د فلسطین د غزي په تراړه کې د مظلومو فلسلطینانو دقربانیو رنګ ، چې د اسراییلو په څیر د نړۍ څلورم نظامي زبرځواک یی په ګونډو کړ   او دې ته یی اړ  کړ چې د فلسطینیانو ټولې هغه غوښتنې  و مني چې په دې تیرو اتو کلونو کې یی ترې سترګې پټولې .دغزي تړانګه په مکمله توګه داسراییلو په غیږ کې پاته شوې ده . هغه وخت چې اسراییلو د نړیوال استکبار په مرسته د فلسطینانو په زمکو ولکه وکړه او دا ولکه د فلسطین د لاسپوڅي رژیم د بې کفایتیو له مخې  ورځ په ورخ را غځیده ان تر دې چې هر کال به اسراییلو دفلسطیینانو کورونه له منځه وړل او خپله لیکه به یی د شلو او دیرشو کیلومترو  په شاوخوا کې دفلسطین په پاته خاوره د ولکې کولو له پاره را غځوله ، خو د غزي په دې تړانګه کې دحماس په نامه یو اسلامي جهادي غورزنګ پیل شو. ددې غورزنګ مشر په داسې حال کې چې د وجود نه معذور و د اسراییلو له خوا په شهادت ورسید . دغه غورزنګ  په لمړیو کې خپل غړي او دغزي ولس دې ته تشویقاوه چې دتیږو په ویشتلو داسراییلي عسکرو د مخنیوي په لار کې خنډونه پیدا کړي . اسرايیلو چې په ټول فلسطین باندي د کرار کرار مرګوني او ساه خپه کونکې ولکې هڅې کولې د غزي دغه غورزنګ  یی دخپل ځان اودخپلو اهدافو په مخکې یو ستر خنډ وګاڼه او ددې غورزنګ د ځپلو له پاره یی لاس وپښې را بډ وهلې .امریکااو انګلیس چې داسراییلو اصلي مربیان دې، اسراییلو ته مشوره ورکړه چې د حماس غورزنګ  له پښو و غورځوي . اسراییلو هم له  یوه اړخه  د فلسطین غربي برخه او د فلسطین د بلواکه مشر محمود عباس سره دخبرو اترو لړۍ پیل کړه ، او دبله اړخه  یی د غزې په تړانګه باندی دخپل قهرولو طیارو ، توپونو ، بحري ځواکونو او …له اړخه پراخې بمبارۍ پیل کړې . په دې جنګونو کې د اسراییلو سره عباس او دهغه ډله هم ورګډوه وه .

په ۲۰۰۶ کال ، هغه وخت چې په فلسطین کې د فلسطین د رئیس او حکومت له پاره ټولټاکنې وشوې نو په دغو ټولټاکنو کې ، په داسې حال کې چې محمودعباس د ولسمشر په څیر و ټاکل شو ، د پارلمان ډیره کي غړی د حماس دګوند څخه بریالي شول . په دې توګه د حماس له خوا دمحمود عباس تر مشرۍ لاندې حکومت جوړ کړل شو . خو دغه حکومت، په داسې حال کې چې پوره ولسی ملاتړ یی درلود د  امریکا ، یهودو ، انګلیسانو او ….له خوا  مسترد کړل شو . اوپخپله محمود عباس یی هم په دې خاطر مخالفت وکړ چې د حماس ګوند حاضر نه و او اوس هم نه دې چې د اسراییلو غاصب رژیم اودهغوې له اړخه د فلسطینانو غصب کړل شوې زمکه  په رسمیت وپيژني .

همدا علت و چې دغزي تړانګه د ازادو رایو په واسطه د جوړکړل شوي حکومت د قانونیت  څخه بې برخې کړل شوه او دهمغه وخته د اسراییلو اوبین المللي امپریالیزم تر سختې  حملي لاندې راغله .سخته کلابنده کړل شوه او د ورځني ژوند هر څه پرې  بند کړل شول . دا هر څه د یهودو او د یهود شکله مسلمانو له اړخه په دې خاطر تر سره شول  چې دغزي خلک مجبور شي د حماس په  منتخب  حکومت فشار راوړي تر څو داسراییلو غوښتنو ته تسلیم شي او د اسراییلو په دغه غصب   دمحمود عباس په څیر سترګي پټي کړي . په دې ټوله معامله کې ورسره د مصر مستبد ، ظالم ، عسکری خونړې رژیم او مشران یی شریک وو. حسني مبارک چې په مصر یی نژدې دیرش کاله د ټوپک له لارې حکومت وکړ د اسراییلو سره  دغزي د تړانګي په  له منځه وړلو اوپه مکمله توګه د اسراییلو  په واک د ورکولو له پاره داسراییلو کلک ملګري و . ددې نه مخته دمصر درژیم عسکري مشر انوارسادات  داسراییلو سره  د امریکا ولسمشر جیمي کارتر په شتون او د فلسطین د مشریاسرعرفات  په موجودیت کې دکامپ دیوید تړون  لاسلیک کړ  او اسراییلو ته یی دفلسطین په خاوره د مشروع غصب له پاره لاره پرانسته .

فلسطینانو یواځي یوکال درلود چې به هغې کې دراحت ساه  واخلي اوهغه د ۲۰۱۱کال دمصري ټولټاکنو په پایلو کې  د ټاکل شوي ډاکتر محمدمرسي د حکومت  دوران و. هغه د فلسطینانو تر څنګ  ولاړ و  او اوس هم  په داسې حال کې چې السیسي د یهودمنشه کودتاي غاصب  رژیم له اړخه  د  زندان دتورو دروازو تر شا پروت دې ، د فلسطین د ازادۍ شعار ورکوي او دغزی د مجاهدینو څخه په څرګنده توګه ملاتړ کوي .

دالسییي خونړي رژیم چې د واک ته درسیدو په خاطر یی تر لسو زرو  زیات معصوم ، بې وسلې ، سوله ایزه  مظاهرین په وینو و لمبول او په لسګونو زره نوریی  یا زخمیان کړل او یا یی هم د زندان تورو دروازو ته  ور ټیل وهل ،  د مصر دمبارک درژیم په څیریی د غزې د مظلوم ولس تر مخه  خپله یواځنۍ پوله  و تړله او د جنګ زخمیانو ته یی اجازه ورنه  کړه چې د تداوۍ اوعلاج په خاطر مصر ته او یا هم بیروني  نړۍ ته لاره پیدا کړي .

د غزي ترړانګه نژدې دنهو کالو راهیسي تر مکملي کلابندۍ لاندې وه ، دغزي خلکو اجازه نه درلوده د اسراییلو ښارونو ته دکار او کسب له پاره ورشي اویا هم خپل زراعتي محصولات د اسرائیلو مارکیټونو ته ورسوي ،د تعمیراتو وسایل ، خوراکي توکي ، درمل او د ژوندانه نور اړین  مواد پرې بند و . د اسراییلو سره  ټولې پولي یی تړلې وې ،  تر څنګ یی د ماهیانو دنیولو او ښکار له پاره یواځي درې کیلومتره ساحه ورکړي وه.

په دغه دوران کې د اسراییلو او مصري یهودي رژیم  د توقعاتو او هیلو پرخلاف  د غزې خلکو د حماس د ګوند سره خپل کلک ملاتړ  اعلان کړ ، ټولې سختې یی تیرې کړې خو  دغلامۍ او ذلت څخه یی ځان و ژغوره ، دخپلو ورځنیو اړتیاو په خاطر یی د زمکې لاندې تونلونه وویستل تر څو دمصر څخه خپل ورځنې اړتیاوې دغسې پوره کړي . تر څڼګ یی په نظامي سطحه کې هم پوره پوره پرمختګ  وکړ او خپل جنګي وسایل یی پخپله په خپلو کورنو کې جوړ کړل او ددشمن مقابلې ته یی ور ودانګل .

د ۲۰۱۲کال په جنګ کې اسراییلو هم دپوره وحشت  نه کار واخست او په ملکي خلکو یی بمبارۍ وکړې ، په سلګونو کسان یی شهیدان ، په زرګونو زخمیان  او سلګونو زره یی بې کوره کړل. هغه وخت  هم  دغزي مجاهدینو دخپلو ړندو راکټونو په واسطه حماسې و زیږولې ، مجاهدینو یی په خپلو وینو د اسراییلو د ټانکونو پرمختګ تم کړ او اسراییل ناکامه او نامراده  بیرته ستانه شول . تر څنګ یی دمصر د محمد مرسي  نظام هم د غزې ترڅنګ و درید ، دهغوې له پاره یی نه یواځي خپله پوله خلاصه کړه بلکه دمصر ټولې شفاخانې یی دهغوې دعلاج اومعالجې له پاره پرانستې پریښودې ..

اما د ۲۰۱۴کال اوسنې جنګ  چې د جولاې  په اومه پیل شوې و او نژدې ۵۰ ورځي یی دوام وکړاو د اسرایلو او دغزي دمجاهدینو تر منځ تر ټولو اوږود ګڼل کیږي ، د غزي ولس په ډیر سخت ازمیښت کې را ښکیل کړې و.

په دې اوږود جنګ کې د غزې دتړانګې د مجاهدینو سره د الله تعالي او دخپل ولس پرته دهیچا مرسته او کومک  و نه کړل شو. بلکه برعکس ، مصر، سعودې او اماراتو په څرګنده توګه داسراییلو مالي او نظامي ملاتړ وکړ . ددې هیوادو ارزو داوه چې په هره توګه چې  شوني وي دغزی مجاهدین باید و ځپل شي . او دحماس اسلامي غورزنګ چې د اخوان المسلیمن دبین المللي تحریک یوه برخه ده له منځه ولاړ شي ، نظامي او سیاسي ځواک یی ورختم کړل شي اودغه لږه ټوټه زمکه هم  نیغ  په  نیغه  د اسراییلو دملکیت لاندې راوړل شي .

ددې اوږود  جنګ په دوران کې مصر خپله پوله په مکمله توګه  و تړله ،  او نه یواځي داچې د غزې د جنګ ځپلو زخمیانو او ناروغانو له پاره یی لاره  ورنه کړه بلکه برعکس یی  د بین المللي طبي او انساني مرستو مخه هم ډپ کړه ، ډاکترانو ، نرسانو او ادویه سازانو ته اجازه نه وه چې غزې ته د مصر له لارې  مرسته ورسوي ، همغه اسراییل چې له یوه اړخه یی غزه تر سختې وحشي بمباریو لاندې نیولې وه د بله اړخه یی  ډاکترانو ته جازه ورکوله تر څو دهغوې دشرایطو سره سم غزې ته ولاړ شی . په دې اړه  نارویژي ډاکټرانو او خبرنګارانو د نورو تر څنګ  پوره اتلوالې و ښود . د عربو حاکمو رژیمو مسؤلینو  یوه خوله هم دغزي دمظلوم مسلمان ولس  سره د همدردۍ له پاره خلاصه نه کړه . بلکه برعکس یی خپل ړانده مفتیان وګمارل تر څو دغزې د اسلامي غورزنګ د حماس ګوند په دې ملامت کړي چې د اسراییلو سره په جګړو یی خپل ولس دمرګوني حالت سره مخا مخ کړې دي .

په خپله  اسراییلو په بیا بیا دا خبره ډاګیزه کړه چې د اوسني جنګ ټول مصارف یی سعودي او اماراتو په اوږو اخیستي.  ددې ترڅنګ د مصر تلویزونو هم د نورو عربي هیوادو په څیر دا خبره  غبرګوله چې دحماس غورزنګ باید و ځپل شی ، هغوې دمصر دفوځ  نه غوښتل  چې داسراییلو سره همکاري وکړي او ددې لورې په غزې باندی حمله وکړي تر څو د حماس د غورزنګ دغه حماسې له منځه یوسي  او دا جنګ دتل  له پاره خاموشه کړي . ان تر دې چې دې تلویزونو دا تبیلغات  هم کول چې د  اسراییلو شریف ولس د حماس د ړندو راکټونو لاندې دې ، دوې ویل مونږ د اسرایلو دشریف ولس څخه بښنه غواړو  چې   د حماس له اړخه په دغسې بد حالت کې را ښکیل شوي دی.

