تاند- د غزني د «قلعت الغزنین» یو تاریخي برج، چې وروستیو ورښتونو زیانمن کړی و، نن /سې شنبه/ ونړېد.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس بشیر محمدي وویل چې د بارانونو ترڅنګ په وروستیو جګړو کې یوه ګولۍ د قلعت الغزنین پر برجونو لګېدلې وه او همداراز دغو برجونو ته نژدې د باري موټرو تګ راتګ د هغو دېوالونو ته زیان اړولی و.

د محمدي په وینا وروستیو بارانونو دا کلا ونړوله.

غزني د افغانستان او سیمې یو تاریخي ښار دی خو د وروستیو څو لسیزو د جګړو په ترڅ کې د افغانستان د نورو سیمو په شان د دې ولایت ګڼ تاریخي اثار ویجاړ شوي یا زیانمن شوي او ډېر نور لوټ شوي دي.

په دې ولایت کې د سلطان محمود غزنوي، حکیم سنايي غزنوي او سبکتګین مقبرې او دغه راز د سردار غونډۍ او ګڼ نور تاریخي ځایونه شته.

غزني د لرغونو اثارو د لرلو له کبله په ۲۰۱۳ م کال د نړۍ د اسلامي ثقافت مرکز ونومول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *