تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ په سعودي عربستان کې د افغانستان له ولسمشر سره وکتل او د افغانستان د سولې د ملاتړ ژمنه یې وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، عمران خان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چې اسلام اباد د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د حکومت او پوځ ځینې منتقدان وايي چې پاکستان پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې ونه کړي او یوازې له امریکایانو سره وږغېږي.
د افغانستان او پاکستان مشران د ګڼو نورو اسلامي هیوادونو له مشرانو سره د اسلامي کنفرانس سازمان په ۱۴ مه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان مکې ښار ته تللي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې او پخلاینې پر لارو چارو خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه هیواد صدراعظم د افغانستان ثبات او سولې ته د خپل هیواد پر ژمنې ټینګار وکړ.
په بیان کې همداراز راغلي چې پاکستان ته د ولسمشر غني کېدونکی سفر به فرصت برابر کړي چې د دوو هیوادونو ترمنځ سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکې او د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ تماسونه وغوړېږي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني روانه میاشت د پاکستان د صدراعظم عمران خان په رسمي بلنه پاکستان ته لاړ شي. تراوسه پورې اسلام اباد ته د ولسمشر غني د سفر کره نېټه نه ده څرګنده.
د ولسمشر غني او صدراعظم عمران خان د کتنې په اړه د ارګ په لنډه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو پر دوه اړخیزو اړیکوډ د سیمې د اتصال، سوداګرۍ، سولې، امنیت او له تروریزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني د پاکستان له فضا څخه هند ته د افغانستان د هوايي شرکتونو د الوتکو پر تګ راتګ د پاکستان د بندیز ستونزه یاده کړه او عمران خان ژمنه وکړه چې د دې ستونزې غم به وخوري.