ارمان دی بيا ليدو يې درده پاتې شي دوی لاړ شي

د ګل غوندې د ورځې ميلمانه وي ځيني خلک

خواشيني يو چې د اوښتون کلتوري ټولنې غړي شاعر،ليکوال او خبريال اسماعيل لاروی کشر ورور محمد امين له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

محمد امين چې دنيکو اخلاقو  اود يوې سپيڅلې څيرې خاوند و،تل يې خپل وخت د پوهې په لاره کې لګاوه او د ګران هيواد افغانستان پر درد او غم به خواشينی و.

 د شهيد محمد امين هغه خبره مې هيڅ له زړه نه نه وځي چې ويل يې که خدای ج کول دوولسم ټولګی مې په خلاصيدو دی خدای ج دې وس راکړي چې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره مې کار وشي.

د ده د نيکې رويې او ښه چلند برکت و چې د ماليزيا هيواد ته د سکالرشيف لپاره بريالی شو. د کوچني اختر وروسته يې دالوتکې پرواز و؛خو څه خبرو،چې د مرګ سيلۍ به يې دا ارمان له خاورو سره ګورته وړي ،څو ورځې وړاندې د افغانستان د دوښمنانو لخوا د مرکز ګرديز په ښارکې په بمي چاودنه کې ټپي شو ،چې له څو ورځو تداوۍ وروسته  يې په روغتون کې پرون سهار شپږ بجې ۱۳۹۲/۴/۳۱ نېټه يې د شهادت جام نوش کړ.

د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې اداره د ښاغلي اسماعيل لاروي کورنۍ سره په دې غم کې ځان شريک بولي شهيد امين ته له لوی رب ج نه د جنت فردوس اوکورنۍ ته يې د صبر جميل غوښتنه کوي .

اناالله وانااليه راجعون

روح يې ښاد پر ګور يې نور

د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنې د اړيکو مسوول

فريد احمد تسکين

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *