تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹مه: د ولسمشر غني د لوړې مراسمو ته د ۳۵ هیوادونو استازي او سفیران، د خیبر پښتونخوا نږدې ۲۰ ملتپال سیاستوال تر څنګ د ناټو ملکي استازی نیکولاسکي، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د ناټو قومندان سکاټ میلر او له څلورو زرو زیات میلمانه ور رسېدلي دي.
د دغو مراسمو لپاره د سترې محکمې غړي هم ارګ ته ورغلي تر څو ولسمشر غني ته د هیواد د وفادارۍ سوګند ورکړي.
ټاکل شوې نن ولسمشر غني دویم ځل لپاره د ولسمشر انتخابېدو مراسم پر ځای کړي.
په ارګ کې د پاکستان سفیر، د کویټ، عمان، متحده عربي اماراتو، اروپايي ټولنې، عمان او نورو هیوادونو استازي هم لیدل کېږي چې د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو ته ناست دي
همدا راز د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي او مشران هم له سهاره دغو مراسمو ته وربلل شوي او ناست دي.
د دغو مراسمو لیدنې ته په ګڼو ولایتونو کې هم د سلګونه او زرګونه هیوادوالو تر منځ لوی سکرینونه لګول شوي دي.
بلخوا د عبدالله عبدالله د لوړې په مراسمو کې هیڅ یو سفیر یا هم بهرنی استازی نه دی لیدل شوی.