Malt
د غلې د دانې تولید کوم چې په مشروباتو (beverages) او خوړو کې په تخمیر شوې توګه کاریږي. مالټ د غلې له دانې جوړیږي؛ دا غله لمړی لندیږي بیا پرېښودل کیږي تر څو نیمه وټوکیږي یا ریښې وکړي او تر څو په غله کې طبعي د خوړو مادې ته تغیر ورکړي. ممکن هره د غلې دانه مالټ شي ( لنده شي وچه شي او تر نیمایي ټوکېدنې وساتل شي) خو په عمده توګه اوربشې ډېرې د مالټ کېدو لپاره کاریږي له دې پرته غنم، وریجې، جودر او جوار هم مالټ کیږي. د اوربشو مالټ د بیر جوړونې لپاره دم کیږي یا پخیږي. د بیر مزه او خوند هم د مالټ سره تړاو لري له کوم چې بیر جوړ شوي وي. د یو بیرل بیر جوړونې لپاره له ۱۱ تر ۲۲ کیلو ګرامه پورې مالټ کاریږي. د مالټ بله کارونه د مقطر شوو الکولو په تولید د ویسکي او نورو مشروباتو کې کیږي.
د مالټ د ټوکیدنې کنټرول لمړی غله لندیږي کله چې وټوکیږي نو د ټوکېدنې د کنټرول لپاره ېې لوندوالی ورڅخه لرې کیږي تر څو ېې تخم په بوټي بدل نشي. له غلې څخه مالټ جوړونه درې مرحلې لري: لندول (steeping)، ټوکېدنه (germination)، په تنور یا داش کې نینې کول وچول (kilning). د لندېدو لپاره غله په یوه ټانک کې کېښودل کیږي تر څو غله اوبه جذب کړي او د غلې په داخلې کې جنین (embryo) کمزورې کړي. لنده شوې غله په ټوکېدنې یا د غلې له لاندې برخې وړې ریښې په وده پېل کوي. د ټوکېدنې پر وخت انزایمونه فعاله کیږي او په دې وخت کې جنین (embryo) نشایسته ماتوي او بلاخره د ساقې او ریښو شکل ورکوي. له دې وروسته دا نشاسیته د غلې بهرني پوستکي ته نرم شکل او د مالټ بوي ورکوي. په دې پروسه کې باید یخ نری باد په دې غلې ولږیږي تر څو د ریښو د جنسي نزدیکت مخه ونیسي. په اوسني وخت کې د غلې په مالټ بدلولو لپاره ځانګړي ډرمونه کاریږي. کله چې بیولوجیکي تغیر د ټوکېدنې او لندونې له لارې په غله کې رامنځته شي نو د ریښو په ساقې بدلېدو مخې نیولو لپاره لوندوالی ورڅخه په تنور کې وچیږي. که زېاته تودوخه ورکړل شي نو د مالټ خوند او بوي کې تغیر راولي. د ویسکي لپاره وچېدونکی مالټ د اور له پاسه وچوي او یو ډول سره یا غشایي او واښه ورسره ګډوي تر څو ېې لوږی د مالټ لخوا جذب شي.
کوم انزایم چې د ټوکېدنې پر وخت په مالټ کې پیدا کیږي همدا انزایم نشایسته په کاربوهایډریټ (carbohydrates) بدلوي، نور انزایمونه هم پکې تولیدیږي چې پروټین په نایتروجني (nitrogenous compounds) ترکیب بدلوي.
