تاند- (سې شنبه، د حمل۵) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د مایک پامپیو د یوه ورځیني سفر په پای کې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا متحدو ایالتونه په دې ژور خواشیني دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او پخوانی اجراییه رييس عبدالله عبدالله ورته ویلي چې دوی پر یوه پراخ حکومت، چې د حکومتولۍ، سولې او امنیت پېټی په غاړه اخیستلی شي او افغانانو ته سوکالي او روغتیايي خدمات برابرولی شي، جوړ نه شي راتلای.
په اعلامیه کې زیاته شوې، امریکا له دوی نهیلې شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ولسمشر غني او پخواني اجراییه رييس عبدالله نه جوړجاړي ته په اشارې راغلي چې«دې ناکامۍ د امریکا د متحدو ایالتونو او افغانستان اړیکې زیانمن کړي او په خپګان د هغو افغانانو، امریکایانو او هغو ايتلافي شریکانو بې احترامي ده چې د افغانستان د نوې راتلونکې د جوړولو د هلوځلو لپاره یې د سر و مال قربانۍ ورکړي دي.»
پامپیو ویلي «د دې لپاره چې د افغان مشرانو نه موافقه د امریکا ګټو ته مستقیم ګواښ دی، د متحدو ایالتونو حکومت به فوراً له همدا اوس شېبې له افغانستان سره پر خپلو همکاریو بیا کتنه وکړي. او د نورو ګامونو ترڅنګ موږ نن په افغانستان کې پر خپلو مالي مرستو غور کوو او سمدستي سږ کال یو ملیارد ډالره کموو. موږ راتلونکی کال ۱ ملیارد ډالره نور هم کموو. موږ پر خپلو ټولو پروګرامونو او پروژو هم بیا کتنه کوو چې نورې پیسې هم کمې کړو. د افغانستان لپاره د مرستندویو په راتلونکي کنفرانس کې پر ژمنو هم بیا کتنه کوو. موږ د افغانستان مشرانو ته په زغرده وویل چې امنیتي عملیات به د سیاسي انګېزې لپاره بیا پیل نه کړو او نه به د هغو سیاسي مشرانو ملاتړ وکړو چې د دې ډول عملیاتو امر کوي یا هغوی چې د موازي حکومت دفاع کوي یا یې ملاتړ کوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې متحد ایالتونه د افغانستان د شخړې پر سیاسي حال باور لري او دا یوازینۍ لار بولي.
د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر په عین حال کې ویلي، که افغان مشران یو داسې پراخ حکومت ومني چې امنیت راوستلی او د سولې په پروسه کې ګډون کولی شي، د امریکا متحد ایالتونه حاضره دي چې ملاتړ یې وکړي او له خپلو پرېکړو، چې نن یې کړي، لاس واخلي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د امریکا متحد ایالتونه له افغانستان سره خپل مشراکت پای ته نه رسوي او نه د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته شا اړوي، خو د افغان مشرانو د غیرمسوولانه عمل له کبله پر یو شمېر همکاریو بیا کتنه کوي.
هفه سیاسی ټیکه داران چه موازی حکومت یی اعلان کړی د قانون سره سم باید لویی څارنوالی ته و سپارل شی او د قانون سره سم باید مجازات شی
د امریکا او ټـولو هیوادونو سره د افغانستان د ملت او دولت یو اصل د روابطو مقابل احترام او خود ارادیت دی چه باید په نطر کی ونیول شی ، که امریکا دخپلو کومکونو احسان په داسی توګه اچول غواړی چه د افغانستان ملی حاکمیت ، ملی منافع تر پښو لاندی راځی نو افغانستان ته هیڅکله هم د منلو وړ نه ده . که آمریکا د تروریسم په مقابل کی پیسی مصرف کړی ، خو افغانانو ځانی قربانی ورکړی او د تروریسم په مقابل کی په اول خط کی جنګیږی ، هغه تروریزم چه ضرر یی نه یوازی افغانستان ، منطقی بلکه په نهایت کی امریکی ته هم متوجه دی .ښکاره ده چه تر پیسو ځانی قربانی ډیره درنه او ګرانه ده . افغانستان د امریکی د کومکونو نه مخکی هم ۵۰۰۰ کلن تاریخ د یوه ملت په حیث لری . او په ننی ګلوبل جهان کی د امریکی نه بغیر نور ډیر دولتونه هم په منطقه او هم په جهان کی شته چه د افغانستان سره غواړی چه ستراتژیکی هراړخیزی همکاری ولری .د افغانستان تاریخی او عظیم ملت د ولس مشر اشرف غنی په سنجیده او اصولی موقف باندی ویاړی .
داکتر صاخب اشرف غنی د افغانستان منتخب ریس جمهور دی۰
ملامت ته باید ملامت ووایاست۰ جوړ جاری او مصلحت /همه شمول تول د خلیل ذاد
پروګرامونه دی۰ ولی عبدالله د انتخاباتو نتجه نه منی۰
عبدالله باید دستګیر شی او لویی څارنوالی ته معرفی شی۰
مننه