د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات

دولسمشرۍ لپاره ټاکنیزې منډې ترړې مې په پلازمینه کابل او ځینو نورو ولایتونو کې له نږدې څارلې او که به په کې یوه نیمه خبري موضوع وه نو کار به مې پرې کاوه د ټاکنو په لومړي پړاو کې هغوئ چې د ښاغلي زلمي رسول لپاره يي کار کاوه نو دومره ډاډمن غږیده چې موږ یې هم یوه داسې باور ته نږدې کړي وو چې ګنې ښاغلی زلمی رسول به په خورا لوړه کچه د ټاکنو ګټونکی وي ډیرو به ویل چې ریس صیب موخه به يي حامد کرزی و د زلمي رسول په ملاتړ ورګډاوه او خلکو ته به يي ویل چې د همدې نظام پرمټ به ډاکټر رسول واک ته ورسیږي دغه ډاډمنتیا هغه ډیرې واک خوښې څیرې ښاغلي رسول ته ورماتې کړې چې ګومان يي کاوه که يي ملاتړ ونکړي نو به له راتلونکي حکومته ګوښه او له حامدکرزي به هم رټل شوي وګڼل شي، خو وروسته د ټاکنو پایلو دغه ډاډمن خلک پرملامات کړل او اخر هم خبره د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ شوه ځینو سرچینو راته وویل چې د زلمي رسول او اشرف غني سیالۍ عبدالله ته د مخکښه کیدو چانس ورکړ.

دویم پړاو ـ

ډاکټر عبدالله عبدالله په ډیرو سیمو کې پیسې خورې کړې او پخوانیو جګړه مارو ډلو ته يي وویل که ښاغلی غني واک ته ورسیږي ستاسې ځای ورسره نشته ځکه چې دغه سړی ډیر وچ کلک دی اوله هیچا سره جوړجاړی نه خوښوي او په ښکاره چیغي وهي چې سهامي شرکت نه غواړم دلته نو د شعارونو خبرې چې تودې شوې د جهاد کلمه تر ټولو وړاندې کارول کیده او ډاکټرعبدالله عبدالله د جهاد د اصلي وارث او اتل په توګه رامخې ته کړل شو خو په ځواب کې يي د یو شمیر پیژندل شوو څیرو چې یو پکې قطب الدین هلال هم و هغه چې د ګلبدین حکمتیار له ملاتړه هم برخمن و د همګرایانو ډله د فساد او جنګ پالنې په نوم یاده کړه او تر ډیره یې ترې د جهاد کلیمه ترور کړه.

خبره نیغ په نیغه پهلوانۍ ته ورسیده –

د ډاکټر غني پلویان په ولسي کچه تر عبدالله عبدالله ډیر څرګند شول، ځکه نو د کمپاینرانو په همغږۍ د اشرف غني غواړو شور لوړ شو پسې او ان عبدالله ته ورغلي مشران يي پښیمانۍ ته نږدې کړل خو له ټولنیز شرم او تربورۍ له امله پر عبدالله ودریده په پیسو او هرڅه يي خپله وسه کوله چې په سلو کې خو یوه نیمه رایه ورته راخپله کړي ما په یوه تصویر کې دعبدالله عبدالله ځینې کمپاینران لکه مولوي صیب شهزاده شاهد، حاجي روح الله او نور ولیدل چې د ټاکنو په ورځ دومره ستړي ښکاریدل چې ګنې په کرونده يي ټوله ورځ ونې کرلي که څه هم ستړیا يي ولس ته دومره د پام وړ نه وه په دغو سیمو کې چې دوئ وو ولس ډاکټر اشرف غني ته که په هره بیه وه رایه ورکړه او هر ګواښ يي ومانه خو ماته د عبدالله د کمپاینرانو د اخلاص اوصداقت کیسه مالومه شوه چې له میلیونونو خلکو سره يي په یواځې سره څومره پهلواني وکړه.

زه د ټاکنو په ورځ په ننګرهارکې وم په یوه سیمه ییزه راډیو کې ناست وم چې حاجي ظاهر قدیر، احسان الله کاموال، استاد ازمون او نور راغله. حاجي ظاهر په خپل ټلیفون خپل خلک څارل د غرمې ډوډۍ یې هم ونه خوړه سړی د مار په شان تاویده خو کسانو یې هغسې چالاکي نه درلوده لکه چې د حضرت علي کسانو په ښیوه او دره نور کې درلوده او ان ناظرین يي له محلونو ګرځولي و .

احسان الله کامه وال لوی څادر په اوږه منجیله کړی و او ساعت په ساعت به يي غږ کوو چې انعام الله یو عکس خو واخله نه پوهیږم دغه ښاغلي په دې ورځ کومه فوټوګالري جوړوله، استاد ازمون چې د ښاغلي غني ارشد سلاکار ګڼل کیږي بیچاره به له ټلیفوني خبرو وروسته تندي ته ټق ورکړ هی نامردو هلته خو څوک نشته خبره خرابه ده خو ازمون پاچا هم تر مازیګره له دغه خونې ونوت او نه يي د عبدالله عبدالله د کمپاینرانو په څير دعوې دنګلې او شور ماشور وکړ یواځې خپل زړه يې خوړ په کونړ کې مې هم د کمپاینرانو په اړوند اوریدلي و چې دغني بابا لټانو ان رايي هم نه وې ورکړې ډاکټر جمال الدین اسحق د کمپاین ولایتي مسول و په لومړي پړاو ټاکنې کې یې خپله رایه هم نه وه کارولې نور ټیم یې هم دغسې و .

اوس چې په ټاکنو کې د درغلۍ خبره کیږي دغني بابا په لټانو مې د خپلې انساني عاطفې له مخې زړه درد کوي چې رایه خو ولس ښاغلي غني ته ورکړه کمپاینرانو ځانونه ساتل قانون ته ژمن و خو بیا هم پرې د ټګۍ تورونه لګیږي.

دعبدالله عبدالله پلویان که په زور او پهلوانۍ خپل صندوقونه ډکول اوس په نره د درغلۍ نارې هم وهی.

زه په پوره بې طرفۍ یواځې د سترګو لیدلي حال درسره شریکوم او د چا په ننګه لاسونه نه غورځوم .

0 thoughts on “د غني باچا لټان/ سیدعبدالله نظامي”
  1. Dear,
    What you said in above article the head of Ghani don’t use their votes( it mean they are in office or in home) in poling stations all head of Abdullah in people of Abdullah in poling station the all people use votes for Abdullah,
    It is a question the votes of Ghani from where??? when the head not in poling station We sure no votes…….
    The election that is a kind of Business in Afghanistan

  2. ډاکټر عبدالله عبدالله او پاویانو یې د انتخاباتي خپلواک کمېسیون پر اراکینو او حکومت باندې ددرغلیو تور لګولی ، پرېږدﺉ چې دوی یې سره سپینه کړي، پر غني باچا او پلویانو یې څه ؟ که غم نه لرۍ وزې واخلۍ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *