پوهيالی سيد اصغر ارمل هاشمي

غني خان مفکر، ریالیست او رومانیست شاعر و، دې په نظم، نثر، رسمامي، تصویر سازي او مجسمه جوړولو کې لوی لاس درلود.

یو پیاوړی شاعر باید دهنر په څانګه کې خپل خلاقیت، انفرادیت او ځانګړی توان وښيي، چې غني خان خپله ځانګړې لاره انتخاب کړې ده او له نورو یې تقلید نه دی کړی .

په معاصرې (اوسنۍ) دورې کې غني خان هغه شاعر دی، چې لوړ تخیل او ځان ته خپل مسلک لري، دی خپل اوري او د بل نه مني، غني خان چا پسې نه دی تللی او د خپل زړه جذبه یې په ډېر جرئت سره بیان کړې ده، لکه چې وايي:

ربه داسې لیونی شوم په یو خیال باندې مین شوم

ځم ډوبېږم سمندر کې په یو لال باندې مین شوم

ربه دا څنګه مستي ده چې جانان مې پکې ورک کړ

که په مخ د یار د سترګو په دلال باندې مین شوم

زه د سیند د څښلو نه وم یوه لپه مې کړه پورته

زه د لمر د مینې نه وم په هلال باندې مین شوم

 غني خان د پښتو  ادب تاریخ لرغونې دوره، منځنۍ دوره او معاصرې دورې شاعرانو کې دهېڅ یو کس پیروي نه ده کړې، دی د فلسفي اشعارو سرلاری دی، دده د سبک پیروي  هم د نورو شاعرانو، لیکوالانو  او پوهانو لپاره ستونزمنه لاره ده او دده د سبک پيروي د هر شاعر د توان کار نه دی .

په عمومي ډول دده اشعار او نثرونه لاندې ځانګړنې لري:

۱: غني خان په اشعارو کې د فلسفې رنګ ښکاره دی، لکه څرنګه چې د نړۍ ټول فلسفیان د (ولې؟) ځواب پسې لالهانده او سرګردانه دي، دغسې غني هم دغه ځواب د شعر په ژبې غواړي .

۲: د غني خان ټول اشعار،نه د ختیزې (عروضي شاعرۍ) ته ورته دي او نه یې دولسي اشعارو په ځیلونو کې ویلي دي، دې د خپل زړه خبرې د تخیل پر ګاڼه سمبالې کړي دي او د وزن، بحر، قافیې، ردیف (لفظي او معنوي)  صنایعو ته یې پام نه دی کړی .

۳:  جولیز جوړښت له مخې دده په اشعارو کې غزلې، رباعیات ،مثنوي،قطعې،ازادنظمونه او ترانې موجودې دي، چې ډېرې ترانې یې د وطن د مینې او ازادۍ لپاره ویلي دي .

۴:  معنوی جوړښت (محتوا، منځپانګې) له پلوه یې اشعار ستاینه، مرثیه، غندنې، حماسي او طنزیه اشعار لري، چې طنز او مزاحیه اشعار یې يه دیوان کې ډېر لیدل کېږي .

۵: د غني اثار فکري، نظریاتي او اجتماعي خواوو له پلوه تصوف، وطن دوستي، ننګ او غیرت، عشق او مینه، هیومانیزم، فیو ډالیزم ضد اشعارلري او په ځينو ځایونو کې یې د خانانو، شیخانو او ملایانو نه شکایت کړی او غندلي یې دي او همدارنګه په اشعارو کې یې د ځناورو او مرغانو سره خوږې خبرې او اترې هم شته .

۶: د غني خان نثرونه د طنز، مزاح او ټوکو په شکل اجتماعي او سیاسي انتقادونه دي، چې د ټولنې د ناخوالو په سبب یې ویلي دي .

۷: غني خان چې هر څه وايي، په صداقت او ډېر صراحت سره یې وايي، غني خان ته د ځان او یا بل هر چاته په وړاندې چې کوم فکر او نظر پیدا شوی دی، نو په هماغه بڼه یې په صراحت سره بیان کړی دی .

۸: د غني خان په اشعارو کې د وعظ او نصیحت خبرې ډېرې کمې دي، دی وايي: که چېرې شعر، وعظ او نصیحت ته ځانګړی شي، خپل هنری او شعري ارزښتونه له لاسه ورکوي، د غني خان مستانه وینا دغه خبرې په خپله ځولۍ کې نشې ځای کولای .

۹: غني خان په اشعارو کې د (تضاد) مسله هم تر سترګو کېږي، هغه وايي: دنیا له اضدادونه جوړه ده. مرګ او ژوند، خوشحالي او خفګان، رڼا او تیاره او داسې نور یود بل ضد شیان شه دي، که د انسان خوښه وي او که یې نه وي، د ژوند تضادونه به پرې تېرېږي، هغه د مرګ او ژوند په فلسفې کې وايي: د انسان مرګ ژوند او ژوند یې مرګ دی، خو دې حقیقت باندې پوهېدل فکر او عقل غواړي .

۱۰: غني خان مفکر فلسفي شاعر دی، دده په اشعارو کې د شعر د اساسي توکو څخه ټول شته، خو مفکوره پکې ډېر غښتلې ده .

۱۱: غني خان چې څنګه خبرې کوي، هغه شان یې لیکي، یعنې دده د شعر وینا د عادي خبرو سره فرق نه لري، بې باکه خپلې خبرې کوي او دخپل زړه خبرې کوي .

۱۲:غني خان په اشعارو کې د اسلامي فلسفې، هندي فلسفې او غربي فلسفې  فکر څرګندېږي. او دده فلسفیانه قوت پکې ښکاره کېږي، ده په فلسفې کې د جنون او جانان فلسفه رواج کړه، چې ددې نه مخکې چا په دې اړه څه ویلي نه وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *