بیګاه شپه ناوخته د وسله والو غلو یوه ډله د کابل ښار په شکر دره کې یو کور ته ننوتې اول یې د کور څښتن او د هغه مور په ډزو سره وژلي او وروسته یې د کور ټوله شتمني لوټلې ده.

د شکر درې پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې، چې غله وپیژني او د نیولو لپاره یې لاس په کار شي.

د کلي خلک راټول شوي او شکایت کوي، چې له ډیرو  ورځو راهیسې په شکر دره کې چې د کابل ښار ته خورا لنډ موقعیت لري، د غلا، قتل او انسان تښتونو پیښې خورا زیاتې شوې دي او پولیس یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

مګر د کورنیو چارو وزارت وايي، چې دوی د غلو لوی بانډونه او مشران یې په مخه کړي او دوه ورځې وړاندې یې هم هغه مشهور غل وژلی چې په شکر دره، پغمان او کابل ښار کې یې پټنځایونه لرل او اختطاف  شوي کسان به یې هلته ساتل.

By Seen

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *