تاند – د راپورونو له مخې د غزني په اندړ ولسوالي کې هغه کس خلکو وژلی چې په ریموټ کنټرول یې د یکشنبې په مازدیګر د وراوالو موټر والوزاوه.
په دې پیښه کې ۱۸ ملکیان ووژل شول چې ۱۴ یې ښځې وې. دې چاودنې ۵ تنه ټپیان کړې هم دي.
پژواک اژانس ته په اندړ ولسوالي کې قومي مشر هیبت شاه ویلي دي چې تر چاودنې وروسته خلکو په یو باغ کې یو کس له ریموټ کنټرول سره ونیو او په ویر اخته خلکو په وهلو ډبولو دغه سړی وواژه.
په پنځو ژوبلو شویو کې د دریو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
بل لورته تاند خبر ترلاسه کړی دی چې نن دوشنبې په مقر ولسوالي کې د دې چاودنې په غندنه ولسي خلک راټول شوي دي او مظاهره یې کړې ده. مظاهره کوونکو چې د پاکستان پرضد شعارونه ورکول د اختر د لومړۍ ورځې پیښه هم وغندله چې له امله یې په لوګر کې د جومات په منځ کې د لوګر والي ارسلا جمال ووژل شو.
تر دې مخکې په کونړ، پروان او هرات کې هم مظاهرې شوې وې او په لوګر کې یې د جومات دننه چاودنه غندلې وه.
په تیرو دوولسو کلونو کې چې د طالبانو رژیم نسکوره شوی دی دا لومړی ځل دی چې په څو ولایتونو کې عوامو د طالبانو پرضد لاریونونه کړې دي او د دوی چاودنې یې غندلې دي.
حال دا دی چې پخوا د بهرنیو پوخیانو له لوري د ملکي تلفاتو پرضد اعتراضونه کېدل خو د طالبانو د جنایتونو په وړاندې خلکو خولې پټې کړې وې.
د ملګروملتو له شمېرنو سره سم تر اتیا فیصده زیات ملکیان د طالبانو په ماینونو، ځانمرګو بریدونو او نورو حملو کې وژل کېږي.
الله دي شهيدانو ته جنت فردوس وركري او دپنجاب مزدوران دي الله په خپل قهر اخته كري (أمين
یو شاعر ورور وایی :
دا غليم رانه د سر پښتانه وژني
د کابل او پيښور پښتانه وژني
نه پوهيږم چې کافر که مسلمان دى
په روژه او په اختر پښتانه وژني
کله وايې چې پخلا يې کړه خفه دي
خو بيا کله مرور پښتانه وژني
هيڅ يې زړه ورباندي سوړ نه شو خاونده !
هر بيګاه او هر سحر پښتانه وژني
واه درمله ! اوس د تورو پاچاهي شوه
چې ځلانده لکه لمر پښتنانه وژني
( یو بل شاعر بیا وایی )
هسي مېنه مي تالا ده چي پښتون یم
بس همدا زما ګناه ده چي پښتون یم
دبل چا وینه د سرو زرو په بیه
خوزما وینه وړیا ده چي پښتون یم
هر چي بل ئې هست و نیست په غینمت وړي
هغه چاره نن په ماده چي پښتون یم
ماشومان مي په بمونو باندي وژني
په ما جوړه کربلا ده چي پښتون یم
ما په زوره دخپل کورکلي څه باسي
وائې همدغه دي سزا ده چي پښتون یم
خ . ه . حیدري
الله (ج ) دی ددی خدای بښلی شهیدانو کورنیو ته جمیل صبر ور په برخه کړی ، او دا د امریکا ، انگلیس او پاکستان ( آی اس آی ) نماینده گان دی خدای په داسی رنځ اخته کړی چی نه ومری او نه روغ شی.
امین
الله ج دی د شهیدانو ته جنت فردوس نصیب کړی او شهیدانو کورنی ته دی الله صبر ورکړی او د الله تعالی څخه د پاکستان او امریکای ایجنټان تباه او برباد او شرمنده غواړم. او الله تعالی دی وشرموی. امین