دهغه هیواد په نوم چې مې پکې سترګي غړولي او د هغه له هوا، فضا غرونو او رغونو مې په خپله روزنه او پالنه کې ګټه پورته کړي.
د هغه هیواد په نوم چې د هغه څخه په لری اوسیدو هم بیا هغه ته لیواله او په پاک ذات می قسم چې د نوم په اخستلو يي می غونی ځیږ شي او د وجود ویښتان می راولاړ شي.
د هغه هیواد په نوم چې که هر څومره خړ پړ ، خوار او خزان دی خو زما لپاره د ښکلو ښکلئ او دښو نه ښه دي.
د یوی ترهید لي او د وطنه شړل شوې، د یوي بیګناه او معصومي مرغي په حیث او د یو خپلواک او ناپييلي انسان په حیث د وطن او خلکو سره د ریښتني مینی په پار په هیواد کی د روانو ناخوالو او نابرابریو د لیدلو لمس کولو او اوریدلو په پار د لاندی څو ټکو لیکل اړین ګڼم.
د وروستیوڅلور پینځو لسیزو را پدیخوا زمونږ په سر لوړي هیواد کی یوه ډله کسان غواړی چې دغه خوار، کړیدلئ ، رنځور او ناتوانه هیواد په وجود چاړه راغبرګه او د خپلو غوښتنو او هیلو ښکار يي کړي. زه د دغي خبری تاریخی پس منظر ته تلل نه غواړم او دلته پدغه لیکنه کې پري نه غواړم دغه لیکنه لا پسی اوږده کړم او د لوستونکود لوستلو يي وباسم خو د د غو ډلو ناروا او ناجایزو غوښتنو ته د یوي بیلګې په توګه کتنه کوم .
د ورسیتو دوه نیمو لسیزو را پدیخوا د دغی ډلي هغه هڅي چی د ملی او شریکو ګټو او لاس ته راوړنو په مخ او له منځه وړلو کې يي ونډه اخستي په لاندي ډول دی.
1- د ډاکټر نجیب الله د واکمنی د واک سوله ایزلیږد مخ نیوی او د هغی نا کامول او بیا د قدرت واګی په خپل لاس کې اخستل.
2- د ۱۳۹۱ کال کی د کړلو ژمنو څخه څرګنده سرغړونه او د قدرت د مودی اوږدول.
3- د پاکی او سپڅلی لوی جرګی عنعنوی نوم بدلول په شورای اهل عل و عقد.
4- په هیواد کې د پښتون قوم له منځه وړلو او د هغو په ضد ناوړه تبلیغات او د هغو او په هیواد کې د نورو ټولو میشتو وروڼو ملیتونو شریکو میراثونواو لاس ته راوړنو له منځه وړل او د دي خبری تبلیغول چی تاسو پرموږ دری سوه کاله حکومت کړی او اوس مو بس ده او زمونږه وار دی او تاسو د دي هیواد استوګن نه یاست او د پنجاب بچیان مو بولي.
5- د ۲۰۰۲ کال د لوی جرګی په لړ کې د هیوادنیوګټو په مقابل کې په څرګنده دریدل او د پښتو ژبي د ملی کلمی سره ، د هیواد د نوم سره ، د ملی سرود د بدلون سره د مخالفت څرګندول او بیا هغه په پښتنو منل.
6- په ښکاره او پټه د ملی مستلحاتو په وړاندی دریدل او د پردو مستلحاتو رواجول د دغو نا منلو او رټل شوو کسانو غوښتني وي او دی چې پر موږ يي منلي او لا يي د منلو کوښښ کوي.
7- او دا دی پدی وروستیو يي کې يي زمونږ ګټلی ټاکنی را څخه غلا او پر موږ يي د یو شریک او ګډ حکومت د جوړولو هڅی منل حتمی کړي دي.
د او سنیو پریکړو او سیاسی معاملو د حل په تړاو زما یو څو وړاندیزونه.
که څه هم چې د ښاغلي ډاکټر اشرف غنی احمدزی د ټاکنیزی تګلاری د یو اصل په ډول د اجرايوی پست رامنځ ته تګ په پام کې نیول شوي وه خو د دغه اجرایوي پوست د کار او کړنلاری هیڅ ډول تجویز په پام کې نه وی نیول شوي نو زه د دغه پوست د کاری کړنلاری او پرسونلی جوړښت لپاره څو وړاندیزونه لرم که چیری د هیواد په ګټه وه تری دي ګټه واخستل شي.
د دغي موافقی د پیچلتوب او د دواړو خواو د اندونو توپیر ته په کتو او د یو کارنده تګلاری د نه رامنځ ته تګ لپاره به دا ښه وی چې اوس په لاندی ټکو د نظر یوالی راشي.
1- دغه اجرایوي پوست به که هغه هر چا ته هم رسیږی تر راتلونکو دوو کلونو یو تشریفاتی پوست وی او یواځی او یواځی به د وزیرانو شورا د غونډی د مشرتوب او د چارو د سمون لپاره به کار کوی او بس.
2- دغه اجرایوي پوست به تر راتلونکو دوو کلونوهیڅ ډول اجرایوی واک او اختیار په واک کې ونلري تر څو د دغه پوست لپاره د هیواد د وتلو حقوق پوهانو او اړینو قضايي ادارو د پوهو او کارنده کسانو لخوا یو حقوقی او کاری چوکاټ نه وی برابر شوي او بیا دغه حقوقی او کاری چوکاټ د یوي لوي جرګی له خوا تصویب شوی نه وی. که چیري موږ غواړو دغه پوست د هیواد په سیاسی نظام کی ور دننه کړو نو باید چې د هغه لپاره کاری او حقوقی چوکات د هیواد د اساسی قانون په اډانه کی د لوی جرګی له خوا تصویب شي.
3- د هیواد حقوقی کارپوهان باید چې د دغو دوو کلونو په ترڅ کې د دغه نوی پوست د رامنځ ته کولو ټول اړخونه لکه د هغه جوړښت ، د کارکونکو شمیر، د برخو یا څانګو نومونه او دندی او همدارنګه واکونه ، د دغی اداری لپاره د بودیجی ورکړه او د بودیجی د برابرولو لاری چاري او همدارنګه د دغه ټکې روښانول په حقوقی لحاظ چې دا پوست به د ناکام کاندید پوست وی او هغه به بیا دغه پوست ته راځي. دلته باید د قانون د یوي برخی په توګه دا هم د راتلونکو جنجالونو د مخنیوی لپاره روښانه شي چې دا به د بایلونکی کاندید خپله ځاني دنده وی چې دغه پوست ډک کړي او که هغه کولي شي د خپل ګروپ لخوا کوم بل څوک وروپیژني. دا باید په قانون کې په روښانو ټکو څرګنده وي.
را به شو د اپوزسیون ټکی ته په دغه موافقه کې
پوزیشن او اپوزیشن دواړه انګریزی توکی دی او دا زمونږ د هیواد په سیاسی چوکاټ کې یو څه نا پیژندل شوی اونا اشنا توکی دی. موږ په خپله خوږه ژبه کې دغو ویو ته په واک کی او له واکه بهر او یا هم پخلا او ناپخلا حالت ویلی شو او یا هم موافق او مخالف.
که موږ خپلو ټولټاکنو ته وګورو نو دا به را ته جوته شي چې دواړه کاندیدان په تاکنو کي خپلواک نوماندان وه او د کوم حزب او سیاسی خوځښت له خوا ټاکنو ته نه وه ولاړ نو چې کله یو کس په خپلواک ډول ټولټاکنو ته دریږي او بیا هغه د اپوزیسیون دعوا کوی دا پدي معني چې هغه د منل شوو اصولو او په هیواد کی روانو قوانینو ښکاره بغاوت کوی او د بغاوتکونکی سزا په قانون کې جوته ده نو داسی کسان باید چې د قانون په رڼا کې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
دی ټکې ته را به شو که چیري موږ د هیواد لپاره داسی یو سیستم غوره کوو چي په هغه کې خپلواک کسان ځان ټولټاکنو ته نشي نومولي او هر کاندید باید د یو سیاسی جوړښت غړی وي او یا هم د سیاسی ګوند لخوا کاندید شی او ګوندونه به په سیالیو کی د یو بل په وړاندی انتخاباتی سیالی کوی نو پدي صورت کی باید چې دا موضوع هم د راتلونکی جرګی له خوا تصویب شی او د دغه کار د ترسراوی لپاره باید بیا هم د هیواد حقوق پوهان د هیوادنیو او نړیوالو تجربو په رڼا کې د هغی حقوقی برخه د قوانینو په رڼا کې په ښکاره او روښانو ټکو څرګنده کړی او دغه موضوع هم د راتلونکی جرګی د اجنډا په برخه کی ونغاړل شي او د جرګوالو د منلو وروسته په راتلونکو ټاکنو کې تري ګټه واخستل شي.
دا که مونږ په یو ځل او د لوي جرګی د مشورو څخه پرته د هیواد په نافذو شوو قوانینو کې د بدلون راوستل کوو د اوسنی اساسی قانون سره په ټکر کې دی او هر عمل چې د قانون سره په ټکر کې وي هغه د منلو ندي او د قانون ماتونه او یا هم نه منل جرم دی او د مجرم سزا معلومه ده.
مونږ باید داسی کار ته هیڅ کله هم غاړه کښي نږدو چې هغه د نړی په هیڅ ګوټ او هیڅ هیواد کې تر دی پخوا تجربه شوي نه وي او دا د څو بد نامو، بدنیتو په هر ډول قومی او ژبنیو ناروغتیاوو ککړو کسانو له خوا د خپلو ناروا او شخصی غلطو غوښتنو لپاره پر موږ وتپل شي.
که موږ د دغو رنځورو کسانو ناروا غوښتنو ته د سترو هیوادنیو غوښتنو په مقابل کې تیر شو او د دوی دغه غیر ملی او غیر انسانی ِغوښتنو ته سر ټیټ کړو نو نه یواځې دا چې دا به زمونږ د زاوال لوی لامل وی بلکه دا چې دا به مو د خپل هیواد او خلکو سره یوه تاریخي جفا کړي وي او دا به پدی وانګریل شي چې پرته لدي چې موږ د خپلو وګړو لپاره د نورو نوو مدنی حقوقو دعواګیر واوسو بلکه موږ ته را په میراث پاتی حقوق هم د لاسه ورکوو او په خپله د خپل ځان لپاره کنده وباسو.
د دغو ټکو د لوستلو حوصله د چارواکو غوږونو ته د رسیدو هیله او که د منلو وړ وي د هغو د پلي کیدو په هیله له تاسو ټولو مننه.