د غزني ښار په سلګونو ځوانانو، د مدني ټولنو غړو، د ولايتي شورا د ځينو استازو سره يو ځای د مرکزي دولت د وروستيو بدلونونو په غبرګون کې لاریون تر سره کړ.

نژدې شپږ میاشتې وړاندې د ولسشمر په حکم انجنير نصيرااحمد ليليزی د غزني ښاروال په توګه مقرر شو، ځينو د ګوتو په شمېر تاجک اشخاصو د ولسمشر حکم وننګاوه او د ښاروالي دولتي ودانۍ يې محاصره او د انجنير نصير ااحمد ليليزي په وړاندې د احتجاج غږ پورته کړ او د ښاروالي چوکۍ يې د خپل قوم حق باله.

هغه مهال هم د غزني په زرګونو اوسېدونکو د ولسمشر د حکم تطبیق غوښتی او خپلو لاریون ته يې دوام ورکړ، چې په پایله کې دری ځلې لوړپوړی هيت د يادې موضوع د څېړلو په موخه غزني ښار ته راغی.

د اجرايه ریاست لومړي مرستيال انجنير محمد خان د يوې پټې تر سره شوې معاملې په ترڅ کې د غزني پخوانی ښاروال فریدون احمدي بېرته په خپله دنده وګمارل او معامله د ولايت پر چوکۍ تر سره شوه، انجنير کريم متين چې تر دې وړاندې د پکتيکا والي و، د غزني د نوي والي په توګه پر دنده وټاکل شو.

تېره ورځ د والي متين له لوري انجنير فریدون چې د ځکمو په غصب او فساد کې لاس لري، د ښاروال په حيث معرفي شو.

په غزني کې کليوال ملګري ټولنې د غزني له سیمه ايزې ادارې سره د اړيکو د پرېکون اعلان کړی دی، نن د غزني ښار د پراخو لاريونونو شاهد دی، لاريونوال ګواښ کوي، چې که يې مرکزي دولت د دوی غوښتنې ته مثبت ځواب ونه ويل تر هغو به خپلو سوله ايزو لاریونونو ته دوام ورکوي.

باید يادونه وکړو، چې د تېر لاریون شعار هم د ښاروالي د موضوع په اړه و، خو دا چې ځينو خود غرضه کسانو خپلو شخصي ګټو ته پکې لومړيتوب ورکړل او د ځمکو غاصب يې يو ځل بیا د غزني په خلکو ښاروال مقرر کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *