دغه ټکى د لړم د مياشتې په اتلسمه نېټه د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې په نظامي شورا کې تر هراړخيزبحث وروسته په ډاګه شو.دوى وويل ترڅو چې د بې عدالتيو مخه ونه نيول شي، ترهغې به هېڅکله اساسي ثبات ټينګ نه شي.په همدې اساس پرېکړه وشوه، چې امنيتي او کشفي ارګانونه بايد هر ډول ورسېدلي استخباراتي راپورونه په ژوره توګه تحليل او وڅېړي، ترڅو بې ګناه انسانان بنديان نشي .
دغه غونډه چې دخوست د سرپرست والي عبدالجبارنعيمي په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت،دهمغږۍ مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدراڼ،د ملي امنيت مرستيال ډګروال عبدالغفار،د لومړئ پلي لوا د اوپراسيون امر ډګرمن محمدزمان او د سرحدي پوليسو کمېسار سمونمل تاج علي ګډون درلود.
په سر کې د ګډې همغږۍ د نظآمي مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدرآڼ د تېرې آونۍ په لړ کې د ملي آمنيتي ځوآکونو لخوآ په ترسره شويو فعآليتونو، آجرآآتو آو کړنو آونيز رآپور وړآندې کړ.ده وويل د نظآمي شورآ د پرېکړې پربنسټ دخوست په مرکز آو ولسوآليو کې ملي آمنيتي ځوآکونو په مشترک ډول چڼيز عمليآت ترسره کړي، چې په امنيتي وضعيت يې زيات مثبت تاثير کړى.دده په خبره د صبريو په ولسوالۍ کې اوه ورځېني عمليات په برياليتوب سره ترسره شوې، چې په نتيجه کې يې اوه تنه وسله وال مخالفين وژل شوې، اته ټپيان او څلور تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
ورپسې د اجنډا له مخې دخوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت، د ملي امنيت مرستيال ډګروال عبدالغفار،د لومړئ پلي لوا د اوپراسيون امر ډګرمن محمدزمان او د سرحدي پوليسو کمېسار سمونمل تاج علي د تېرې اونۍ په لړ کې په ترسره شويو فعاليتونو، لاسته راوړنو ، کړنو او چالشونو خبرې وکړې .دوى وويل وسله والو مخالفينو په بشپړ ډول خپل جنګي مرال د لاسه ورکړى او د اوخت يوازې د ولس د وېرولو لپاره د تبليغاتو او همداشان په لويو لارو کې د ماينونو له خښولو کار اخلي .
د دوى په خبره په خوست کې ملي امنيتي ځواکونو دا وړ تيا خپله کړې، چې د خوست په هره سيمه کې ورانکاري،غله،ماين خښوونکي او قاتلين په نښه آو د قانون منګولو ته يې وسپاري . دوى ژمنه وکړ، چې دخوست د اوسني حالت د ساتلو ترڅنګ به د امنيتي وضعيت د لا ښه والي لپاره لدې هم ډېره قرباني ورکړي .
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د امنيت په ټينګښت،د عدالت په تامين،د قانون په تطبيق،د دولتي حاکميت په پراختيا،دخپلې خاورې او ولس په ساتنه کې د امنيتي،کشفي او دفاعي ځواکونو قربانۍ،سرښېندنې او کوښښونه وستايل.ده پدې خوښي څرګنده کړه، چې ملي امنيتي ځواکونه دومره غښتلي شوې، چې هرډول عمليات په يوازېتوب ترسره کوي او خپلو خلکو ته د امنيت په راوستو کې له هېڅ راز قربانۍ درېغ نه کوي.ده د ملي امنيتي ځواکونو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د سرتېرو او منسوبينو هرې ستونزې ته په وخت رسېده ګي وکړي او تل يې په غوره مکافاتو ونازوي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې ځينې مهم موضوعات چې په ټولنه کې د ټولنيز عدالت د تامين، ډاډمن امنيت،همغږۍ،پرمختګ،ښې حکومتدارۍ او بيارغونې په وړاندې خنډ ګرځي، د هواري په موخه په تصويب ورسېدل.
پرېکړه وشوه، چې دخوست په مرکز او ولسواليو کې هېڅوک له قانوني جواز پرته سلاح نشي ګرځولى، همداشان هغه څوک چې په ښار او اطرافو کې د تورو شيشو موټرګرځوي، امنيتي ځواکونه مسووليت لري، چې موټر يې ودروي او شيشې يې ورسپينې کړي.همداراز امنيتي او کشفي ارګانونه دې په مرکز او ولسواليو کې په دوامداره توګه هغه دوکانونه او مارکېټونه تر څار لاندې ونيسي، چې د رارسېدلو راپورونو پربنسټ په کې ځينې وخت د بداخلاقيو او ترورېستي پېښو فلمونه پلورل کيږي. د پرېکړو په دوام وويل شول، چې هېڅوک دولتي يا غيردولتي کس حق نلري، چې په ښار کې غيروسله وال کسان وګرځوي، که هرڅوک وليدل شول، چې په ښار او شاوخوا سيمو کې يې د تورو شيشو موټر او غيرمسوول وسله وال کسان ګرځول، امنيتي او کشفي ځواکونه مسووليت لري، چې په وړاندې يې قانوني چلند وکړي .همداراز هغه کسان چې په ښار کې دننه ځينې وخت چاودنې کوي، بايد له ټولو امکاناتو په کار اخېستلو يې ځاى او شهرت تثبيت، تشخيص او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
په پاى کې دخوست د مرکز او ولسواليو په کچه د امنيتي وضعيت د لابهبود په خاطر ځينې مهمې پرېکړې او امنيتي پلانونه اتخاذ شول، چې د تطبيق په موخه اړونده ارګانونه ته رسماً ولېږل شول.