د غزې سرلوړو او مؤمنو مجاهدينو ته يو ځل بيا سلام
ټول مسلمانان د غزې له مظلومانو دفاع ته تيار دي
خو د دوى لار تړل شوې او وزرونه ئې سوزول شوي
غزه يو ځل بيا په اور كي سوزي، شپه او ورځ بمونه او راكټونه پرې ورېږي، هر لوري ته د مظلومو فلسطينيانو ويني بهېږي، په يوې مياشت كي تر دوه زره زيات مظلوم فلسطينيان ووژل شول او تر لس زره زيات زخمي او په خپلو وينو كي ورغړېدل، ټول هغه كفري ځواكونه چي پر افغانستان او عراق ئې د صليبي ځواكونو د بريد ملاتړ وكړ نن پر مظلوم فلسطين د صهيونيستانو د وحشيانه بريد ملاتړ كوي، د اسلامي هېوادو بدضمير او بې مروت حكام يا ساكت دي، يا ئې د منافقت لاره غوره كړې، په ظاهر كي تېرى غندي خو په عمل كي ئې حالت داسي دئ چي دښمن په ډاډه زړه او خلاص لاس د مظلومو فلسطينيانو وژلو ته ادامه وركوي او له دغو هېوادو د هيڅ ډول عكس العمل اندېښنه نه لري.
تهران د فلسطينيانو د حمايت چيغي وهي، د لبناني حزب الله له لاري د صهيونيستانو په خلاف د خولې ډزي كوي، خو په عمل كي له فلسطينيانو سره د مرستي پر ځاى عراق او سوريې ته شيعه جنگيالي لېږي چي له سنيانو سره وجنگېږي، د فلسطين په اړه دا بهانه وړاندي كوي چي د فلسطينيانو گاونډ عرب هېوادونه لار نه وركوي، خو دا په پشپړه توگه يوه دروغجنه بهانه ده، كه دوى په رښتيا له فلسطينيانو سره خواخوږي لري نو د سوريې له لاري دي د اسرائيل په خلاف څه وكړي، سوريې ته تللي ايراني جنگيالي دي د سني مسلمانانو پر ځاى له يهودانو سره وجنگېږي، د حزب الله مزدوري ډلي ته دي امر وكړي چي د اسرائيل لوري ته څو راكټي وتوغوي، دا په زرگونو راكټي چي ايران او سوريې حزب الله ته وركړي د كومي ورځي لپاره دي؟!! افغاني او عراقي شيعه وو ته دي ووايي چي لږ تر لږه دومره دي وكړي چي د امريكايانو له ملگرتيا لاس واخلي!
فلسطيني مجاهدينو ته وايو:
په الله تعالى توكل وكړئ، پر غزې د صهيونيستانو له تېري وېره مه لرئ، د افغاني او عراقي مجاهدينو لار غوره كړئ، إن شاء الله په دې سره كولى شئ دوى له همغه برخليك سره مخامخ كړئ چي شوروي اتحاد مخكي په افغانستان كي ورسره مخامخ شو او امريكا ورپسې په افغانستان او عراق كي نن ورسره مخامخ ده، د فلسطين د آزادۍ لار جهاد دئ، له الله تعالى پرته له هيچا طمعه مه لرئ، پر اسلامي هېوادونو داسي حكام مسلط دي چي كه د مجاهدينو په ضد د امريكايانو مرسته ونه كړي نو د مجاهدينو مرسته خو په هيڅ توگه نه كوي، دوى د واشنگټن په قومنده حتى د خپلو ولسونو په ضد جنگېږي، د مصر اوسنى ذليل فرعون (جنرال سيسي) ئې بربنډ مثال دئ، په دغو حكامو كي ځينو د واشنگټن په امر د افغان جهاد ملاتړ كاوو؛ خو كله چي امريكايانو د مجاهدينو په ضد له روسانو سره لاس يو كړ نو همدغه حكام ول چي د جهاد او مجاهدينو په ضد هر څه كولو ته چمتو شول.
فلسطيني مجاهدينو ته وايو چي پر ايران اعتماد مه كوئ، ايران د تاريخ په اوږدو كي تل د اسلامي امت په ضد له دښمنانو سره ملگرتيا كړې، دا د دوست په جامه كي خطرناك كورنى دښمن دئ، مسلمانان له شا په خنجر وهي، ايران د افغاني مجاهدينو په ضد هم له روسانو او كمونيستانو سره لاس يو كړ او هم ئې له صليبي ځواكونو سره د افغانستان په نيولو كي مرسته وكړه، د عراق په نيولو كي ئې هم له امريكا سره لاس يو كړ، دا دئ نن ئې عراق او سوريې ته جنگيالي لېږلي، په عراق كي له امريكايانو سره يو ځاى او اوږه په اوږه د سنيانو په ضد جنگېږي، په سوريه كي د بشارالاسد د بعثي او مرتد حكومت مرسته كوي، په عراق او سوريه كي د ايرانيانو او د ايران پلوه شيعه ډلو په لاس دومره مسلمانان وژل شوي چي امريكايانو نه دي وژلي، په سلگونو عراقي علماء او ساينسپوهان د هغو شيعه وو په لاس وژل شوي چي په ايران كي روزل شوي، د صدام حسين د حكومت له نسكورېدو تر نن پوري چي هره ورځ په لسگونو عراقيان په بغداد كي وژل كېږي او مړي ئې په تورو كڅوړو كي د بغداد په لارو كوڅو كي موندل كېږي؛ د لمانځه په وخت كي پر لمانځه ولاړو مسلمانمانو ډزي كوي،… دا ټول د ايرانيانو په امر او د ايران پلوه شيعه ډلو له لوري وژل كېږي.
د نړۍ مسلمانانو ته وايو: بايد په دې كي شك ونه لرو چي دا د مظلومو فلسطينيانو په ضد د تل ابيب جنگ نه دئ؛ بلكي د اسلام په ضد د اسلام د دښمنانو د لوى او پراخ جنگ يوه جبهه ده.
كه عربي هېوادونه د فلسطينيانو د مرستي لپاره ملا وتړي، رضاكارو مجاهدينو ته اجازه وركړي چي د اسرائيل د گاونډيو له لاري فلسطين ته ولاړ شي او د خپلو وروڼو په څنگ كي وجنگېږي نو يقيناً چي په لكونو مجاهدين تيار دي چي فلسطين ته ولاړ شي او له خپلو مظلومو وروڼو دفاع وكړي.
پر غزې او لبنان د صهيونيستانو د بريدونو او په عراق او افغانستان د امريكا د ظالمانه بريد په ارتباط د ملل متحد دريځونو وښوده چي دا د امريكا د جناياتو حامي اداره ده، په هري پېښي كي د مسلمانانو په ضد كارول كېږي. د دې پر ځاى چي پر غزې د صهيونيستانو وحشيانه بريد او د بې دفاع او بې وزلو ملكيانو وژل وغندي؛ د هغه چا په ضد پرېكړي كوي چي د تجاوز قربانيان دي او په وينو كي رغړي.
پر افغانستان او عراق د امريكايانو او پر لبنان او فلسطين د صهيونيستانو د بريدونو پر مهال د اروپايانو مواقفو وښوده چي د اسلام په ضد د دوى دريځ د واشنگټن تابع دئ، همغه څه كوي چي امريكا ئې ترې غواړي.
موږ مطمئن يو چي إن شاء الله افغانستان، عراق، سوريه او فلسطين به په يوه وخت او يو په بل پسي آزادېږي. د هغي ورځي د رارسېدو په هيله
مرگ پر اسرائيل او حاميانو ئې
ژوندي دي وي د فلسطين، عراق، سوريې او افغانستان مجاهدين
رپانده دي وي د اسلام شين بيرغ
حكمتيار
افغانستان
اسد 1393
دحکمتیار صاحب دا پیغام زما ځکه ډیرخوښ شو چې د ایران په اړه یې تحلیل دقیق دی. یوه یادونه ضرور بولم چې ایران دا ټول کارونه ددې لپاره کوي چې شیعه اییزم ورته اهمیت لري. له همدې امله زما سپارښتنه داده چې مونږ ته هم باید سني اسلام او خپل قوم او وطن نسبت نورو ته زیات اهمیت ولري. ګیله مې داده چې حکمتیار صاحب په خپله وروستۍ هیله کې افغانستان آخر یاد کړیدی او د اسلام بیرغ یې شین توصیف کړیدی. زه خو نه پوهیږم چې په رښتیا د اسلام بیرغ شین رنګ درلود، که سپین که تور یا سور. او دا به د افغانستا له اوسني بیرغ سره څنګه نږدې کوو؟
حکمتیار صاحب د غزې مجاهدینو ته وایي: د افغاني او عراقي مجاهدينو لار غوره كړئ،
زما نظر دا دی چې د عراق او افغانستان د مجاهدینو لاره کې یې خپله کړه نو غرق شول. بس په خپلو کې به سره جنګېږي او په اخر کې به طالب غوندې ډله ورته پیدا کېږي چې د تمدن او سړبتوب په معنا هم نه پوهېږي.
ښاغلی حکمتیار صیب ! تاسو ته بهتره معلومه ده او په دې اړه له موږ څخه تاسو ښه غرقه مطالعه لرۍ چې شیعه مذهبه ایرانیان د یهودي عبدالله بن سبا د عقیدې پیروان دي . دوی انټر شیعه ایزم غواړي . ددوی مبارزه یوازې د اسلام د ستر پیغمبر(ص) پر ضد روانه ده . ځکه محمدي ا مّت پر( توحید ، میعاد او رسالت ) درېیو واړو باندې عقیده لري ، او (معقول او منقول) دواړه مني ، خو شیعه ګان د توحید ، میعاد او رسالت تر څنګ ډېره عقیده پر ( امامت ) باندې لري . او پر (منقول) باندې قطعاً عقیده نه لري . یوازې (معقول) مني او بس . په داسې حال کې چې په منقول کې وحی جلّي او وحی خفي دواړه شاملې دي . نو څوک چې ستا منقول نه در سره مني ، ستا جهاد او مجاهدین څنګه در سره ومني ؟ نه ! هېڅکله نه ! ددوی اختلاف له اسراایْیلو سره مصنوعي دﺉ . همدا اوس د اسراایْیلو سرمایې په اېران کې شتون لري . دوی یوازې د عمري سنیانو پر ضد په سړه او ګرمه جګړه لګیادي . او اسراایْیلو ته کار کوي . دوی د افغانستان او فلسطین د سني مجاهدینو پر ضد لګیادي عملاً کار کوي او د نړۍ په هېڅ ګوټ کې د سني مجاهدینو پر بریا خوښ نه دي .
یره زه خو وایم چه د سپین بیرغ هم مهم دی نن سبا که مونژ خپه شه که خشحاله- او شیین هم شه ده خو دا سپین ډیره قربانی ورکړه-مننه امیر صاب همیشه خوشاله او ژوندی اوسی
حکمتيار صاحب دا ټول واقيعيت دی چي دفلسطين خلکو سره په سختو ورځوکی هيچا مرسته ونه کړه ،أما ډيره مهمه خبره داده چي،دافغانستان ټولو دورو حکمتونو دفلسطين دخلکوپه دفاع کي ولاړ وه او تاسو دپردو په اشاره چي همدا صيهونستان وه اودی ، دهغوی دډالرو په زور موخپل عام وګړی نه وژل نه وژنی،نو تاسو ولی دافغان مسلمان ولس ترمنځ وژنی ته دپای ټکی نږدی،تاسو هره ورځ ګوری يو مسلمان بل مسلمان ،يوافغان بل افغان نه وژنی تاسو خو هم ددی وژونکو کيړيو سره لاری لری که دولت سره جنګ کوی نو عام ولس خو دی نه وژنی, ايا دامريکايانو دراتګ شرايط چا برابر کړه؟ أياداطالب د همدغو کړيو چي دپنجاب په لارښونه د صيهونيستانو په پيسو زموږ خلک نه وژنی،؟ تاسو د کفر او اسلام جنګ ته اشاره کړی أيا افغانان هم کا فران دی؟چي هره ورځ په وينو کی لا مبی تا سو خو هم يو قدم د سولی په لوردالله پا ک د درضا په خاطر پورته کړی.
درسره موافق یم
محترم حكمتيار صاحب خبري دي رشتيا او خوزي او مسلماني خبري دي ستركي به نه شو بتولي داجه ستا به خبرو ستركي نه شو بتولي ستا تير شوي اجرات جه نن داسرايلو له خوا رانده راكتونه به دوي وريزي كورونه او شهرونه ورانوي إنسانان وزني او دودي ورته نه رسيزي تا اوتا غوندي نورو دلو تبلو جه خانته مجاهد ويل همداسي شبي اورخي به كابل شهريانو نه وي راوستي دوي خو كافر مكر تاسي خو خانته مسلمانان ويلي او دكابل شهر أوسيد ونكي هم مسلمانان وه ته او داسلامي نور تنظيمونه دكابل دشهراستوكنخيو او نورو مشته افغانانو ته جه به كابل كي تر ٦٠ نه تر ٨٠ زره افغانان به قتل ورسول أوتول مسلمانان أوبي طرفه خلك وه جه دوتو إمكانات ي نه درلوده همداي ويل جه يا مرك يا كابل حتي سلاح ي نه درلوده جه دخان او دخبل ناموس خخه دفاع وكري تاسي هغوي داور به لمبو كي وسوزول أوتر خاورو لاندي كره ديو مسلمان أودّ حزب إسلامي د مسول به تو كه دي خلكوته خه جواب لري او أسرايل به زمونز فلسطيني ورونو ته خه جواب وركري ء.بخشنه غوارم به حقاءيقو ستركي بتول إيماني او وجداني مسوليت دي
د افغانی او عراقی مچاهدینو لار غوره کړی. ځه د یو افغان مجاهد او د غزی د مظلومو ورونو یو خواخوږی مسلمان په حیث د غزی مجاهدو او غیورو ورونو ته دا توصیه کوم چه د خپل قیادت پوره اطاعت وکړی ان شا الله کامیابی ستاسی ده خو احتیاط وکړی او د عراق او افغانستان په نامه مچاهدینو په شان نه شی ، ځمونږ افغانی لیډرانو نه اسلام تطبیق کړ نه دوی امن ملک ته راوړو ،
خه قائد محمد العربی او د هغه ملګری دی هغوی پسی اقتدا وکړی راځم د شیعه او سنی موضوع ته مونږ په افغانستان کی دا فتوی لیدلی دی او بیا مو د دوی اتحادونه هم لیدلی . ورونو دیکی هم علماوو ته مراجعه و کړی دا د علماوو کار دی نه د انجنرانو او کم علمه مفتیانو. ستاسی د کامیابی په هیله
د حکمتیار صاحب خبری پرځای دی. یهودو او ایرانیانو لاس سره یو کړی دی او هره ورځ مسلمانان وژنی. د ټولو هدف یو دی او د وژلو لاری او طریقی یی بیلی دی. څوک په لارو کی ماینونه خښوی، څوک توغندی ورشړی. څوک یی د کفر سره د همکاری ، ترجمانی، راپور ورکولو، عسکری او…. نومونو وژنی، څوک یی ځوانان اختطاف کوی،څوک بمباری پری کوی، څوک د کفر ټاپی پری وهی. څوک د طالب یا حزب اسلامی ، جمعیتی او افراطی نوم ورباندی ږدی او څوک یی خلقی، پرچمی ، دولتی یا کمونست بولی او وژنی یی. راځی له خپل هیواد نه یی شروع کړو . لومړی په خپلو کی سره یو شو او د ساړه جنګ تقسیمات له منځه یو سو اویو بل د ورونو په شان په غیږ کی ونیسو او خپل ګران هیواد او هیواد وال له تهدید او مداخلو نه خلاص کړو . بیا که فرصت باقی و نو له نورو سره به اسلامی او انسانی مرسته کوو.
د افغاني او عراقي مجاهدينو لار غوره كړئ ؟؟؟؟؟،
سلام
كمونيستانو دخپل كودتاه هى حكومت به وخت كى امريكااو غرب ته په هره جمله كى شكنحًل كول نن وگورى چى دوى تول غرب كى ژوند كوى او دغربيانو دسياستوالو دروازو مخى ته شپه او ورحً حاضرى وركوى دبيل گى په توگه ظاهرطنين دافغانستان ديمى نماينده په ملل متحدكى او داسى نور خو دا كومه خبره نده حكمتيار گناه گرى ؟شوراى نظار ته دى خلك حًه ووايي چى كوم جنايت دوى ونه كرشوراى نظار لكه چى دافغانستان په خلكو گلان تقسيم ول . موژ پشتانه هيحً فكر نه شو كولى تاجكان له كرست نه تركمونيسته تول يو شول راسى موژته وگورى درى پشتانه حًلور نظره .
د افغاني او عراقي مجاهدينو لار غوره كړئ،
Why Hekmatyar is silent about Pashtun Ghazis in Waziristan. He sees Isreali killing in Ghaza but he is blind to see his own Pashtuns. Punjabis killed hundred times more muslim Pashtuns than Arab.
Afghan
سلامونه اونیکی هیلی ستا سو لاره او مسیر هم معلوم نه د ی طالبان دامریکایانو په مقابل کی جنګیږی او تاسو بیا دطالبانو لکه د وردګو ولایت دنرخ ولسوالی کی بل لوری ستا معاونین اوس دقاتل عبدالله عبدالله معاونین دی داستادانو او انجنیر دوژلو تهداب ستا په لاس ایښودل شوی دی مسعود خپل خلقیان وساتل او تا سو ټول پښتانه افغان ملتیان او که له نورو حزبونو سره وو ووژل په فلسطین کی چی څوک دیهودو مقابل کی جنک کوی هغه ته دعاکوی او ددعا لایق هم د ی خو افغانستان کی بیا خپله ستا دحزب مهم کسان ستا په مشوره دیهودانو ملګرتیا کوی زمونژ څخه دهم لاره ورکه کړه زه یو له هغو کسانو څخه یم چی ستا سو دخدمت خاص زما لپاره ډیر منندوی یم خو که دا خبری لژ شانته واضح کړی مهربانی به مو وی
محترم حکمتیار صا حب السلام علیکم ورحمته الله و برکاته! ستا سې بشپړه روغتیا له قدیر ذات څخه غواړم قدر منه! په خواشینۍ با ید ووایم چې ته داسې یوه قوم ته منسوب یې چي ډیرۍ ستر ګور یې په بیسو پیر او پلور کیږي، خپل خوا خوږي او مشران یا نه پیژني او که پیژني یې پخپله یې د تذ لیل او وهلو لپاره مټې را نغاړي.
حبيب الله راحل سلام
قوم ته خبره مه رسوه يوقوم چى ٣،٥ ميلونه غرى لرى نو په دى قوم كي به هرقسم خلك وى دتاسو قضاوت قوم ته له تولو اصولو سره مخالفت كوى خصوصاً دپشتنى اصولوسره ستاقوم كى به داسى خلك وى چى دهـيچا نه خوشيژى مگر شته . په راتلونكى كى قومى تعرض مه كوه وگوره نوروته
جناب محترم انجنير صاحب حكمتيار !
اسلام عليكم ،
لطفا وضاحت راکړه
د شهيد محمد داودخان سره د څه وکړو ؟
داکټر نجيب الله دعوت درکړ , څه جواب دورکړ ؟
په وخت د جهاد کشي د معاونت او کمک له چا اخيست ؟
مکاتب , پول فابريکي چا ويران کړي ؟
په بيت الله شريف کشي په قران پاک ولي او چا قسم وکړ؟
نن په هلمند , کندوز او نورستان کشي د بي ګنا هموطنانو په خلاف څوک جنګيژي؟ چا دا حق ورکړي ؟
په ورګون کشي خونړۍ چاودنه چا وکړه ؟
که دافغانستان د تباهي مسولين خلقيان او پرچميان وي , په پشتنو باندي شورا نظار چا مسلت کړه ؟
ستا دخپل ګوند کسان له عبدالله سره ولي ملګري شو ؟
دنجيب له سکوته وروسته په افغانستان کشي نه کمونيست او نه امريکاﺊ و اونه يهود , تنها په کابل شهر کشي 70000 معصوم اتباع چا ووژل ؟
په فلسطين کشي د اسرايلو ظلم او تشدد په نړۍ کشي ويني, دجهان اسلامي اوغني ممالک ورسره سرحد دي تر تا شه مسلمانان دي ۷۰ کاله تاريخ د جنګ ده . تاته چا دعوت درکړي چي اوشکي ﺊ وچي کړه ؟
” که دانا ﺊ اور له خپله سره مړ کړه
د جهان اورونه پريژده چي بليژي “.