که څه هم چې د ټاکنو په بهیر کې ستونزې ډيرې وي او د ټاکنو پروسه وځپل شوه. واک په هغه ډول نه انتقالېږې څنګه چې مو هیلې وي، واکونه او صلاحتونه هم د ملی یووالې حکومت تر نامه لاندې ویشل کېږي، خو بیا هم د هغې ډلې څخه چې شاوخوا دېرش کاله په واک پاتې شوي، له واکه لرې کول یي ګران کار دی. د اصلاحات او همپالنۍ د ټیم واکونه نیمایي ته کمېدل هم د ډاکتر اشرف غني او دده د پلویانو د مبارزې له برکته وو. په یو میاشت یا یو کال کې له حکومته د زورواکو ګوښه کول امکان نه لري، او په افغانستان کې بیا بیخې امکان نه لري. که د مفسدو، غاصبینو، پردې پالو، مجرمینو، قاتلینو، قاچاقبرانو، مافیاوو او ظالمانو سره مبارزه همداسې دوام ومومې نو بې له شکه د افغان ولس راتلونکې به روښانه وي او په ډېر نژدې راتلونکې کې به د یو افغان او بل افغان ترمنځ هیڅ توپير نه وي. ددې مبارزه له برکته د دې ډلې واکونه به کمېږي او دا اوسنۍ ۵۰٪ واک به یی ۱۰٪  و یا ۲۰٪ ته به را ښکته شي.

ډاکتر اشرف غني د یو رښتنې افغان په توګه د یو داسي مبارزې بنسټ کېښود چې په افغانستان کې به ټول اختلافات پای ته ورسیږي، ټول تعصبات به پای ته ورسېږې او د تاریخ بدرنګه څېرې به له شرمه خپله ګوښه کېږي.

په دې ټولټاکنو کې افغان ولس ته ټولې خواوې، ښه او بد، د وطن رښتنې، وفادار، او وطندوسته وګړي او پردې پاله، جاسوس، خاین، جنایتکار، جنګسالار، مافیا او لوټمار وپيژندل شوي. اوس د افغان ملت اراده ده چې د کومو خلکو ملاتړ ته دوام ور کوي، او له کومو خلکو څخه کرکه کوي. د ټاکنې بیا تکرارېږي د ولسي جرګې ټاکنې مو پرمخ دي، په اساسي قانون کې د اجرائیوي پوست د رامنځته کېدو لپاره لویه جرګه را غوښتل کېږي، پنځه کاله وروسته بیا ټاکنې کېږي.

که افغانان د خپل راتلونکې لپاره ملا وتړي او په تېرو ټاکنو کې د شویو معاملو څخه عبرت واخلي نو کولای شي چې په راتلونکې کې د یو قوي حکومت بنسټ کېږي نو د یو ډاکتراشرف غني پر ځای به سل او زر غنیان په افغانستان کې ولرو.

زورواکي پای ته ونه رسېد، بلکې ۵۰٪ کم شو خو لا تر اوسه ولسواکۍ زندۍ ده او د ولسواکۍ ژغورل او د زوراکي ختمول د همدې ملت اراده ده.

زړه مه ماتوئ، مه پښیمانه کېږئ، په اخیستل شويو ګامونو بیرته په شا تګ مه کوئ، راځئ د غني مبازره په مخ یوسو او د یو اباد، سوکاله، سرلوړې، یو موټي، کامیابه، ښېرازه او سمسور افغانستان لپاره لاسونه سره ور کړو.

0 thoughts on “د غني مبارزه به د پای ټکی ونه لري/ شفیق الله یوسفزی”
  1. محترم يو سفزی صاحب ستاسو دليکنی څخه مننه ،ستاسو ليکنه شروع کړي او بايد ادامه ولری چي څنګه وکولای شو دا شروع شوي دحقيقت مذل دمنزل لورته ورسو ،يو تعداد ګڼ شمير دغنی دناکامی مبارکی وايي ،نه داسی نده .هغه په جناياتوککړ اشخاص چي دغرب دفرمايشونو پراساس پر موږ نازل شوی چي نن مو داحال دی البته پدی لاره کی امريکا اودهغو ی انډيوالانو ستری پاګونی کړی چي دوی خپلی ريښی ډيری کلکي زغلولی دی ، اودملياردونوخاوندان يي کړی چي همدا وسيله وګرځيده چي ترنن ورځي يي ستا شتون ته ګواښ کاوه امانن ستا ترفرمان او قوماندی لاندی راغی، دا دمحترم داکتر غنی دپوهي برکت دی چي وطن يي ديو بيا تکرار ناورين څخه وژغوره ،نوبيا هم موږ اوتاسو پوری اړه لری ،چي څه وکړو.ګوری موږ دخبرواومشاجروڅخه بيرون و،اما څومره ستړی شوی يو راځی خپل ځان دغنی پر ځاي وګڼی چي هغه به څومره ستړی شوی وی، بيا دځان سره قضاوت وکړو ،راځي اوس په دی هکله فکر وکړو چي ددی مبارزی لپاره بايد څه وکړو؟ ديوی ستری کاميابی لپاره يومنظم ميکانيزم جوړيدو ته ضرورت شته ،ځکه اوس خو پوشوی ،له خوبه رابيدارشوی، چي يوه رايه يعنی څه داستاسو درايو زوروه اوبس.په درناو کامياب اوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *