انسان څنګه پیدا شو؟ چېرته پیدا شو؟ ولې په مځکه کې اوسي؟ دا د بشر ډېرې پخوانۍ او شاید تر ټولو پخوانۍ فلسفي پوښتنې دي. په مختلفو مذهبونو او کلچرونو کې د لومړني انسان په اړه ګڼ روایات د بنیادم لپاره د دغو پوښتنو د اهمیت ښودنه کوي.

د مسلمانانو او یهودو له روایتونو سره سم حضرت آدم او بي بي حوا لومړني انسانان وو او په جنت کې اوسېدل .شیطان څه چل وکړ، ځان یې جنت ته ورساوه او دوی یې تېر ایستل چې د غنم دانه وخوري. د غنم دانې خوړل منع وو خو شیطان دغه لومړني انسانان غلط کړل چې په نتیجه کې الله تعالی له جنته وایستل ، مځکې ته یې ولېږل.

دې موضوع د پښتو شاعرانو توجه همېشه جلب کړې ده. حمید مومند وایي:
پلار مې د غنمو دانې ویوست له جنته
زه لا طمعه دار د غنم رنګو د وفا یم
نواب محبت خان ( د وفات کال ۱۱۶۴ قمري) ویلي دي: 
که میین په غنم رنګ شولوم ګرم نه یم
زه ناصحه څه فرزند د آدم نه یم؟

او د خوشحال خټک کړوسی ،کامکار خټک چې تر نواب محبت خان یو کال وروسته وفات شوی دی، دې موضوع ته له بل اړخه ګوري: 
ښکلي غنم رنګ که ښایسته تر حورو نه دي
پریښی په غنم پسې آدم ولې جنت؟

په شوې خبره کې نوې نکته پیدا کول د شاعر کمال دی او نوې نکته معمولا د تخییل په مټ پیدا کېږي. د تخییل کار دا دی چې په واقعي دنیا کې ناپیوند شوي شیان د مشابهت یا مجاورت په اساس له یو بل سره ترکیب او کوشیر کړي. زموږ په ټولنو کې د بنیادم غنمي رنګ د هغه د ښایست نخښه ده. شاعر د غنمرګو د ښایست خبره په جنت کې د غنمو د دانې د خوړلو له بد عاقبت سره پیوند کړې او نوې ښکلا یې پنځولې ده.

One thought on “د غنمو دانه/ اسدالله غضنفر”
  1. څو کاله مخکې سید عالم استاذ که طلا مامد استاذ یوه سندره کې داسې وييلي وو:
    ظاهره خلګو ته ښه ښکارم ،صدرو
    لکه ‘غنم’ د ړء په سر چاودلی یمه
    صدرو ملالې روږده، صدرو ږده قدمونه…تالا دې کړل د دې باغچې ګلونه..صبرو…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *