لېډينګ سټوري/ اداره

بدلون اوونيزه/لومړی کال/ ۵۰مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۶/ ۱۳۹۴

د اکتوبر پر ۲۴مه د عاشوار په ورځ له يوې خوا تاريخ د مظلوم حسين د شهادت د غم اوښکې د ولس له سترګو بهولې، له بلې خوا د کندهار نيمه‌خوا او په ډېره ناځواني او بې رحمۍ سره شهيد شوی مظلوم عبدالقيدم پتيال د خلکو سترګو ته جګ درېدئ. خو په همدغه ورځ د هېواد اتلو ځوانانو د همدغه ژړانده ولس د غم په اوښکو د خوښۍ هغې ور ګډې کړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دومره ستره او تاريخي بريا ترلاسه کړه چې درسته نړۍ ورته ګوته په غاښ پاتې شوه. تر تصور لوړه، د تمې خلاف او تر هيلو ور ها خوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وتوانېده چې د کرکټ د نړيوالې شورا د یوه بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد زمبابوی څخه د پېنځو يو

 ورځنيو لوبو لړۍ ۳ د ۲ پر وړاندې وګټي. د کرکټ او نړۍ په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د کرکټ د نړيوالې شورا نيم غړيتوب لرونکې لوبډله له بشپړ غړيتوب لرونکې څخه د لوبو لړۍ ګټي. د حېرانتيا خبره خو لا دا ده چې افغانستان زمبابوی ته دا ماتې په خپل کور، خپل لوبغالي، خپلو پيچونو او د هغوی د خپلو تماشه چانو پر وړاندې ورکوي. د کرکټ په لوبه کې له لوبغالي او پيچ سره اشنايي او بلدتيا د لوبې د پايلې په بدلولو کې خورا زياته ونډه لري.

زمبابوی هغه لوبډله ده چې د ۱۹۸۳ د کرکټ په نړيوال جام کې يې هم د اسټراليا غوندې قوي لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. په ۱۹۹۲ کې د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب واخېست او په هماغه کال يې پاکستان ته ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې افغانستان تر اوسه پورې هم د کرکټ د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب نه لري.

د ۲۰۱۱م کال د اکتوبر پر ۲۵ د زمبابوی لوبډلې د نوي زيلانډ د قوي بالرانو پر وړاندې هم ۳۲۹ منډې جوړې کړې او بيا وتوانېده چې لوبه په ۱ منډه له نوي زيلانډ څخه وګټي.

د زمبابوی لوبډلې تر اوسه پورې ۴۶۳ يو ورځنۍ ۹۷ ټيسټ او ۴۰ شل اوريزې نړيوالې لوبې کړي دي. خو بل پلو افغانستان يواخې ۵۶ يو ورځنۍ ۰ ټيسټ او فقط ۲۶ شل اوريزې نړيوالې لوبې کړې دي. خو پر دا ټوله تجربه او د کرکټ له نړيوالې شورا څخه د پوره مالي ملاتړ پر لرلو سربېره د زمبابوی لوبډله نه وتوانېده چې د يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې افغانستان مات کړي.

د کرکټ نړيوال مبصرين هم د افغانستان دغه بريا يو معجزه بولي او وايي چې د کرکټ تاريخ به دغه ورځ هېڅکله هم هېره نه کړي.

د اکتوبر پر ۲۶ افغانستان يو ځل بيا په شل ورځنۍ لوبه کې زمبابوی ته ماته ورکړه او د اکتوبر پر ۲۸ مه په يوه بله شل ورځنۍ لوبه کې هم له زمبابوی سره مخامخ شي.

وسمهال افغانستان د شل ورځنيو نړيوالو لوبو په نړيواله درجه بندي کې پر نهم مقام باندې ځای لري چې تر زمبابوی پېنځه او تر بنګله دېش يوه درجه وړاندې دی.

ځواب دلته پرېږدئ