عبدالوافي نایبزی

عبدالوافي نایبزی

۱۳۹۸ د مېزان/تلې شپږمه، یوه تاريخي ورځ ده، هغه ورځ چې د ولسمشرۍ نوماندانو ته به ولس خپل ۵کالن برخلیک په لاس کې ورکوي، هغه ورځ چې د یو جمهوري دیموکراتېکې پروسې له لارې به د حکومت په راس کې نوې مشري رامنځ‌ته کېږي.

مالومه خبره ده، چې په دې ولسمشریزو ټاکنو کې د تېر په‌څېر یو وار بیا دوکتور غني او ډاکټر عبدالله له مخکښو نوماندانو څخه دي، دلته يې د تحصیل، کاري مخینې او شخصي عادتونو په اړه یوه پرتلنه کوو:

د تحصیل له‌مخې:
ښاغلي غني د امریکا له بېروت پوهنتون څخه په سیاسي علومو کې لسانس او ماسټري کړې‌ده. دویمه ماسټري يې د کولمبیا پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو کې کړې‌ده. د کولمبیا پوهنتون څخه يې په‌انسان‌پېژندنه کې دوکتورا هم کړې. او هم‌دارنګه د امریکا له سکرانتن پوهنتون او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه افتخاري دوکتوراوې هم لري.

بل اړخ، ښاغلی عبدالله یوازې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي څخه د «سترګه» په برخه کې ناتمامې لوړې زده کړې لري.

د کاري تجربې له‌مخې:
ښاغلی غني د افغانستان په کابل پوهنتون، د کالېفورنیا په «برکلي» پوهنتون او «جانز هاپکینز» پوهنتون کې د استادۍ دنده ترسره کړې‌ده. ښاغلي غنی همدارنګه د کابل پوهنتون ریاست، د نړیوال بانک کارمند، د اقتصاد وزیر او د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پر مهال د خارجیو قواو څخه داخلي امنیتي قواو د لېږد مسوول او اوس‌مهال د افغانستان رییس جمهور دی.

بل اړخ، ښاغلی عبدالله د کورنیو جګړو پر مهال په جبهاتو کې بوختیا، د باندینیو چارو وزارت مرستیال، د باندینیو چارو وزیر او اوس‌مهال د اجرایه ریاست مشري پر غاړه لري.

شخصیت اړوند ځانګړنې:
د ولس تر منځ ښاغلی غني د یو هڅاند، مطالعې شوقي، جدي او تندخویه او سخت‌ګیر سیاست‌مدار په بڼه مطرح دی.
بل اړخ، ښاغلی عبدالله بیا راحت‌طلبه، له مطالعې او علمي څېړنو لرې، غیرجدي او ښه رویه‌کوونکي سیاست‌مدار په توګه مطرح دی.

قضاوت ولس ته پرېږدو، چې د هېواد په‌دې حساسو شرایطو کې یو عالم، مفکر، باتدبیره او له فساده پاک شخص انتخابوي او که یو شېک‌پوش، د هېواد له غمونو ناخبره او د کورنیو جګړو یو مطرح څېره ته خپل ۵کالن برخلیک په لاس کې ورکوي.

4 thoughts on “د غني او عبدالله بې‌پرې پرتلنه| عبدالوافي نایبزی”
  1. ښاغلي غني خپل ولس او خلکو ته وفاداره ، یو متقي ، وطندوسته شخصیت دی ، د ولسمشرۍ د پنځو کلونو د خدمت په موده کې یې یوه ورځ هم رخصتي ونکړه او هره ورځ ولس ساعته د خپل ولس په خدمت کې دی .
    ښاغلي عبدالله یو شیک پوشه ، پرځان میین انسان دی ، د خپل تحصیل او مسلک پرخلاف د افغانستان د خارجې چارو وزیر او دادی د اجراییه ریاست واکمن دی ، خپل دفتر او د خارجې چارو وزارت کې یې یواځې د پنجشیر او پروان خلکو ته خدمت وکړ. نن هم په اونۍ کې یواځې د دوشنبې په ورځ په کابل کې وي چې د وزیرانو شورا جلسه دایره کړي ، نور په هند کې د خپلې کورنۍ لېدلو لپاره د دوبۍ له لارې هند ته روان وي.
    پداسې حال کې چې د پورته واکمنۍ پنځوس سلنه د دواړو ټېمونو ترمنځ وېشل شویده ، د افغانستان د امنیتي او اقتصادی وضعیت د بهبودي لپاره یې یو ګام هم ندی پورته کړی او لاهم د ښاغلي ولسمشر د پلانونو په مقابل کې خنډ او « چیلک انداز » او د « لنډغرو او اوباشانو » ملاتړ کوونکي لقب ګټلی دی.

  2. سلامونه،
    زما په فکر دکتورا ساب غني ځان د یوه بې-برنامې والا ، تل پرې انتقاد کوونکی ، د خپل بام واورې د ده پر بام اچوونکي او…. یو کس چې د ده د شاګرد پر ځای هم نه دی ،سره ځان سیال و نه ګاڼه ؛ او دا هم صحیح ده چې ځینې ت-وي ګانې له اولې ورځې د غني ، ټیم ېې او په ټوله کې د پښتنو او افغانیت پر ضد سوء تبلیغات کوي .
    که په یاد مو وي ، ۲۰۱۴ انتخباتو کښې ، د بي-بي- سي او آزادۍ راډیو په مناظرو کې عبداله هم ګریزونه کړي ول !!. هغه وخت ولې چا هغه شکسته یاد نه کړ؟؟ . او بیا چې رایو کې تقلبات هم د فساد او همکِرايي ! ټیم کړې وې او بین الملل څو ځلې بیا شماري وکړله مګر پای کې ېې جانکېري کاکا دی اجړایییه کړ ، د مهمو چوکیو پر سر ېې څو میاشتې او بیا دا څو کاله وطن په لانجو اخته کړ او لا تر اوسه سرپرستان دي ؟ آیا دا هم د غني ګناهې وې؟؟…
    خبرې ډیرې دي خو سر باید یو وي ، نه دوه بنې!!.
    په همدې تاند کې د ځوان روکي عبدالوافي پرتلنه هم د توجه وړ ده . هیله ده افغان ولس ، پخپله قضاوت وکړي او همهاغه د اسلام د صدر + د احمد شاه بابا ،میرویس نیکه ؛ امان الله خان او د اوسنۍ ډیموکراتیکې نړۍ له مثبتو هیوادونو د ټولټاکنو څخه پیروي وکړي.
    و من الله التوفیق.

  3. سکام
    د غنی با با یو دپلومات ، استاد ، اقتصاد او ٹولنہ پوہ عالم او د بشپر مدیریت ماھر دی ، کمال ئی پہ سیاسی لحاظ دا وکر چی ماشومہ لوبہ کی یی برخہ وا نہ خیستلہ
    داکتر اوداللہ ابداللہ سیاسی پوھہ دیر ہ محدودہ دہ د ھغہ کپارہ زعامت ھغہ دافعانستان پہ کچہ او میزان یو ناممکنہ پدیدہ کنل کیزی داچی دی پہ دی تشہ او ھوایی داکتری نازیزی داددہ لوبہ دی نن سبا موز پہ ھیواد کی دیر پوہ عالم تکرہ داکتران او ماستران لرو چی د غنی بابا پہ دول درس ور کولای شی۔
    پہ پای کی زاغ زندہ باد

  4. سلام
    ملت پوھیزی چی غنی تہ د سھامی شرکت، فساد، ملوک الطوایفی او دیری نوری ناوری پاتی وی دا تولی پہ یوہ ورخ نہ سمیزی ۔ موز ھم لہ غنی سرہ پہ خینو برخو کی اختلاف لرو خو دا ددی مانا نہ لری چی یوازی منتقد اوسو سم کار تہ سم ویل اوبدکارتہ بد ویل د تولنی ذھنیت پیاوری کوی ۔
    او داللہ ابداللہ یوازی د نیوکو پہ نغری ناست دی لہ خانہ یی چرک جور کری کہ کرار یی نیسی ھم چیغی وھی او کہ پہ زور بیا جان کری راغواری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *