درلود څو د ولسي پاڅون پر یوي پوستي له چاودیدونکو توکو د ډک ټونس ډوله موټر پر مټ برید ترسره کړي خو د مخکنیو اپراتیفي معلوماتو پر بنسټ د پاڅون وسله والو لازم تدابیر نیولي او کله چې تیره شپه شاوخوا (۱:۳۰) بجه یاد موټر ساحي ته نیږدي شو د پاڅون کوونکو لخوا په نښه شو چې د چاودني له کبله یې څلور تنه پاڅون کوونکي ټپیان شوي او د پوستي یوه برخه یې چې خټین کور وو نړیدلي، خو له نیکه مرغه نور چاته پکي زیان ندی اوښتی.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *