ذبيح الله احساس

 

د فيسبوک د يو ډېر دروند سياستوال پر وال مې ويډيو وليده، ورسره يې ليکلي وو، چې تاسو هم ورته چکچکې ووهئ.

ويډيو مې خلاصه کړه، چې د ګران افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دريځ ته ولاړ دی او شاوخوا ورسره د حکومت ډېر مهم لوړپوړي چارواکي هم د بدرګې په څېر درېدلي دي.

ولسمشر د افغانستان، افغانستان څه! د هغه وطن سرتېرو ته وينا کوي، چې شاوخوا يې کفري ملکونه خو پرېږده؛ اسلامي هېوادونه يې هم خير نه غواړي.

ولسمشر د سرتېرو د حوصلې پورته کېدو په هڅه کې د خپلې وينا په اوږدو کې احساساتي کېږي او د دريځ له سره ورته چکچکې وهي.

دغه دروند سياستوال د خپل سياسي فکر د مخالف ولسمشر د کم راوستو په ټس کې ناستو سرتېرو ته هم پام نه دی کړی.

دا خو به لا نه وايم، چې دغه ويډيو به زما د ګاونډ هغو استخباراتو هم ليدلي وي، چې زموږ د حکومت او ولس تر منځ د همداسې واټن پيدا کېدو هڅې کوي؛ څومره به خوشاله شوي وي، چې څوک شته، چې د خپلو ګټو په خاطر د دوی په څېر فکر کوي.

څه موده وړاندې مې يو بل پوسټ وليد، همداسې يو کس د حکومتي چارو يو اوږد لسټ پوسټ کړی و، چې دغه ټولې چارې د پخواني حکومت يانې د ښاغلي حامد کرزي دورې پر مهال پيل شوي؛ خو اوس پرې اوسنی ولسمشر ښاغلی غني شوخند وهي.

نو زوی مړيه!

زما يې په غني او کرزي څه، دا وطن خو يوازې د دوی نه دی کنه.

دا وطن زموږ دی، زما له پروژو سره کار دی. زما له کار سره کار دی، چې بايد وشي، که اوسني حکومت پيل کړی وي او که د پخواني حکومت نېمګړې چارې بشپړوي.

زه له هغو ټولو سره موافق يم، چې د دې حکومت نيمګړتياوې راسپړي. دا ورين حقيقت دی، چې دا حکومت بلا ډېرې نيمګړتياوې لري.

خو هغوی راته ډېر واړه سياستمداران ښکاره شي، چې د محمد اشرف غني په خاطر د اوسني حکومت ننګه د کرزي د کم ښودو په خاطر کوي او همداسې هغه ښاغلي، خو لا هېڅ د بحث وړ نه دي، چې د اوسني حکومت نيمګړتياوې د اشرف غني د کم ښودو په موخه د کرزي په ننګه راسپړي.

دا هماغې ډلې دي، چې په هر حکومت کې د خپلې خوښې چارې او په همداسې چارو کې خپلې ګټې لټوي.

دوی چې هم کله غټان شي نو بيا د کندهار غونډې په څېر راټولېږي.

سياست خوندور هنر دی او په دې هنر کې د مخالف يا سيال ماتول بلکل همداسې خوند کوي، لکه د اغيار له منګلو چې معشوقه خپله کړې.

خو په عشق کې به د اغيار د داسې ماتې لا څه خوند وي، چې معشوقه پکې له لاسه ورکړې.

زه د اوسني حکومت او پخواني حکومت پلاويانو ته همدا خبره کوم، چې د وطن په ننګه سياست وکړئ. اشرف غني مات کړئ، خو وطن له کندې وساتئ. کرزی لا هم وسپړئ، خو ګران وطن مه بې حيثيته کوئ.

اشرف غني د کرکټ لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی نه دی، چې خوار له هرې لوبې وروسته بې خرته وکنځئ.

ځوانيمرګانو! دا مو د ګران وطن ولسمشر دی. په هغو بدرنګيو يې لاس کېږدئ، چې له منځه تلو سره يې وطن ښکلی شي.

کرزی د بزکشۍ غريب چپنداز نه و، چې پزکشي ختمه شوه، له پردي اسه ښکته شو او اوس پر ځمکه پلی روان دی.

د کرزي حيثيت د افغان سياست حيثيت دی، ځکه ساتل غواړي، چې موږ دې وطن کې د هر نوي حکومت له راتګ سره پخوانی ولسمشر ژوندی نه دی ليدلی.

په ډلو وېشل شوی سياست نوې مفکوري رامنځ ته کوي؛ خو چې کله همدا ډلې د سياست پر ځای شخص محوره شي؛ نو بيا ناورينونه رامنځ ته کېږي، چې نور ترې موږ ستړي يوو.

ښه يې ګورئ! چې د جنګونو د وخت او د تېرې پنځلس کلنې دورې بدمعاشان سياست مداران د خپلو ګټو د خوندي ساتلو په موخه له دې وطنه کباړ جوړ کړی او د بهرنيو هېوادونو د سفارتخانو په کباړيانو يې ګرځوي، چې وروستۍ ګټه وکړي.

وطن کې روان سياست لا هم د سپېڅلتيا هغه مزل نه دی پيل کړئ، چې موږ دې په کې ځينې اشخاص پيغمبران کړو او ځينې شيطانان.

د شخص پالنې سياست دومره مه دودوئ، چې بيا به کلونه کلونه له همدې ناورين سره مبارزه کوو، چې د ګوند مشر مهم نه دی، د ګوند مرام او همدې مرام ته يې د رسېدو لاره او پرې اخيستل کېدونکي ګامونه مهم دي، چې څومره عملي او څومره خيالي دي؛ خو بيا به يې څوک نه مني، لکه همدا اوس.

کنه د جهادي ګوندونو په څېر به مو اووه پيغمبران جوړ کړي وي او تر هغې به يې پاللو، تر کومې چې ژوندي وي.

زه د ځان په څېر ځوانانو باندې غږ کوم، چې د هر سياسي شخص پالنې ټول ارزښتونه د وطنپالنې په تله وتلئ.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *