د سليم شاه رپوټ
لندن ـ نومبر ۲۰۱۷
راقم دحروفو ددې رپوټ پريکړه کړې چې وليکي رپوټ خپل په جلا تون اواوز ، په وزن اوالحان جلا له نورو رپوټونو دروزگار . نن هم لرو رپوټ دشعر دغونډي ، خو په سر کې به ژاړو غميزه دخپل وطن چې وې کړلي څه نادودوي څو ښامارانو، يارانو دپيسو اودجيبونو خپلو ، نو زړه به نه تنگوئ حوصله به مو کړۍ فيراخه(پراخه ) په حکمت داولياو . اوبيا به راشو رپوټ ته دغونډې دشعر .
۱،
بيان دى په باب دپيښو دروزگار چې را غونډ شول څو سرونه چې وپرزوي واکداران اوپخپله کښيني په گدۍ دواک اوراونغاړي ثروت دمملکت خداداد افغانستان.چور کړې بيت المال چې حق دې پدري اوميراثي ددوې چې کړى يې دى جهاد له پاره دځان، نه له پاره دانسان او داسلام . نو راټول شول ياران دپړه ماران په ديار دکندهار . اکټونه يې وکړل په څير دناميانو دکندهار اوخوشاله يې کړ روح د ناميانو د کندهار چې ايښودلي به يې سکروټې په ورغو ي کې جزههار به يې کاوه اوختل به ترې دودان (لوگي ) .
نو رادبره شو يو کولنگي اووې ويل چې اخطار دى واکمنانو دکابل ته چې راپريږدي زموږ کاروانيان په ساعتونو ۲۴ کې چې را ورسې زموږ دډلې شرمښان ، زمريان ۔ ددوړو اودباو تازيان چې لگولي شي خوله په غوږونو د ادميان اومخلوق درب چې پيدا کړي يې دي ځمکي اسمانونه اوانسان يې گرځولي خليفه خپل ،خودوې فرعونيان، قارونيان چارې کا په تقليد درب دعالميانو .
خو ساعتونه تیر شول څليرويشت، پاڼې دونو ونه رپيدلي په امر دفرعون دروزگار ۔ نو بيا ساعتونه ۴۸ شول اوبيا همداسې زيات ، بل کلنگي هم چې سور يې دتنې لږ څه زيات دی هغه خلقي زاده صيب درته يادوم چې نارامه کړى به يې وى روح دخپل والد . امر يې وکړ چې بايد ونه گرځي ستن دساعت اوپر ځاى دې ودريږي په خپل کرامت . بيا هغه بل بيا را پورته شو وى وېل ، چې داسي نه وې بايد دلمر سترگه له مشرقه را ونه خيژي ، ودې ځليږي شمس يا افتاب له مغربه اوکنه نو ودې درېږي په خپل مقام اسمان . خو ساعت اوگړۍ ونه دريدي اونه خو اسمان ددوى په خبرو سر ګرولو . نو هغه دې چې تاويږي زمان لکه منگوټې د ارهټ اوپر مخ ځي په ښه شان .
کولنگي جله باتي چرگ بيا په ناوه را سور شو اوبانگ يې وواهه که نه مني څوک دا اخطار دښامار نوراچپه به کي دا دولت خداداد افغانستان . نو روايت کا چې بل کولنگي هم الوتکې ته وخوت چې وکړي پرواز اوراکوز شي په ښار داحمد شاه اوميرويس خان ،خو گوره کانې دروزگار اوکرامات داولياوو کرامو چې ودرېده الوتکه په هوا کې ،چمچا والا دسلمان رشدي هم شو حيران چې څه به کا پرتوگ ددې خبرې ۔ ښې ببرې په دې ان . کښيناسته الوتکه اوراکوز شو چمچا والا په غور و فش کې چې ونه شو پرواز اودې کې شوى تقلب دې فراوان . نو بيا حيران شول عالمان ددې دهر اوديار چې وو خو امپراتور چمچا والا ،وې وېل چې ديگ پوخ نه شو ووتل باد له ديگ بخار نه په چساري په هر ان .
خو راويان دکيسو دافسانو وايي چي هلته په کندهار کې راغونډ شول ښاماران ، تورپيکۍ جگه شوه په ستيج چې ورکا بيان غونډې ته په ښه شان . وې غورځاوه اوربل دانه دانه . خو وې کړې لاپې له امو تر اباسينه لړزيدله ځمکه هم اسمان . هغه چې غوښت يې يو موټې افغانستان ، او قانع دي په يو موټې ددې خاورې اود دې گلستان . نو مالومه شوه چې په لاس ورنه رغئ دا موټى وطن په اسان . اوختمه شوه همدا غونډه دزورورو ۔شرمښانو ښکره ورو خولاپي بادېدلې په ټول ملک خداداد افغانستان .
۲.
دويم بيان دى په باب دبيت المقدس کې چې کعبه وه دکفر اواسلام په سبا کې دانسان اوس وټاکل شوه پلازمينه د حضرت عاليشان موشي دايان . ورغى حاجي ترومپ ټوپئ پر سر قبر ته دموشي دايان . وې ويل : وې دې پلازمينه ديهودو دپخوا په شان ۔سلامي وکړه ټول چلتار فيصلانو دجهان اونارې شوې له هرگوټ نه په جگ غږ لکه اواز وي له اسمان : چې ټيک ده پيره ټيک ده پيره .موږ يې منو په دواړو لاسو په ښه شان ،په قهر شول مجاهلين دافغانستان چې موږ وران کړي دي ديوال دبرلين دالمان . موږ يو چې وربه وړو هغه کانکريټ دبرلين دديوال چې چپه کړ موږ په مټو خپلو ، وربه وړو ډبري او کانکريټ دديواله دپاره داسلام اونجات غواړو دسپيڅلي اسلام . اوس نو سرې دى سترگې ددې مجاهد سر به کف ۔ ديار افغانستان. ليده به وشي چې څه کا دا زمري دکوهستان اوکه به کيسه شي دوردگو دخداى نظر خان چې مه کوه چې څه کا ؟
همدا شان روايت دى دخولي دگواهانو چې پتييلې ده هغو چې پرون وو سواره په واک او اقتدار اونن ورځ پلې دي روان ،په لاره نامالومه چې جوړ به کا يو قاموس ، دالمنجد .
فاسد هغه څوک دى چې نيسى گوته موږلره . اونه شريکوي اقتدار موږ لره . غاصب کليمه هغو لره بويه چې نه دي غصب کړي يوه ټوټه ځمکه په دې زمان اوروزگار . اودملحد اوکفر اوغاصب اوفاسد کليمات ټولې هغو ته دې خطاب چې کوي حساب له موږ سره چې يو پرښتې دروزگار ، حلال دي که حرام ، روا دې موږته چې کړى مو دى جهاد له پاره داسلام نه مو کړى دى دپاره دوطن او دانسان .
همدارنگه وويل يو جناب الصادق والخادم دکلونو دوطن چې پروژه دعينو ده منشا دفساد اوکه څوک وکا خبره په دې باب موږ به کيږدو يو ټکې پر سر دع يا په تورې داول دکليمي . اوبيا دى خلاص وي لاس دهر هر چا ان تر څنډې داسمان .
۳
وروسته بيا پيل شوه غونډه دشعرونو گلورينو دويلو اونمانځلو دشاعر چې دى دغزل اوکله ناکله وايي ازاد شعر په ښه شان رندانه . دا شا عردی د کامې کامه وال غلام محمد . چې چاپ کړى يې دى سرابونه ،غزلزار ، ، ، ،، ، ،،،،، ، اونن ده دستوره دنمانځلو داثارو دده چې خداى پاک اومياعلي صيب چې نيکه دى دمومندو جرگه مارو وادې چوي برکت په شعرونو دشاعر کې چې وليکي غزلې ۔ښي رنگيني همداسې .، ماجبيني.شعرونه ښه ازاد له انځور سره دخيال چې دى منظور لوستونکو ته په کمال .
چالانه شوله غونډه ښه په منډه له خوانه دشيخ اعظم دغونډې دعبدالوکيل سوله مل چې تخلص يې دى اپوټه خو غواړې جنگ ښه په شرنگ ۔ په ارزانه نرخ دورځي .
پتييلي شوې وه چې وکړي گډون په غونډه دنمانځنې کې پوهاند زيار ، خو له بده مرغه دواورې او اورښت له امله يې ونه شول کړاى گډون . دغونډې په سر کې غوښتنه وشوه ، له ښاغلي اودرانه شاعر اوليکواله له دستگير نايله ۔ چې هم شاعر دى هم ليکوال ، وې لوست خپله يوه ليکنه ښه په مزه اوخوند ، په باره کې دشعرونو دکامه وال ،ليکنه وه ډېره په زړه پورې چې ولوستل شوه هم په مينه گلورينه . وستايل شوه په مينه .له خوانه دټولو کسانو حاضرو ماهرو .هغه کړې وه ليکنه په رباب کوم چې کوي خبرې .وې وېل ، په دې ټولگه کې ځاى شوې څو غزلي په مزه دي اوپه خوند ، په لوستلو کې لوستونکي کړې حيران. چې ځاى شوي دي صور اوهم خيال په ښه خوند اوپه ښه رنگ .
اوبيا پف کړه يوه ليکنه يوه ليکوال چې نوم يې دى اکبر صيب کرگر . چې وې ويشتل غرونه په غرونو ،سيندونه په سيندونو دکونړ ،په ليکنه کې يې وښودلي لارې دنقدونو او نسيه وو دشعرونو اومهرونو.
له کرگره وروسته وار و دټکور ۔ چې لوستونکي ورته غوږ وو په ډير شور . ټکور وکړله کيسه دملگرتوب وې ويل چې کامه وال مې دملگرې ان له وخت دماشومتوب . دهغه دشخصيت يې کړه ستاينه ډيره ډيره . اوريدونکو ته جالبه وه هر گوره .
بيا حضرت لغماني غلام حضرت اعظمی وکړې خبرې په مزه دکتاب نه يې يوه شعر کړ زمزمه . هغه وکړه په دې چل باندې دوعا ، ددوعا شعر يې ولوست په خپل تون او په نوا .
په همدې شيبه دسيال شينواري وار شو. چې په منډه، اويو ځغلند شان نظر يې اراېه کړپه جالب انداز په څنډه . هغه تیري خاطرې کړلي بيان ۔ په هر چا به لگيدلې په ښه شان .
په همدې کې يگانه غلام حيدر چې داخل په دروازه شو . اوسم دواره يې وار واخيست په ستاينه . هغه ډېر څه وويلي په انداز چې پوهان دې دعرفان او دروان د يو انسان ، په کرار انداز يې ورکړه بيانونه هم يې وويل شعرونه ښه بيتونه .
په همدې ترڅ کې چې وار شو دمحک عبيدالله ، هغه هم په ښه انداز باندې گويا شو ، دغلام کامه وال شعريې وستايلو ، اودداستان اودکيسو صفت يې کړلو. په همدې کې يې يوې کيسې ته اشاره کړه چې دسيال له خوالوستلي په مزه شوه ، دا کيسه چې نوميدله کڅوړه ۔ مدنيت کې نن رواج ده دا کڅوړه .خو کڅوړه چې دوه لارې لري خپلې دهر چا له پاره ډيره وه پر سوزه. په محک پسې شو وار د شاعر نطیف الله تکل چې د کا مه وال شعرونه یی په ښه شان وتلل او ارزول .
بيا سليم حيات د بحث گير بدل کړ. په شعرونو بيا راستون شو هم مهاله ، د رقيب دکليمي يې توصيف وکړ چي دبحث سره سازگاره دومره نه وو، خو تشريح يې مزه داره با کماله دډوډى ترنگاري واوريد شوه بې واره. بيا ډوډې باندې شول بوخت ياران په غونډه او دشعرونو ټغر ټول شولو په مڼډه. بیا څو لنډې خبری ملغرې په اخر کې سیدسرور کړې ګټورې په ډیر خوند اودرنګ او دې سره مجلس شو ختم په یو ډنګ .
د ماښام په اوو بجوکې بحث شوتمام ځکه ژر کورونو ته د تللوشود ټولو ژر ورپام ،
ډېره په زړه پورې نثر مسجع لیکنه