د دوهم پړاو ټاکنو لپاره هڅې پیل شوې، په مرکز او ولایتونو کې غټې او وړې غونډې ونیول شوې، په رسنیو کې بحثونو او مرکو زور واخیست او بلاخره دا چې د کمپاین لړۍ ښه توده روانه شوه. ولس د دواړو ټیمونو غونډې، بحثونه او پیغامونه ښه په غور د ځان سره وڅېړل او له مخې یې د دواړو لوریو وزن معلوم کړ، چې څوک څومره وزن او وړتیا لري.
په روان حالت کې د غني ناکامي او د عبدالله کامیابي له ورایه د پرمختګ په حال ده، دا چې څنګه او په څه ډول؟ لازمه ده چې د دواړو خواوو اړوندو مهمو ټکو ته اشاره وکړم.
البته زما منظور دا نه دی، چې ګواکې غني په ټاکنو کې ناکام او عبدالله بریالی دی. دا د ټاکنیزو کمیسیونونو دنده ده چې څوک کامیاب اعلانوي او څوک ناکام. خبره د تېرو کمپایني هڅو او د روانو ناندریو په ډګر کې د کرېدېت تر لاسه کولو او د ځان پاک ښودلو په اړه ده، چې کوم لوری څومره توانېدلی شي، ځانته امتیاز واخلي او د خلکو په وړاندې که په حقه وي یا ناحقه، ځان او خپل ټیم سپین ثابت کړي.
عبدالله په دغه کار کې تر اوسه ډېر ګړندی او پر مخ روان بریښي او ان دا چې اوس یې په یوه حساسه پلمه داسې کارونو ته ملا تړلې چې کیدی شي، د هغه د مخې نیولو هڅه به هم یو غم وزیږوي، چې له همدې امله هم دولت او هم نور دخیل اړخونه له ډیر احتیاطه کار اخلي.
دا ولې داسې وشول؟ آیا د غني په ټیم کې همدومره ظرفیت هم نه و، چې د سیال لوري هوښیارۍ او دام ته متوجه وي؟ که یا یې له وسې وتلی کار و؟ په داسې حال کې چې د تحول او تداوم ټیم د برنامو ټیم یادیږي، د کادرونو او استعدادونو ټیم یادیږي او دا یې په ثبوت هم ورسوله چې عبدالله د غني په وړاندې هیڅ یوې مناظرې ته حاضر نه شو. معنا دا چې عبدالله سره دومره علم نشته چې د غني په وړاندې یې د سیالۍ په توګه ولس ته ښکاره کړی وای او په کوم نیت چې میدان ته راوتلی دی، هغه یې د یوې برنامې او پلان له مخې خلکو ته روښانه کړی وای. خو نه.
بیا نو د عبدالله او د هغه د ټیم بریا په څه کې ده؟
څو دلیلونه دي، چې دغه ډله لکه د تل په شان د امتیاز اخستو په حال کې ده: یو دا چې له سره دوی ټاکلی او واحد هدف نه لري او هر کله چې دوی د مبارزې ډګر ته راوځي، د دوی د اصلي هدف تر څنګ ځیني نور داسې اهداف هم وي، چې دوی یې په مرسته بې باکه روان وي، خو مقابل لوری دې ته اړ کوي چې ورسره په محتاطانه ډول سیالي وکړي.
وايي کنه: (اګه شد آوي اګه نشد للمي)، معنا دا چې که په ټاکنو کې بریالی شي نو ښه تر ښه، کنه نو د مادي امتیازاتو په خاطر د ټاکنو مشرعیت خو تر پوښتنې لاندې راوستلی شي، ملي وحدت ته خو ګواښونه پېښولی شي او ان د هیواد ثبات ګډوډولی شي. چې دا څه پټه خبره هم نه ده، کله چې یو څوک د افغان له نوم نه انکار کوي، هغه سره به دا غم نشته چې د افغانستان برخلیک به څنګه شي.
بل دا چې د رهبرۍ تر کچې یې سیاسي اخلاق کمزوري دي، د خپل پیغام منطق یې په شعوري ډول بې واکه کړی او چې څه یې تر خولې راوځي، افتخار هم ورباندې کوي. چې دا یې هم غټه کمزوري ده.
دریم دا چې قانون د دوی په لاس کې دی او بېرته پخپله همدوی قانون تر پښو لاندې کوي او یو بل مهم ټکی دا دی، چې د امکاناتو له پلوه که هغه دولتي دي یا هم د ځینو بهرنیو هیوادونو او کړیو لخوا دي، دوی هیڅ کمی نه لري. نو په دغسې حالت کې د دغسې چا، سیالي به یوازې دا چې اسانه نه وي، بلکې ډیره به له ستونزو او جنجالونو ډکه وي.
غني او د هغه ټیم د قانون په تمه د قانون په لاره کې منتظر دی، لاره څاري چې ګوندې څوک به قانوي پریکړه وکړي او حق به مستحق ته ورسیږي. چې دا د فیل په غوږ کې خوب کول دي.
په بحثونو او مرکو کې د غني ټیم خبرې کوي، هغوی کنځلې کوي، د غني ټیم اخلاقي او قانوني اصول رعایتوي، خو د عبدالله ټیم چې هغه ستغې سپورې وايي، هغه خیر، نږدې ده چې مقابل لوری تر ګریوانه ونیسي، د غني او د ټیم چوپتیا او عاجزي ګوره او د عبدالله او د هغه د ټیم چیغې او بوغارې.
له دې هیسته زه نه پوهیږم، پریږده وخت به دا قضاوت وکړي، چې د دغسې عاجز غني سیالي به د هغسې شریر او چغن سیال عبدالله سره څومره د افغانستان او افغانانو په ګټه وي؟
Yes,But what about Dostom Pahlawan?????
We are dis agree with You for that the Ghani Baba Team don’t have (Shrir & professor) like Pro..dostom big (Badmash) 2 year ago case ask from Akbar Boi, pro..Hamdard Pro… Haji Zahir & more more.
Taand wala & all Taand team for Allah don’t showed article about Ghani & Abdulla Election Issue that is enough
& end it !!!!!
The both Mr Abdullah ( Gul Marjan) & Ghani Baba ( Mir Ghulam) not tack action themselves the key of them with other advisors.
Mr. Sayed,
My advice to you is use Pashto or Dari to write your comment because your comment is understandable. What are you trying to say?