اسراییلي پارلماني غړو هم په ډاګیزه توګه  د فلسطینې کوچنیانو او میندو د بې رحمانه وژلو په اړه ویل چې همدغه میندي یی وژنئ ځکه همدوې دي چې دغسې بچې زیږوي اوبیا ورته د ګلونو هار په غاړه کوی او د اسراییلو سره یی د جنګ په لور را لیږي . د اسراییلو ډیرو صهیونیستي سیاستپوهانو همدا نظر درلود  او ددوې ددغه نظر سره د مصري میډیا یو ځآې والي او دغزې د معصومو وګړو په وژلو کې دهغوې ملاتړ که د یهودو نه زیات  نه و نو کم خو بلکل نه و.

د اسرائیلو سره مرستې :

د اسراییلو سره چې په دې ۵۰ ورځني تباه کونکې او اسراییلو ته رسواکونکي  جنګ کې کومو هیوادونو مرسته کړي دهغې په اړه د «هارتس » عبري یهودي ورځپاڼه لیکي چې : دهغو هیوادونو نومونه چې  د غزې دنظامي عملیاتو په دوران کې یی د اسراییلو د فوځ  سره مرسته کړې او د ۱۸ لکو غزې اوسیدونکو د له منځه وړلو له پاره په دغو  پنځوسو پرلپسې ورځو کې یی اسراییلو ته خپل دمرستې لاس را غّځولې  په لاندې ډول دي :

1-اوکراین ، چې همدا اوس د روسانو سره په شخړه کې ډوب دې د اسراییلو د فوځ سره ۱۹۳ میله  Aigla( SA-16نومې راکټ ، ۳۲ ستر ستر بمونه ،   BM-21 دوه بم اچونکې او راکټ غورځونکې  ( ستريلا (SA-7 ) راکټونه .

2-بلغاریه :  اشغالي عسکرو ته د جنګ په دې مهم پړاو کې د ۱۳۰ ملي مترې توپخانې شپږ سیستمونه په واک کې ورکړي دي
–  -آلمان: دغه اشغالي عسکر د شپږو د بحر لاندې (دلفین ) نومي بیړیو په ورکولو سره مرسته کړې ده ، دهمدې بحر لاندي بیړیو څخه یی درې همدا اوس دغزې په خلاف د اسراییلو دفوځ په واک کې دي او درې نور به یی ددې کال تر پایه ور کړل شي .

3-انګلیس : د اسراییلو اشغالګر فوځ سره د  لاسي وسایلو تر څنګ د بې پیلوټه (هرمس) الوتکو مرسته کړي  –

4– اسپانیا : د یهودو د بیرحمه فوځ سره د راکټي سیستم مهمې برخې ، خوشه یی بمونه ، اود (الکترو Obti)په نامه  نور الکتروني تجهیزات  ورکړي .
– ایتالیا : اشغالي فوځ ته    د ۳۰ بمبارد طیارو د ورکولو وړاندیز کړې

5–د چک حمهوریت : د اشغالي صیهوني فوځ سره د TOCHKA دتاکتیکي میزایلو  مرسته کړې  ددې ترحنګ یی ورسره د ۵۴۴ میلیونه ډالرو نظامي نوره مرسته او د ۸۴۶ میلونه ګیلنه   د جیټ بمبارد طیارو سون د موادو مرسته کړې .

6- – متحده ایالات : د اشغالي عسکرو سره د ۱۹ ایف ۳۵ هوایی بمبار طیارو مرسته اعلان کړې چې دغه  هوایی جهازونه به ورته په ۲۰۱۶ کال کې حواله کړی  ددې بمبارد طیارو قیمت  دوه اعشاریه اوه میلیارده ډالر کیږي ، دا مرسته دهغو نه علاوه ده چې هر کال یی امریکایان د یهودو سره کوي . همدا راز امریکایانو د جنګ په همغو لمړیو شیبو کې د یهودو سره ۲۵۰ میلیونه ډالر نغدې سملاسي مرسته او په سلګونومیلیونو ډالرو نظامي عاجلې مرسته وکړې .   او …..

 د غزې سره مرستې :

د ترکیی او قطر پرته  نورو ټولو اسلامي هیوادو د غزې د له منځه وړلو له پاره داسراییلو ملاتړ وکړ .  یواځي د ترکیی ولسمشر طیب اردګان او دهغه  ګوند او نظام  په کلکه  داسراییلو تیرې و غنده ، خو دمرستو کولو هیڅ لار یی    نه درلوده ، تر څنګ یی د قطر هیواد هم په پوره میړانه د غزې د مظلوم ولس سیاسي او معنوي  ملاتړ وکړ .

ددې تر څنګ د نړۍ اسلامي ګوندونو او نړیوالو انساني حقوقي تنظیمونو د غزې سره  هر ډول ملاتړ وکړ او ددې ملاتړ د څرګندولو له پاره یی   سوله ایز  لاریونونه په لار  واچول.

د هیواد داسلامي ګوندونو څخه یواځي حزب اسلامي و چې د  غزې دخلکو سره یی خپله همغږي وکړه او په دې لړ کې دحزب امیر محترم حکمتیار په خپله اعلامیه کې وویل چې :

د غزې سرلوړو او مؤمنو مجاهدينو ته يو ځل بيا سلام
ټول مسلمانان د غزې له مظلومانو دفاع ته تيار دي
خو د دوى لار تړل شوې او وزرونه ئې سوزول شوي
غزه يو ځل بيا په اور كي سوزي، شپه او ورځ بمونه او راكټونه پرې ورېږي، هر لوري ته د مظلومو فلسطينيانو ويني بهېږي، په يوې مياشت كي تر دوه زره زيات مظلوم فلسطينيان ووژل شول او تر لس زره زيات زخمي او په خپلو وينو كي ورغړېدل، ټول هغه كفري ځواكونه چي پر افغانستان او عراق ئې د صليبي ځواكونو د بريد ملاتړ وكړ نن پر مظلوم فلسطين د صهيونيستانو د وحشيانه بريد ملاتړ كوي، د اسلامي هېوادو بدضمير او بې مروت حكام يا ساكت دي، يا ئې د منافقت لاره غوره كړې، په ظاهر كي تېرى غندي خو په عمل كي ئې حالت داسي دئ چي دښمن په ډاډه زړه او خلاص لاس د مظلومو فلسطينيانو وژلو ته ادامه وركوي او له دغو هېوادو د هيڅ ډول عكس العمل اندېښنه نه لري.
تهران د فلسطينيانو د حمايت چيغي وهي، د لبناني حزب الله له لاري د صهيونيستانو په خلاف د خولې ډزي كوي، خو په عمل كي له فلسطينيانو سره د مرستي پر ځاى عراق او سوريې ته شيعه جنگيالي لېږي چي له سنيانو سره وجنگېږي، د فلسطين په اړه دا بهانه وړاندي كوي چي د فلسطينيانو گاونډ عرب هېوادونه لار نه وركوي، خو دا په پشپړه توگه يوه دروغجنه بهانه ده، كه دوى په رښتيا له فلسطينيانو سره خواخوږي لري نو د سوريې له لاري دي د اسرائيل په خلاف څه وكړي، سوريې ته تللي ايراني جنگيالي دي د سني مسلمانانو پر ځاى له يهودانو سره وجنگېږي، د حزب الله مزدوري ډلي ته دي امر وكړي چي د اسرائيل لوري ته څو راكټي وتوغوي، دا په زرگونو راكټي چي ايران او سوريې حزب الله ته وركړي د كومي ورځي لپاره دي؟!! افغاني او عراقي شيعه وو ته دي ووايي چي لږ تر لږه دومره دي وكړي چي د امريكايانو له ملگرتيا لاس واخلي!

فلسطيني مجاهدينو ته وايو:
په الله تعالى توكل وكړئ، پر غزې د صهيونيستانو له تېري وېره مه لرئ، د افغاني او عراقي مجاهدينو لار غوره كړئ، إن شاء الله په دې سره كولى شئ دوى له همغه برخليك سره مخامخ كړئ چي شوروي اتحاد مخكي په افغانستان كي ورسره مخامخ شو او امريكا ورپسې په افغانستان او عراق كي نن ورسره مخامخ ده، د فلسطين د آزادۍ لار جهاد دئ، له الله تعالى پرته له هيچا طمعه مه لرئ، پر اسلامي هېوادونو داسي حكام مسلط دي چي كه د مجاهدينو په ضد د امريكايانو مرسته ونه كړي نو د مجاهدينو مرسته خو په هيڅ توگه نه كوي، دوى د واشنگټن په قومنده حتى د خپلو ولسونو په ضد جنگېږي، د مصر اوسنى ذليل فرعون (جنرال سيسي) ئې بربنډ مثال دئ، په دغو حكامو كي ځينو د واشنگټن په امر د افغان جهاد ملاتړ كاوو؛ خو كله چي امريكايانو د مجاهدينو په ضد له روسانو سره لاس يو كړ نو همدغه حكام ول چي د جهاد او مجاهدينو په ضد هر څه كولو ته چمتو شول.
فلسطيني مجاهدينو ته وايو چي پر ايران اعتماد مه كوئ، ايران د تاريخ په اوږدو كي تل د اسلامي امت په ضد له دښمنانو سره ملگرتيا كړې، دا د دوست په جامه كي خطرناك كورنى دښمن دئ، مسلمانان له شا په خنجر وهي، ايران د افغاني مجاهدينو په ضد هم له روسانو او كمونيستانو سره لاس يو كړ او هم ئې له صليبي ځواكونو سره د افغانستان په نيولو كي مرسته وكړه، د عراق په نيولو كي ئې هم له امريكا سره لاس يو كړ، دا دئ نن ئې عراق او سوريې ته جنگيالي لېږلي، په عراق كي له امريكايانو سره يو ځاى او اوږه په اوږه د سنيانو په ضد جنگېږي، په سوريه كي د بشارالاسد د بعثي او مرتد حكومت مرسته كوي، په عراق او سوريه كي د ايرانيانو او د ايران پلوه شيعه ډلو په لاس دومره مسلمانان وژل شوي چي امريكايانو نه دي وژلي، په سلگونو عراقي علماء او ساينسپوهان د هغو شيعه وو په لاس وژل شوي چي په ايران كي روزل شوي، د صدام حسين د حكومت له نسكورېدو تر نن پوري چي هره ورځ په لسگونو عراقيان په بغداد كي وژل كېږي او مړي ئې په تورو كڅوړو كي د بغداد په لارو كوڅو كي موندل كېږي؛ د لمانځه په وخت كي پر لمانځه ولاړو مسلمانمانو ډزي كوي،… دا ټول د ايرانيانو په امر او د ايران پلوه شيعه ډلو له لوري وژل كېږي.

د نړۍ مسلمانانو ته وايو: بايد په دې كي شك ونه لرو چي دا د مظلومو فلسطينيانو په ضد د تل ابيب جنگ نه دئ؛ بلكي د اسلام په ضد د اسلام د دښمنانو د لوى او پراخ جنگ يوه جبهه ده.

كه عربي هېوادونه د فلسطينيانو د مرستي لپاره ملا وتړي، رضاكارو مجاهدينو ته اجازه وركړي چي د اسرائيل د گاونډيو له لاري فلسطين ته ولاړ شي او د خپلو وروڼو په څنگ كي وجنگېږي نو يقيناً چي په لكونو مجاهدين تيار دي چي فلسطين ته ولاړ شي او له خپلو مظلومو وروڼو دفاع وكړي.

پر غزې او لبنان د صهيونيستانو د بريدونو او په عراق او افغانستان د امريكا د ظالمانه بريد په ارتباط د ملل متحد دريځونو وښوده چي دا د امريكا د جناياتو حامي اداره ده، په هري پېښي كي د مسلمانانو په ضد كارول كېږي. د دې پر ځاى چي پر غزې د صهيونيستانو وحشيانه بريد او د بې دفاع او بې وزلو ملكيانو وژل وغندي؛ د هغه چا په ضد پرېكړي كوي چي د تجاوز قربانيان دي او په وينو كي رغړي.

پر افغانستان او عراق د امريكايانو او پر لبنان او فلسطين د صهيونيستانو د بريدونو پر مهال د اروپايانو مواقفو وښوده چي د اسلام په ضد د دوى دريځ د واشنگټن تابع دئ، همغه څه كوي چي امريكا ئې ترې غواړي.

موږ مطمئن يو چي إن شاء الله افغانستان، عراق، سوريه او فلسطين به په يوه وخت او يو په بل پسي آزادېږي. د هغي ورځي د رارسېدو په هيله
مرگ پر اسرائيل او حاميانو ئې
ژوندي دي وي د فلسطين، عراق، سوريې او افغانستان مجاهدين
رپانده دي وي د اسلام شين بيرغ.
خو دا ملاتړ یواځي یو سیاسي ملاتړ و هغه مادی ملاتړ چې د غزې د مجاهد ولس له پاره ورته اړتیا لیدل کیده هغه نه دهغوې سره شوني و او نه ددې اسلامي ګوندونو او یا دغو دوو هیوادونو تر مخه میسر و .
اوربند:

بین المللي رسنیو د غزې په تراړه کې  د اوربند په اړه  په خپلو تازه خبرونو کې  ویلي دي چې :

د غزې په تراړه کې د اسرائیلیانو او فلسطیني جنګیالیو تر منځ په یوه اوږد مهاله اوربند هوکړه شوې ده.

ملګرو ملتونو د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ تر پنځوس ورځنیو بریدونو وروسته ددغه اوربند هرکلی کړی دی.

وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو هم ددغه اوربند هرکلی کړی و او له دواړو غاړو یې د اوربند د موافقې درناوی غوښتی و.

دغه اوربند به له اوو اونیو روانه جګړه پای ته ورسوي چې تر اوسه په کې تر ۲۲۰۰ ډېر خلک وژل شوي دي.

د اوربند پر سر خبرې د مصر په منځګړتوب په ځايي وخت ماښام ۷ بجې پیل شوې وې.

د حماس مرستیال سیاسي مشر موسی ابو مرزوق وویل چې دغه هوکړه “د مبارزې بریا ده”.

«د حماس داسلامي ګوند ویاند ابوزهري اعلان وكر چي تول يهودان چي همدا اوس په زيرخانو كي د غزي دمجاهدينو د راكټونوڅخه پټ شوي د نتنياهو داعلان په واسطه نه بلكه زمونز د اعلان له مخي خپلو كورونو ته تللي شي»

همدا راز سیاسي کتونکې په دې آند دي چې «دحماس نظامي څانګې القسام د دنیا تر ټولو لوی شیطان صفته او مکار دولت اسرائیل پر خلاف د خپل دقیق او منظم جنګي پلان او ستراتیژۍ په درلودلو نړۍ ته ثابته کړه چې د نړۍ تر ټولو منظم، شعوري، اسلامي او عسکري غورځنګ دی.»

دحماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند متن:

دحماس او اسراییلو ترمنځ بلاخره هغه اوربند چې د غزې دمجاهدینو د شرایطو په اساس ، د یهودو د سختې رسوایی وروسته ، اسراییل او متحدین یی ، دمصر  په ګډون،  دې ته اړ کړل چې اوربند و مني دا مادې په دې لاندې توګه دي :

  • په ۲۰۱۴ کې د بې ګناه وګړو د ارواوو ساتلو په خاطر د مصر په نوښت!!   له دواړو غاړو (اسرائیلو او فلسطین) نه د شامل اوربند غوښتنه شوې، چې په لړ کې به یې د غزې ترانګې او اسرائیلو ترمنځ لارې د بشري مرستو او د بیارغونې د توکو د رسولو لپاره پرانیستل کېږي. د دواړو غاړو ترمنځ به په یوه میاشت کې نامخامخ خبرو ته دوام ورکول کېږي. ( دا هغه شرط و چې اسراییلو یی دمنلو څخه ډه ډه کوله  او دمصرمستبد او خونړې عسکري کودتایی رژیم  یی ترڅنګ کلک ولاړ و)
  • د فلسطیني او اسرائیلي لورو له خوا د اوربند د منلو ترڅنګ، د اوربند د عملي کېدو نېټه د ۲۰۱۴ کال د اګست له ۲۶ پیلېږي. مصر یوځل بیا ټینګار لري چې د ملي، عربي او اقلیمي مسؤولیتونو او جغرافیوي او تاریخي موقعیت پربنسټ، په سیمه کې د سولې او ټیکاو راتلو لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي. مصر د امریکا له خوا په دې اړه هڅې هم ګټورې بولي. ( دا په داسې حال کې چې ددې  جنګ اصلي عامل او مشوق او مصرف ورکونکې هیوادونو کې مصر او یو شمیر عربي هیوادونه   دي ، دوې د اخوان المسلیمن دبین المللي ګوند څخه په ویره کې دي او غواړي ددې غورزنګ دمخنیوي له پاره هر ډول جنایت یی چې دلاسه کیږي تر سره کړي  )

د اسرائیلو حکومتي چارواکو ویلي چې دوی به د غزې کلابندي نرمه کړي چې مرستې او ودانیز مواد لار پېدا کړي.

پر نورو لانجمنو مسلو لکه د اسرائیلو دا غوښتنه چې غزه کې دې جنګیالۍ ډلې بې وسلې شي، به نا مخامخ خبرې په یوه میاشت کې په قاهره کې پیل شي.( دا هغه څه دې چې د حماس ګوند او هلته میشت نور اسلامي ګوندونه یی ناممکن ګڼي او مصر یی د یوې تبلیغاتي حربي په توګه استعمالوي ، دحماس ګوند په دې آند دې چې تر څو چې اسراییل بې وسلې نه کړل شی حماس به هیڅکله هم وسله په زمکه کینږدي. دبله اړخه  حماس خپله وسله پخپله تولیدوي ، دبل کوم بیروني بازار څخه یی نه اخلي  چې پرې یی بندي کړی اویا یی پرې دخامو موادو د ورلیږلو له اړخه بندیز ولګوي ….)

« حماس دغه ورځ د اسلامي تاریخ یوه ځلانده ورځ ګڼلې چې په کې اسلامي نهضتونه او مقاومت یو ځانګړې ځآي پیدا کړي ، په دې ورځ  دشهید عزالدین قسام  نظامي مقاومت  د صهیونستانو د نه ماتیدونکې طلسم جادو ورمات کړ اودهغوې  دنه ماتې خوړلو ستراتیژی یی له منځه یوړه ، او هغوې یی د (کعصف ماکول ) په څیر وګرځول ، دنتییاهو اودهغه د سیاسي نظام ژوند ته یی دپاې ټکې کیښود او دتاریخ ډیر ستر او اوږود جنګ کې یی د اسراییلو دسیاسیونو او نظامیانو پوزه په زمکه راښکوده .  او دتاریخې رسواکونکي ماتې سره یی مخ کړل …»

پر دغه اوربند داسې مهال هوکړه وشوه چې لا هم دواړه غاړې پر یو بل بریدونه کوي.

په وروستیو شېبو کې د غزې له لورې د توغول شويو توغندیو په پایله کې د ایشخول په سیمه کې یو ملکي اسرائیلی وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوې دي.

تر دې وړاندې د سه شنبې پر ورځ د فلسطیني چارواکو په وینا د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ فلسطینيان وژل شوي دي.

د حماس ددغې سترې سوبي په خاطر د حماس دګوند د غړي او د فلسطیني حکومت دبهرنیو چارو مرستیال غازي حماد  وایی چې  د غزې کې خلک دخپلو اتلانو په بریا دخوشحالۍ  جشن لمانځي. هغه وایی چې :

”فکر کوم، موږ ډېر خوشحال یو. موږ ډېر خوش یو، چې اوس موږ کولای شو، د جګړې، تجاوز او زموږ د خلکو پر ضد د اسراییلو د جرمونو ختمولو لپاره خبرې کولای شو، زه ګومان کوم ټول خلک اوس خوشحالي کوي. خلک د بریا احساس کوي، د خوشحالي احساس کوي، د یوالي احساس کوي”.

ښاغلی حماد وايي اوس د سولې د یوه مستقلې موافقې وخت دی:

د حماس مرستیال سیاسي مشر موسی ابو مرزوق وویل چې دغه هوکړه “د مبارزې بریا ده”.

وایی چې : « دحماس اسلامي جنبش د اسراییلو په مقابله کې د قاهرې دموافقي له لارې سترسیاسي او نظامي  برې تر لاسه کړې . دغه برې  صهیونستان دې ته  اړ کړل تر څو دمقاومت غوښتنو ته غاړه کیږدي .د عربو په تاریخ دا لمړۍ ځل دې چې  اسراییل د اسلامي مقاومت ترمخه د خپل امنیت څخه عاجزی څرګندوي ، دا د حماس او اسلامي مقاومت ستره بریا  او د نتنیاهو او اوباما ستره ماتې او رسوایی ده …»

 د ۵۰ ورځو جګړې زیانونه:

  • د غزې ۱.۸ میلیون وګړو کاروبار او بهر ته سفر په ټپه ولاړ و
  • اسرائیلي بریدونو نژدې ۲۱۳۸ فلسطینیان ووژل او تر ۱۱۰۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړل
  • ملګرو ملتونو غزه کې تر ۱۷۰۰۰ د ډېرو کورونو ویجاړېدو خبر ورکړی، چې ۱۰۰۰۰۰ فلسطینیان بې سرپناه پاتې شول
  • د څلورو ولسي اسرائیلیانو په ګډون ۶۴ اسرائیلي پوځيان ووژل شول

د حماس اسلامي ګوند  داوربند د منلو سره سم اعلان وکړ چې :

”موږ نه غواړو اسراییلي ځواکونه د نیواکګرو په څېر پر خپله خاوره، د پولو پر سر، سمندر کې، په هوا کې او یا کوم بل چېرې ووینو. دوی موږ له هر لوري محاصره کړي یو، زه فکر کوم، اوس باید ټوله نړیواله ټولنه په دې وپوهيږي، چې د فلسطینیانو پوښتنو ته ځواب ووايي. زه فکر کوم، نړیواله ټولنه باید وپوهیږي، چې فلسطینیان د یوه هېواد لرلو قابل دي، د ازادۍ قابل دي، د خپلواکۍ قابل دي. دا هغه څه دي، چې موږ ورته اړتیا لرو”.

ددې ترڅنګ دحماس داسلامي ګوند یو مهم شخصیتډاکټرمحمود الزهاروایې::
«مونږ به په راتلونکې مرحله کې بحري بندرګاه او هوایې اډه جوړوو او دهیچا اجازې ته اړتیا نلرو اوڅوک چې زمونږ پر بحري او هوایې اډې حملې وکړی دهغوی پربحري او هوایې اډو به حملې کوو.»

 د اوربند د اعلان سمدستې وروسته د غزې وګړو ایله اوس خپلو کورونو ته په ډاډه زړه د ستنېدو ساه واخیسته.

اما اسراییلو اعلان کړې چې نه توانیږي خپل لوړپوړې چارواکې او وطنوال په دې قانع کړي چې اوربند نافذ شوې او دوې دې بیرته د فوځي پټنځایو څخه خپلو هستوګنو ته ور څیرمه شي . په همدې خاطر د حماس د ازادۍ د غورزنګ    استازی اسراییلو ته اعلان وکړ چې اوس کولي شي په ډاډه زړه خپلو کورنو ته ستانه شی .

یوه میاشت وروسته، چارواکو زیاته کړه چې اسرائیلي او فلسطیني غاړې به په غزه کې د یوه بندر او هوايي ډګر پر جوړولو او د هغو ۱۰۰بندیانو په خوشې کولو چې په ۲۰۱۱ کال کې د ګېلاد شلېت په مقابل کې ازاد شوي وو خو په دې وروستیو کې بیا له لوېدیځې غاړې نیول شوي، خبرې وکړي.

داسې هم ویل کېږي چې اسرائیلیانو او مصر غزې ته وسلو د نه قاچقولو د تضمین غوښتنه کړې ده.

د غزې په ښار کې د اوربند اعلان پر هوايي ډزو ولمانځل شو.

اوس د نهو کالو سختې کلابندۍ وروسته اسراییلو د سیاسي او نظامي ماتې اوشکست وروسته   دفلسطین  زمکنۍمحاصره ماته کړه ، په بحر کې فلسطینان اوس کولې شي ددرې کیلومترو په ځآې شپږ کیلو مترو اوبو کې ښکار وکړي ، او غزي ته دخوراکي توکو تر څنګ د تعمیراتي او  ودانیز توکو په راتلو کې کوم خنډ پیدا نه کړي او  اسراییل بیا په غزې باندی بمباري ونه کړي . هوکړه  شوې چې ، په راتلوکې یوه میاشت کې به د غیر مستقیمو خبرو اترو له لارې د غزې په تړانګه کې د یوه هوایی ډګر دپرانستو او د بحري ګودر د ورکولو هوکړه  هم وکړل شی .

که چیري د مصر یهودي رژیم او دعربو جهالو مرسته د یهودو سره نه وایی او اسراییلو ته یی مادي  اومالي ملاتړ  نه وایی کړې  ، نو اسراییلو دا تړون  نژدې په همغو لمړیو شلو ورځو کې منلې و. خو اسراییل وایی چې دا مصر دې چې زمونږ نه زیات  زمونږ له پاره ډۍ وهي.   .

د غزي دمجاهدینو دغه برې نه یواځي ددښمن په سترګو کې لکه داغزي به څیر پریوت بلکهپخپله یهودانو دا د نتنیاهو د سیاسي نظام د پاې ته د رسیدو ټکې و ګاڼه تر څنګ یی دعربي دجاهلورژیمو یهود شکله مسلمانو په تندیو یو تور داغ  پاته شو.

داسراییلي ورځپاڼو عکس العملونه :

هارتس : « دغه توافق  اسراییل په شا بوتلل  او نتنیاهو خپل تیلفون کیښود او وتښتید» تر عنوان لاندې لیکي چې :

دهارتس د ورځپاڼي سیاسي شنونکې (باراک راوید) لیکي چې : داسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ، پرته له خبرو اترو ، دخپلې شورا او وزیرانو او خپلو نژدې ملګرو Alkanat سره د حماس سره د اوربند د توافق په اړه د لنډې تیلفوني مکالمي وروسته، دا توافق یو فرصت وګاڼه او دتیلفون غوږۍ کیښوده او تښتید

دغه شنونکې وایی چې ، پنځه کاله مخته ، بلکل همغه وخت چې دغزې جنګ نوې پاې ته رسیدلې و او نتنیاهوپه خپلې سیاسي مبارزې کې بوخت و، د حماس تباهي او ددې اسلامي ګوند له منځه وړل یی خپل  لمړني کار باله ،   هغه وایی چې نتنیاهو کړچار او په دې تیرو پنځوسوکالو کې دهغه وینا او عمل دا ډاګیزه کړه  چې هغه څه یی چې ویل په واقعیت کې نور څه ترې را ووتل . دهغه ټول کړچار او څرګندونې دحماس د نا بودۍ په اړه وې  خو اوس هغه هر څه پاې ته ورسیدل  هغه د یوه ډیر کمزوری په مقابل کې ناکامه  شو .او ددې فرصت په لټه کې و چې  داوربندکولو له پاره لاره پیداکړي . هغه دهمدې فرصت نه ګټه پورته کړه او و تښتید .

دغه شنونکې وایی چې : دمصر هغه وړاندیز چې د نتنیاهو ددولت له خوا تائید او تصویب شوهیڅ لاسته راوړنې نه لری ، دهغه د ویاندویانو یواځنې لارسته راوړنه داده چې په ویاړ سره وایی چې دحماس د هوایی ډګر او بحري تمځآې د ورکولو څخه یی ممانعت کړې دې . اما دا هغه خبره ده چې په راتلونکو اونیو کې پرې په قاهره کې خبرې اترې کیږي .

هغه اشاره کړې او ویلي یی دي چې : داوږدې مودې له پاره د اسراییلو د ارامتیا له پاره یی د غزې او اسراییلو ترمنځ د ټولو پولو د ازادولو او غزې ته د بشري مرستو  د ورسولو او  د ماهیانو  د نیولو له پاره دغزې اوسیدونکو ته په بحر کې تر شپږو مایلو پورې د ښکار کولو اجازه د انساني بنسټونو له مخې ورکړې ده .دا ټول امتیازات په داسې حال کې غزې ته  ورکړل شوي چې نه دحماس له لورې او نه دمصر له لورې په کې د ضمانت کوم څرک لیدل کیږي. هیڅوک دا ضمانت نه شی ورکولې چې ددې تعمیراتي موادو څخه به د اسراییلو تر شا د نوو سرنګونو په ویستلو کې کار نه اخستل کیږي .

 رفید وایی چې دمصرپه  وړاندیزونو کې داسراییلو دامنیت په لور هیڅ  اشاره  نه  ده شوې او نه د غزې د بې وسلي کولو په لور کومه اشاره په کې شته . اونه ددې ضمانت شته چې غزه به وسلي نه تولیدوي اونه به نوی تونلونه تعمیروي .دا د حماس اونتنیاهو تر منځ دریم تړون دې چې د۲۰۰۹ کال راهیسي لاسلیک کیږي . نتنیاهو غوښتل د یوې نوې ایډیالوژۍ سره اسراییل په نوي مقام کې و دروي خو برعکس دا نوې تړون د اسراییلو د وروسته تګ سبب و ګرځید.

   RFID وایی چې مونږ ۶۹ کسان فوځي منصبداران له لاسه ورکړل ، په داسې حال کې چې هغې لورې ته تر ۲۰۰۰ زیات غیر نظامي کسان ووژل شول .خو دغزې له اړخه زمونږ په ښارونو باندی د راکټونو باران ، په سلګونوراکټونه ورول، ټول اسراییلي نفوس د بې امنۍ سره مخ کول او دزمکي لاندي پټنځایو کې دهغوې ځآي په ځاې کول ، دولس او اردو په خپل ځآن باندی باور له لاسه ورکول ، په ملیاردو ډالر اقتصادي زیان ، سیاسی او نظامي ماتي او بدنامي او …دا بیرته اسراییلو ته پوره کول ډیر ګران کار دي … “

داسراییلو د(دیعوت) ورځپاڼه لیکي چې : درې حقیقتونه اسراییلو ته ترمخ راغلل ، ترټولو لمړۍ دا چې غزه له منځه نشی وړل کیداې.

ددې ورځپاڼي د عسکری امورو شنونکې (ناحوم برنیاع) لیکي چې :  دغزې په تړانګه باندی د یرغل او داوږود جنګ په پایلو کې ماتې ، د امنیت د شورا د اوربند د پریکړه لیک نه مخته ماتې او شکست و .

(برنیاع ) وایی چې : د فلسطیني منظماتو او دمقاومت دډلو سره پخوانۍ شخړې تل د اسراییلو څخه د بین المللي څرګند ملاتړ په واسطه پاې ته رسیدلي دي ، همدا راز د لبنان سره د ۲۰۰۶ کال د جولاې دمیاشتې جنګ هم و.د امنیت دشورا دپریکړې  له مخې ، او دغزې په تړانګه د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو دجنګونو وروسته هم ، د اروپایی هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په تضمیناتو پاې ته رسیدلي دي .

لیکونکې اشاره کوي او وایی چې : دغه دواړه یاد کړل شوي جنګونه د « ایهود اولمرت » په قانون او حکم  کې موجود وو . خو په دې جګړه کې حکومت هیڅ ډول ترکیز نه درلود، دبهرنیو چارو وزیر هم  په نورو اموروکې مصروف و او دحکومت رئیس هم مخکې تر مخکې دجنګ نه دوتلو له پاره کوم تدبیر نه درلود . خو وروسته ددې جنګ څخه چې نژدې ۵۰ ورځي یی دوام وکړ  اسراییلو ته څو نا راحت کونکي  حقیقتونه مخته راغلل .

لمړۍ دلیکوال د شننې له مخې :  که څه هم عسکري ځواکونو ته د هوا او زمکي دواړو له اړخه پوره ازادي ور په برخه وه  او پرزمکه باندی د سختو بمباریو سره سره ، او د  راکټي بریدونو څخه دخوندي پاته کیدو دسیستم په شتون کې اسراییل و نه توانیدل یو کوچنې تروریستي !! سازمان چې دعربي نړۍ څخه هم منزوي شوې دي « او له منځه وړل کیداې هم شي » دماتې سره مخامخ کړي .

 دویم حقیقت : داچې جنګونه ، او په ځانګړې توګه  را نغښتې جنګونه د زیاتو مصارفو غوښتونکې دي ، چې په هیڅ توګه د اسراییلو دولس دنده نه ده چې ادا یی کړي  او نه یی په ورکولو مکلف دي .او بیا په دې  وخت کې دلمړي ځل له پاره د عسکرو د وینو قیمت ورکول او یا هم  په جنوب کې د غیر نظامي ښاریانو  د وژلو ، د جنګ په دوران کې د سخت ژوند او د میلیاردونو ډالرو اقتصادي زیان ، دامنیت د خرابیدو او …. ټول حقیقتونه رابربنډ شول .

 دریم حقیقت : داچې اسراییلو ته څرګنده شوه چې دهغوې له پاره هیڅ داسې حکومت نه شته  چې د غزې د جنګ په دوران کې د غزې دحملي تر څنګ په سیاسي سطح یی هم دحماس په لور توجه کړې وې او دا شوني وه چې د ډیرو د جنګ څخه مخنیوی شوې و.    “برنیع” وایی چې : ” په داسې حال کې چې د خلکو توقع او هیلي دا وې چې یو رهبر په دې پوهیږي چې څه غواړی تر لاسه یی کړي ، د اسرایلو فوځ د جنګ به جریان کې د سیاسي رهبرۍ د فقدان سره مخ شو .

یو بل اسراییلې شنونکې لیکي چې : د غزې مقاومت د اسراییلو لښکري د رسوا کونکې ماتې سره مخ کړې اودهغوې دکتورین یی د بتاهۍ سره مخ کړ.

د اسراییلو د ارتس  اخبار لیکي چې . غزه لمړۍ لمبر راغله او اسراییل په صفر کې ضرب شول .

 د اسراییلو عسکري قواوي وایی چې د حماس دمقاومت له اړخه د (کاتیوشا) دمیزایلو په واسطه  تل ابیب ، حیفا او نیول شوې جولان هم بمبارد شو.

 په پورته توګه  مو په لنډه توګه د یهودو د ورځپاڼو څو عناوین  د نمونې په توګه یاد کړل ، دا چې   اسرایلو ته به ددې ماتې وروستي ټکانونه څه ډول وی ، وروسته  معلومه شي خو د حماس مقاومت  هغو اسراییلیانو ته  چې همدا اوس د خپل ��کومت په خبره باور نه لری او لا تر اوسه  په زیرخانو کې پراته دي اعلان کړې چې : « چي تول يهودان چي همدا اوس په زيرخانو كي د غزي دمجاهدينو د راكتو حخه پت شوي د نتنياهو داعلان په واسطه نه بلكه زمونز د اعلان له مخي خپلو كورونو ته تللي شي»

دحماس د سیاسي دفتر معاون اسماعیل هنیة  د حماس د مجاهدینو د سوبې په جشن کې اعلان وکړ چې : د غزې یومیلیون او اته سوه زره خلکو  په ټولیزه توګه د قهرماني او مقاومت نوې تاریخ ولیکه .

هغه وایی چې : دغزې د ولس استقامت ، صبر او مقاومت ددغه بري اساس و ګرځید . “او وایی چې :دمقاومت په ټولو اړخونو باندی فخر او  ویاړ کوم اوپه هغه څه ویاړم چې تر لاسه کړي مو دي . غزه په کلابندۍ کې وه او درې ځلی د ددښمن د ستر  تیري سره مخ شوې ده ، درې ستر جنګونه پرې تیر شول  ، خو نه یواځي د حماس د قسام نظامي ډلې  بلکه د القدس نظامي څانګې ، د اقصې مجاهدینو  او دمجاهدینو نورو پیژندل شوو ډلو لکه د ابوعلي مصطفي ملي مقاومت او نورې ډلې هم په دې مقاومت او تاریخي ویاړ کې شریکي وي .

 په اخر کې  اسماعیل هنیة ټولو عربو او مسلمانانو ته د مبارکۍ ورکولو وروسته  وایی چې : ددې مقاومت دبري شکربه د اقصې دمسجد  د ازادیدو  او هلته د لمانځه په ادا کولو تر سره کوو . ان شاء الله .

په دې لیکنه کې د کورنیو اوبهرنیوخبري سرچینو څخه کار اخستل شوې دې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *