تاند – د اسد الله غضنفر نوی کتاب « څراغ » مومند خپرندویه ټولنې په جلال اباد کې چاپ کړ. دا کتاب    ۴۷۱مخونه لري.

د څراغ کتاب په پنځو برخو  ویشل شوی دی چې په هره برخه کې یې ځانګړي موضوعات راغونډ شوې دي. په لومړۍ برخه کې د ( روغې ټولنې ارزو) په نوم مقالې خپرې شوې دي. په دغو مقالو کې له وطن سره مینه او په ورته وخت کې، له کار او ژوند سره، له انسانانو سره، له مشرانو سره چلند، همداراز حیثیت او رقابت، زما ګټه، کار او یو شمیر نورې مقالې لوستلی شئ.

د څراغ دوهمه برخه ادب او فرهګ ته ځانګړې شوې ده. په دې برخه کې،  ادبیات څه ته وایي؟ د لیکوال د لارې خنډونه، د ادب او ژورنالیزم شریکه ساحه، د خوشحال خټک  درې خبرې او د نقد په باب یو شمیر نور موضوعات راغونډ شوي دي.

په دریمه برخه کې ګرامر دی. د ګرامر ډير مهم خو دانه دانه موارد څيړل شوي، لکه ، یو، لا، پوهاند که پوهانده، هم….

د څراغ کتاب په څلورمې برخې کې هغه مقالې دي چې لیکوال پر نورو خلکو لیکلي دي او د دې برخې نوم دی ( هغه ما لیدلي خلک).

د کتاب د پنځمې برخې نوم دی ( درې مرکې). په دې برخه کې د نطاقي، ښکلا او کلیماتو په اړه معلومات ترلاسه کولی شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *