فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

افغانستان که د تاريخ په اوږدو کي د برم او عظمت پاچهۍ او امپراتورۍ تېري کړي دي او د سيمي د جلال او عظمت سمبول وو له بل پلوه د خپل ستراتيژيک جغرافيايي موقعيت د درلودلو څخه، د تاريخ په اوږدو کي د هند و لويي وچي ته د يرغلګرو لار او د هند او نوري نړۍ د هيوادونو د اتصال کړۍ هم ده. دغه جغرافيايي موقعيت زموږ سيمه همېشه د جهانګشايانو د حملو، خرابيو، وژلو او جنګونو ميدان ګرځولى دئ او له دې سره يې زموږ په خلکو کي د آزادي غوښتني او د دوى سره د مقاومت او دفاع احساس دومره ژوندى ساتلى دئ، چي د دنيا د ډېرو امپراتوريو هديره ورته ويل کېږي.

            زموږ په اوږده وياړلي تاريخ کي د ١٣٥٧ هـ.ش. کال د ثور اوومه د يو بل دغسي نړيوال قوت د مداخلې او بيا نظامي قواوو د را ننوتلو شاهده ده. دغه کرغېړنه ورځ چي متاسفانه تاثيرات يې تر اوسه پوري جاري پاته دي، د روسانو (شوروي اتحاد د کمونيستي دولت) ناپاک قدم وو، چي په لومړي سر کي يې، د خپلو اهدافو د تر سره کولو دپاره هغه ګوندونه چي د دوى په مادي او ايديالوژيکي مرسته جوړ سوي ول، په شعوري يا غير شعوري توګه دې ته وهڅول څو د افغانستان جمهوري دولت ته کودتاه وکړي. هغه نظام چي د افغانستان د ودانولو دپاره يې څو کلن پلانونه درلودل او په دغه وخت کي د ټولني نسبتاً زياته برخه د هيواد د مېکانيزم په مختلفو برخو کي په کلونو کلونو روزل سوي او د علم او پوهي و هغه حد ته رسېدلي ول، چي کېداى سواى د هغو څخه د وطن د پرمختګ او آبادۍ په لار کي ډېره مثبته استفاده ورڅخه وسي. د خپلو ناوړو هدفونو، چي په هغه کي زموږ هيواد د خپل شپاړسم ايالت په حساب د ځان کول، و تودو اوبو ته د رسېدو خوبونه او د سرمايه داري سيستم سره د دوى ايديالوژيکه مقابله وه، چي زموږ مذهبي او عنعنوي ټولنه د دغسي ايديالوژۍ د منلو او تطبيقولو دپاره هيڅ مساعده لا څه چي په تضاد کي لا هم وه. لکه هر نظام چي کمۍ او خلاوي لري د افغانستان په جمهوري دولت او په ټولنه کي حتماً داسي مسائل موجود ول، چي د هغه د سمېدو په خاطر ځيني د مخالف نظر خاوندان په فردي يا ډلییز ډول شتون درلود او د لا سمېدو په هيله يې مبارزې کولې. خو نه د نورو تر سلطې لاندي او د نورو د ګټو د ساتلو دپاره.

            په هر صورت زموږ په هيواد کي د دغه نظامي کودتا په نتيجه کي سردار محمد داود او د ده کورنۍ په ډېري بېرحمۍ ووژل سول. خلق او پرچم ګوندونو قدرت لاس ته راوړ. دغه حکومت د پرديو د پلانونو ښکار او خپل خلک يې د مرتجعو، فيوډالانو، سرمايه دارانو، جاسوسانو، امپرياليستانو، اخوانيانو، اشرارو او بېلو بېلو نومونو تر نامه لاندي يا بنديان کړل يا يې ووژل او يا يې هم له ملک څخه و تېښتي ته مجبور کړل.

            خو څنګه چي تاريخ ثابته کړې ده، زموږ خلک د پرديو واکمني نه مني. دغه ټولو کړونو زموږ هيوادوال نور هم د دوى سره مبارزې ته وهڅول او د روس ابر قدرت په مقابل کي په نه څه د دوى سره په مېړانه وجنګېدل. دغه مبارزو دومره قوت وموند چي روسي رهبرۍ خپلي سرې لښکري د ١٣٥٨ ل. کال د جدي په لومړيو ورځو کي افغانستان ته را ننه ايستې او دوى په خپلو ماډرنو سلاحو زموږ وطن ويجاړ، په ميليونونه افغانان يې په مختلفو لارو ووژل په لکونو خلک يې معيوبه کړل، په زرهاوو کلي او کورونه يې د خاورو سره سم کړل او په ميليونونه افغانان يې مهاجرت ته مجبور کړل. خو دغه ټولو خرابيو او دربدريو په افغانانو کي د خپل اراديت احساس ونه واژه او لا هم دغه د وطن د ساتني احساس په دوى کي قوي کېدئ او مبارزو لا قوت موندئ. په دغه مبارزو کي په مستقيم يا غير مستقيم ډول د هيواد نر او ښځي قربانيو ته حاضر او د سر په سودا، مادي مرستو، د قلم په څوکو او د خپلو امکاناتو په چوکاټ يې هر يو د يو بل ملاوي تړلې.

            له دغه ملي پاڅون سره غربي دولتونه او ګاونډيانو چي د روسيې کمونيستي سيستم دښمنان او مخالفين ول، زموږ سره يې د دوستۍ ځګرونه وټکول. مرستي ته يې را ودانګل، ځاى يې راکړ، ماډرني اسلحې، مادي امکانات، تبليغات او تجربې يې راسره شريکي کړې. ځانونه يې زموږ تېروني دوستان وبلل خو متاسفانه په پاى کي معلومه سول، چي دا ټولي پېرزويني د دوى د خپلو ګټو د ساتلو دپاره وې.

            علامه رشاد د خپل شعري ټولګي (د افغانستان بدي ورځي، لومړي ټوک)، چي د دغه دورې د حالاتو یو ښه انځور دئ، په سريزه کي داسي ليکلي دي:

            “د ١٣٥٧ ل. کال د غوايي اوومه د افغان اولس په تاريخ کي يوه خورا اسکېرلې او ډېره بدمرغه ورځ ده.. د غوايي د ناپاک اړو دوړ را په دې خوا د افغانانو د سيمي آسمان کي د سولي او سوکالۍ لمر بشپړي تندري نيولى دئ… دې تپي تيارې د سيمي له بې بختو خلکو څخه د نجات لاري داسي ورکي کړي دي، ته به وايې چي هډو دلته لاري نه وې.

            د بې ننګو روسپالو له کرغېړني واکمنۍ سره د دې نتلي اولس د ژوندانه خورا بدي او ترخې ورځي پيل سوې. د يو بې تجربې او نا اهله ګوند تر نقاب لاندي پراخۍ غوښتونکي ختيز استعمار د زهرناکه ښامار په دود زموږ په بدنصيبه ملک راننوت او د شوروي اتحاد په سياسي نقشه کي يې د شپاړسم جمهوريت د راڅرګندېدلو خوب چي تودو اوبو ته د رسېدو تږى بريژنيف او اسلافو يې ليدلى وو، ختو ته نژدې کړ… د پلچرخي باستيل يې په مبارزو وطنخواهو افغاني ځوانانو ډک کړ او د پولي ګون ژوري کندي يې، پر اسلام مينو آزادي غوښتونکو په مړو وسيخلې، د فيوډال په نامه يې د بېوسو افغانانو مالونه او شتمنۍ ولجه کړلې… په زرهاوو سکاټونه، اوره ګانونه او ارهډي بمونه يې د پسرلي د هښمي په شان پر بې دفاعو افغانانو واورول. د توپو او ټانکو درنو او مخربو ګوليو يې ډېري دېري هديرې کړلې. دغو ناتارونو د ملک په ګوټ ګوټ کې د غم کمبلي وغوړولې، د بورو، ورارو، کونډو او يتيمانو د چيغو او کرږو ازانګو د دې په ناورين پټي سيمي فضا پر سر واخيستله…

            مګر دا خوب يې ونه خوت. د دې پرتمين هيواد تورياليو او هوډياليو نرو ښځو په ډېره مېړانه او سرتېرۍ سره د دښمن د توپو او ټانکو ګوليو ته سينې سپر کړلې… لوږي، تندي، ستړياوي، ستومانۍ، مهاجرتونه او دربدرۍ يې وګاللې خو د دين او وطن د خروړي دښمن او د ښېيلو او ښويدلو روسپالو حکمو ته يې غاړه نه کښېښوله او سرچپه د سرتېرو او پر دين مينو افغانانو همت او ايثار د ختيز استعمار فاسده دستګاه هسي رېزمرېزه کړله، چي نه يوازي سره لښکر په تور مخ زموږ له وياړلي ملکه څخه وتلو ته اړ سول، بلکي د فساد په ځاله يې کورډاګې زلزله ګډه سوله او د سوسياليزم مفکورې په نړۍ کي ماته ومنله. زموږ د سپېڅلو غازيانو د توري برکت وو، چي د ختيزي اروپا محکوم هيوادونه يې د ماسکو له مريي تابه خلاص کړل او د اروپا په زړه کي يې د برلين د تاريخي ښار له منځه د محکوميت او ادبار دېوال واخيست او د آلمان يوه مهم سياستمدار (ويلي برانت) دا په ډاګه وويل: “د ختيز او لوېديز آلمان په بيرته يو کېدلو کي د افغاني مجاهدينو ايثار او همت لويه برخه لري…”

            علامه رشاد د سياسي پوهي او اجتماعي ضرورت په اساس د دغه وخت ځيني ناخوالي په منظومه توګه د شعر په غالب کي تر موږه رارسولي دي او د دغه وخت شعري ټولګه يې (د افغانستان بدي ورځي) لومړى ټوک دئ، چي د ملحد شاهۍ په نامه نومل سوې ده.

            دلته به زه د دغه ټولګي څخه تاسي ته هغه شعر وړاندي کړم، چي د ثور د اوومي د کودتاه او جمهور رئيس داودخان او کورنۍ د وژلو تاريخي پېښه پکښي بیان سوې ده.

د محمدزيو کربلا:

خروښېدلې خښمېدلې زمانه ده
بيا له قهره د پولاد تر کورې سره ده
دردېدلې سږېدلې سورېدلې
د زحل په نحس مدار کي يې دوره ده
په بختو پوري يې اور دئ لګولى
پر تختو يې ګمارلې صاعقه ده
پاخه کښت د بختورو ته ږلۍ دي
درمنده د طالعمنو ته لمبه ده
ويرانۍ د نېکبختۍ تې ملا تړلې
دښمني يې له طالع سره ښکاره ده
و کابل تې پارولي بدمرغۍ دي
خاص و ارګ ته يې لېږلې فاجعه ده
په مقتل کي د “داود” او اولادونو
واى: ليکلې چا په وينو دا قطعه ده:
دا مشهد دئ د مظلومو شهيدانو
دلته تپه د “داود” درسته کوړمه ده
نولس کسه د يوه کور دلته مړه دي([1])
د ټپيانو يې اووه تنه شمېره ده([2])
خوټېدلي له ټپو چينې د وينو
د رګونو خولې د وينو فواره ده
د ټپيانو غورځي پرځي لوڅي پوڅي
د ويشتلو د الله الله ناره ده
بېوسۍ يې ژړوي د چوکۍ سترګي
بېکسي يې د غالۍ د زړه تغمه ده
“داود” مرګ خپل ومانه خو تسليم نه سو
ده ول “غاړه چي کږېږي ماته ښه ده”
د چا ژوند په سپکاوي سره تريخ مه سه
د دښمن دبند ژوند مړينه خوږه ده
دايم وينم د عمر او خالد مړي
دا کوټه مي د اولاد په وينو سره ده
ښه چي ننګ د پښتونوالي مي پر ځاى کړ
نن زما او اولادونو عاشوره ده
لنډوه يې لنډوه يې لويه خدايه!
تر مرګ سخته دا د ژوند وروستۍ شېبه ده
غبرګ ځوانان زامن يې ومړل د ده مخ ته
ده ول “زما رضا د خداى د قضا مله ده”
نه د ده له سترګو راغله څاڅکى اوښکه
نه يې آه چا اورېدلې نه ناله ده
بې صبري نه وي عادت د اتلانو
که نه سخته زړه رېبلونکې دا صحنه ده
ده په فخر دواړه مچ کړل پر تنديو
وى يې خدايه ستا د دين دا نذرانه ده
زما پر زړه چي څه تېريږي ته خبر يې
ستا توفيق دئ، چي مي سپر ورته سينه ده
چي يې نغرم ستونى سږي مي پرې سوځي
هره سا د هلاهل ډکه پياله ده
هر کاته مي ننه باسي ستن په کسو
هر فرياد مي په غوږونو کي سيخچه ده
په رګو کي مي له غمه ويني اېشي
سره سکروټه مي د زړه پر سر پرته ده
خدايه! ته مي وساتې له بې پتيه
کښيده د ژوند و مرګ په پت ښايسته ده”
دا دعا يې لا په خوله کي پوره نه سوه
چي ګولۍ يې بيا مچ کړې شقيقه ده
واى په وخت د زکندن کې ده ويله
“دا پر ننګ د سرښندني حماسه ده
دا سره مځکه افتخار د پښتون قام ده
دا ټينګار د افغانانو کارنامه ده
د کابل په ارګ کي دغه ټوټه غولى
په تاريخ کي د غيرت ستره صفحه ده
دا يادګار په اوښکو پرې نه ولئ نيازمنو!
کربلا د محمدزيو دا کوټه ده”
په دې ترڅ کي يو غيبي ږغ دا ويله:
“په تېر نه وزئ سړو! ټګه زمانه ده
دا د هغو نازولو وژلتون دئ
ورکه کړې چي يې ظلم هديره ده
دوى چي ولمبل په ډنډ کي د سرو وينو
د غوايي اوومه ورځ يې جمعه ده
“شهادت” چي پرې زياتي سي معنوي سي
يو زر درې سوه اووه پنځوس سنه ده([3])

٨ ثور ١٣٥٧ هـ.ش.

کابل-خيرخانه

            د افغانستان بدي ورځي، ٣-٦ مخونه.

([1]) شهيدان: رئيس جمهور (سردار محمد داود) ورور يې (سردار محمد نعيم) د رئيس جمهور درې زامن (عمر، خالد، ويس) د دوى مور (بي بي زينبه) (د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه خور) لمسى يې (د ويس شهيد زوى وايګل) لمسياني يې (د عمر شهيد لوڼي: هيله او غزال) د سردار محمد نعيم خان شهيد لمسۍ (صفورا)…

([2]) ټپيان: د عمر شهيد ماندينه (ګلالۍ).

([3]) يو زر درې سوه اووه پنځوس (صوري تاريخي ماده) ابجدي ارزښت يې ٦٤٧ دئ، که د دې څخه معنوي تاريخي ماده جوړوو نو د (شهادت ابجدري ارزښت چي اووه لس دئ پر زياتوو او ١٣٥٧ هـ.ش. سنه ځني جوړيږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *